<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-30 19:12:57    
د تاجکانو دوطن دوستۍ احساسات

cri

ګرانو اوريدونکو د پروګرام په ننني کړۍ کې به تاسو ته يو مضمون وړاندې کړو چې عنوان يې دی د تاجکانو دوطن دوستۍ احساسات ٠

د چين په لويديځ د پامير په لوړه کې د تاجکي قوم خلک اوسيږي چې خلک يې د پاميرباز بولي ، د تاجک قوم د چين د ملي لږکيو له ٥٥ قومونو څخه دی ، دوي هميشه د وطن سره ډېره مينه لري او په دې اړوندې يې کيسې هم له پخوا راهيسي خپريږي ، ========= اواز ١ ============

د تاشکورګان د تاجک خپلواکه ولسوالي د چين په لويديځ د پامير په لوړه کې پرته ده او افغانستان ، پاکستان او تاجکستان ته ورڅيرمه ده، د اوږدې مودې راهيسي په دې ولسوالۍ کې تاجکان دوطن دوستۍ پرخپلې روحيې باندې ټينګارکوي او تل د پولو ساتونکي پوځ سره يوځای د چين د سرحدي کرښو او له خپلې سوکالۍڅخه د ډک ژوند نه ددفاع لپاره کوشش کوي ،

د تاشکورګان ولسوالۍ د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس مشر ښاغلي موني تعبيردي زمونږ خبريال ته وويل ======= اواز ٢ =========د دوو زرو کلونو راهيسي د هېواد لپاره د تاجک قوم د خلکو ستر خدمتونه دا دي چې د خپل هېواد د سرحداتو دفاع کړې ده ، تاجکيان ځواکمنه وطن دوسته روحيه لري ، دوي د وطن او خپل ټاټوبي سره ډېره مينه لري ، له دوي څخه هيڅوک نه غواړي چې له خپل وطن څخه ووځي او برعکس يې د خپل هېواد له سرحداتوڅخه د دفاع لپاره کوشش کړی دی ٠

تاشکورګان ولسوالي پيچلي ځمکني موقعيت او اوږده سرحدي کرښه لري ،له زياتو کلونوراهيسي د دغه ولسوالۍ تاجکانوداسي درنه دنده په غاړه اخيستې چې د سرحدساتونکو پوځيانو سره يو ځای د چين سرحدات وساتي ، کله چې سرحد ساتونکي پوځيان د ګزمې په ترڅ کې له ستونزو سره مخامخ کيږي ، تاجکان هرومرو ورسره مرسته ګړي ، که هوا سخته وي او واوره اوري نو دوي د خپلو اوښانو په واسطه سرحد ساتونکي پوځ ته لوازم ليږدوي ، ځينې خلک د پوځيانود ګزمې لپاره د ﻻرښودلو دنده هم په غاړه اخلي ،د بيلګې په توګه د باياک نومي کورنۍ يوه ښه نمونه ده ، اوه پنځوس کلن سپين ږيری باياک د سرحد ساتونکي پوځ د ګزمې لپاره څه دپاسه ديرش کاله ﻻرښوونه کړې ده ، ده زمونږ خبريال ته وويل د پوځيانو د ګزمې لپاره ﻻرښوونه يوه د وياړوړ دنده ده ، خو کله کله هم د زياتو ستونزو او خطرونو سره مخامخ کيږي ، کله چې خبريال ترې پوښتنه وکړه چې ولې دغه کارکوي ؟ ده په ځواب کې وويل ======== اواز ٢ ==============

زما پلار او مور پر ما ډېره لويه اغيزه کړې ، پخوامې پلارهم د سرحد ساتونکي پوځ د ګزمې لپاره د ﻻرښوونکي په توګه دنده په غاړه درلوده ، کله چې پلار مې زوړ شو، نو ما دده پر ځای دغه دنده په غاړه واخيستله ،زما په أند دا يو ډېرد وياړ وړ کار دی ، که سرحد ساتونکی پوځ نه وای نو زمونږ ارام او نيکمرغه ژوندبه هم نه وای ٠

د ملي يووالي او پرمختيا د دوام په برخه کې د غوره شخصيتونو د ستاينې په څلورمه غونډه کې چې د ٢٠٠٥ کال د مې په مياشت کې د چين په پلازمينه بيجينګ کې ترسره شوه د وطن سره د مينې او د سرحد ساتنې په برخه کې د

تاجک قوم د يوې ښې نمونې په توګه ښاغلي باياک د پرمختللې نمونې وياړمن لقب ترلاسه کړ، په دې اړه ښاغلي باياک په ډېرې خوښۍ سره وويل ===== اواز ٤ ====

په نوموړي غونډه کې د ګډون لپاره بيجينګ ته د خوځيدو مخکې زما ټول خپلوان ، دوستان او د کلي ګاونډيان زما سره د خدای په امانۍ لپاره راغلل او په بيجنګ کې د ستاينليک د اخيستلو په وخت کې مې هم فکر وکړ چې زه به هرومرو خپلې دندې ته دوام ورکوم ، ځکه زما کار افتخاري او د وياړ وړ دی ، هغه دا هيله هم وکړه چې زوي يې هم دغه کار ته دوام ورکړي ،

په حقيقت کې د باياک زوي محپيريت تل د خپل پلار پر ځای د ګزمه کوونکو پوځيانو ﻻرښوونه کوي ، هغه وويل ======== اواز ٥ ======== نه يوازي زه به دغه کار ته دوام ورکړم ، بلکه په راتلونکي کې به زما زوي هم بايد داسي کار وکړي ،دا يوه درنه دنده ده چې بايد نسل په نسل ورته دوام ورکړي ، دا ځای د هېواد يوه برخه ده ، د لويې ملي کورنۍ د يوه غړي په توګه مونږ بايد خپل وطن په ټينګه سره وساتو٠

ګرانو اوريدونکو ننني پروکرام په همدې ځای پاي ته ورسيد خوشاله او نيکمرغه اوسي ٠