<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-14 19:23:40    
د قومي لږکيو د فارغانولخوا د کارونو د موندلو کيسه

cri

په وروستيو څو کلونو کې په چين کې د لوړې پوهنې چارو چټک پرمختګ کړی دی او هرکال څو مليونه تنه زده کوونکي له پوهنتونونو او پوهنځيو څخه فارغيږي ،له دغو فارغانو څخه زيات کسان د لوړو زده کړو لپاره د چين له نورو ليرو ځايونو څخه پلازمينې بيجينګ ته راغلي دي ، دوي له پوهنتونونو او پوهنځيو څخه د فارغيدو وروسته په لويو ښارونو کې کارونه پيداکوي او يا د خپل وطن د ابادۍ لپاره بيرته خپل ټاټوبي ته ځي ، په همدې اړه په يو شمير پوښتنو سره زمونږ خبريال د بيجينګ په پوهنتونونو کې د قومي لږکيو د څوتنو زده کوونکو سره چې ژر به له خپلو پوهنتونونو څخه فارغ شي مرکې وکړې ٠

د قزاقي قوم زلمی بيک په بيجينګ کې په ملي مرکزي پوهنتون کې زده کړه کوي او دده ټاټوبی د چين په شمال لويديځ د سينجيانګ د ويغوري قوم په خپلواکه سيمه کې دی او د راتلونکي کال په جولای کې به له پوهنتون څخه فارغ شي ، له فارغيدو وروسته به دی چيرې کار وکړي ، زمونږ خبريال ته يې په دې اړه وويل === اواز١ ==== له پوهنتون څخه د فارغيدو وروسته به زه نيغ په نيغه په بيجنګ کې کار پيداکړم ، بيجينګ دډېرو ښو شرائطو لرونکي ښار دی او زمونږ د پرمختګ لپاره ښه چاپيريال لري ، خو په بيجينګ ښار کې د سياليو فشار هم ډېر سخت دی ،

ځوان بيک د قزاق او هان قومونو په ژبو ډېر ښه پوهيږي او په پوهنتون کې روسي

او انګليسي ژبې هم زده کوي ، د دغه غوره والي په لرلو سره هغه په بيجينګ کې په لنډ مهالي ډول په ځينو بهرنيو شرکتونو کې د ژباړن په توګه کارکړی دی ، د ژبو د غوره والي او د عملي کار د زياتو تجربو له امله بيک په بيجينګ ښار کې د کار پيداکولو ښه فرصت لري ، هغه وويل اوس د روسيې او قزاقستان ځينې شرکتونه هېله لري چې ددوي په شرکتونو کې کاروکړي ،

د بيک يو ټولګيوال مغولي ځوان باي لان چې د چين د داخلي مغولستان له خپلواکې سيمې څخه بيجنګ ته راغلی دی د بيک په پرتله دومره ښه بختور نه دی ، د راتلونکي کار په هکله هغه وويل ===== اواز ٢ ====== زما په أند په بيجنګ کې د کارمونل يو ډېر ستونزمن کار دی ، په خپل ټاټوبي کې د کار پيداکول اسان ښکاري ، هغه زياته کړه چې دی به کوشش وکړي چې په بيجنګ کې يو کار ترلاسه کړي ، که مناسب کار ترلاسه نه کړي ، دی به بيرته خپل ټاټوبي ته ولاړشي ، دده په نظر دا مهمه نه ده چې په کوم ځای کې کاروکړي ، تر ټولو مهم ځای به دا وي چې هغه کار بايد پکې پخپله دده خوښ وي ،

دليسانس څخه د لوړې کچې زده کړېترلاسه کول د فارغانو يوه بله ټاکنه ده ، ابراهيم يو ويغوري زلمی دی چې کور يې د چين د سينجيانګ د خپلواکې سيمې په کاشغر ښار کی واقع دی ، دی غواړي چې په ٢٠٠٧ کال کې د ليسانس څخه د لوړېکچې زده کړې ترلاسه کولو لپاره کوشش وکړي ، هغه وويل ======= اواز٣ ======= زه غواړم چې په پوهنتون کې پاته شم او خپلې لوړې زده کړې سرته ورسوم، او وروسته به بيرته خپل ټاټوبي ته ولاړشم چې د خپل قوم د تاريخ او کلتور د پرمختيا لپاره خدمت وکړم ٠

وي څن شي د مه لاوقوم يو ځوان زده کوونکی دی چې د بيجينګ د هوا او فضانوردي په پوهنتون کې زده کړه کوي ، ټاټوبی يې د چين په جنوب د ګوانګ شي د چوانګ قوم په خپلواکه سيمه کې دی ، هغه زمونږ خبريال ته وويل ==== اواز٤ ===

زما دوستان اساسأ هېله لري چې په بيجينګ کې پاتي شي ، زه هم همداسې غواړم چې په بيجنګ او شانګهای په ګډون لويو ښارونو کې کاروکړم ، د وي څن شي فکر د ملي لږه کيو د يو شمير فارغانو ګډ نظر دی ، خو دوي دا هم څرګنده کړه چې په لنډ مهالي ډول په پرمختللو سيمو کې کارکول د خپل وطن د ابادۍ لپاره ګټه لري ، ځکه دوي کولای شي چې په پرمختللو سيمو کې د کارکولو له ﻻرې ﻻښه معلومات اوارزښتناکې تجربې ترلاسه کړي چې د څو کلونو د تيريدو وروسته به د خپل ټاټوبي د سمسورتيا لپاره خپل قوت وکاروي ،

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، نيکمرغه او خوشاله اوسۍ ٠