د سين هوا اژانس د خبر له مخې : د افغانستان د کورنيو چارو وزارت يو چارواکي په دې خبره پخلی وکړ چې د نومبر په شپږ ويشتمه نيټه سهار په لسو بجو د دغه هيواد په جنوب ختيځ د پاکتيکا په ولايت کې يو ځان مرګې بمی چاودنه وشوه چې له امله يی نهه تنه وژل او شاو خوا شل تنه ټپيان شوي دي .
دغه چارواکي وويل چاودنه د پاکتيکا ولايت د اورګون په يو رستوران کې پيښه شوه چې حکومتی چارواکي هميشه دلته راځی ، له امله يې ټول رستوران ويجاړ شو .
دا له يوی مياشتی راهيسی په افغانستان کې هغه ځان مرګی چاودنه ده چې د وژل شويو کسانو شمير تر ټولو زيات دی . د طالبانو يو قوماندان وويل د دغې چاودنې پړه په غاړه لری .