عمران – درنو اورېدونكيو نېكې هيلې او سلامونه مې ومنئ، د روغتيا او نېكمرغۍ له هيلو سره مو زه امان الله عمران د موږ او اورېدونكي پروګرام ته هركلى كوم، خداى وكړي روغ جوړ او خوشاله وئ، تاسې پوهېږئ چې د چين نړيوالې راډيو د بېلا بېلو څانګو د ځانګړې جايزې ګټونكي په دې وروستيو ورځو كې د سي آر آى په بلنه بېجېنګ ته راغلي وو، دوى د خپل دغه سفر په ترڅ كې له شانګهاى څخه هم ليدنه وكړه، د دغو اورېدونيكو تر منځ د پښتو څانګې اورېدونكى هم و، حفيظ الله غښتلى په افغانستان كې د وردګو ولايت اوسېدونكى او د ګوربت مجلې مسئول مدير دى، د موږ او اورېدونكي پروګرام په ننۍ كړۍ كې مو دى مېلمه كړۍ دى. ده له موږ سره چين ته د خپل سفر او د دغه سفر په ترڅ كې د بېلا بېلو فعاليتونو او هم د چين په اړه د خپل انځور په اړه خبرې وكړې، د پروګرام په دې كړۍ كې د پښتو څانګې همكار خوشحال تايب هم راسره ملګرى و، تاسې كولى شئ د مركې بشپړ متن په همدې پاړه كې واورئ.
د حفيظ الله غښتلي له موسيقۍ سره هم جوړه ده، د پروګرام په پاى كې مو د ده په خوښه يوه خوندوره سندره خپره كړه.
(ورو ورو ځه زما دلبره) درنو اورېدونكيو د حفيظ الله غښتلي په خوښه مو د ناشناس په غږ دغه خوندوره سندره واورېده په همدې سره د موږ او اورېدنكي دغه ځانګړۍ پروګرام هم پاى ته ورسېد، زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم اورېدلى شئ. د پښتو وېبپاڼه ده: http://www.cri.cn
او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn
پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:
G. P. O. Post Box No. 2017
اسلام آباد، پاكستان
تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.