د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د اروپايی ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتی تګلارو لوړ پوړی استازي جاوير سولانا د دسمبر په څوارلسمه نېټه د بيلجيم په پلازمينه بروکسيل کی وويل دغه ټولنه پلان لری چې افغان پوليس وروزی.
هغه په همدې ورځ په يوه مطبوعاتی غونډه کی وويل د دغه پلان په اړه افغانستان ته د اروپايی ټولنې ليږل شوی څېړونکی ډله بيرته بروکسيل ته ستنه شوی ده. ده زياته کړه دغه ټولنه به په راتلونکی اوونی کی د دغې څېړونکی ډلې د اړوندو راپورونو په اړه بحث وکړي.