د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايی ټولنې کميټې د نومبر په دېرشمه نېټه پرېکړه وکړه چې افغانستان ته شل مليونه او شپږ لکه يورو نوره مرسته برابره کړي. اروپايی ټولنې په دغه ګام سره له ټاکلي وخت وړاندی خپله هغه ژمنه پوره کړې چې په راتلونکو پنځو کلونو کی افغانستان ته يو مليارد يورو مرسته برابره کړي.
دغه مرستی به په دوو برخو وويشل شي چې لس مليونه او شپږ لکه يورو به د افغانستان د بيارغونې لپاره ولګول شي او نور لس مليونه يورو به د دغه هېواد د کرنې چارو ملاتړ ته ځانګړې شي.
دغه راز د اروپايی ټولنې د يو مليارد يورو مرستو په سلو کی اتيا برخه عملی شوی ده.