<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-16 18:39:19    
مونږ او اورېدونکی

cri

عمران – درنو اورېدونكيو نېكې هيلې او سلامونه، هيله ده روغ، خوشاله او نېكمرغه وئ. زه امان الله عمران مو د موږ او اورېدونكي پروګرام ته هركلى كوم. د اورېدونكيو له خوا خورا زيات ليكونه را رسېدلي، نو زه هم ځنډ نه كوم او سمدلاسه پروګرام پيل كوم.

- دغه لومړۍ ليك را اخلم چې له كوهاټ څخه د احمد شاه ابدالي كلب مشر ملنګ جان شابيوال را استولى دى، ده سپوږمۍ ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستا له لوري د (پښتو هېنداره) له يو په زړه پورې ليك سره چې په ښايسته پښتو ليكل شوى و راورسېدل، ستا د ليك په ليدلو او لوستلو ډېر خوشاله شوم. نوموړي سپوږمۍ د پښتو ليك پر كروالي ستايلې او په اړه يې ورته مباركي ويلې ده. ښاغلي شابيوال د سپوږمۍ د ليك په ځواب كې د خپل كلب په اړه معلومات هم ليكلي او ويلي يې دي: ما د احمد شاه ابدالي كلب بنسټ د دوه زرم ميلادي كال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په كوهاټ كې كېښود او په دې موده كې مې په پر له پسې سياليو كې برخه اخيستې ده او د سي آر آى راډيو له خوا مې ډېرې جايزې هم ګتلې دي. نوموړى زياتوي: اوس مهال زما د كلب د غړيو شمېر يو اويا تنو ته رسېږي او هر يو غړى جلا جلا فعاليتونه لري. اورېدونكي ملنګ جان شابيوال د خپل ځان په اړه ليكلي: د خپل عمر په دېرشم پوړ كې يم، خپل روزګار كوم، تر څنګ يې له ليكوالۍ او شاعرۍ سه هم مينه لرم. ده بيا د خپل ليك په دوام د خپل ادبي كار او دغه راز د ژورنالېزم او خبريالۍ په ډګر كې د كار په اړه ليكلي چې په ترڅ كې يې له ورځپاڼو او مجلو سره همكاري كړې ده. موږ هم دلته د ده له ليك مننه كوو، د لا زياتو ليكونو د را استولو او په خپلو چارو كې يې د برياليتوب هيلمن يوو.

- د مانسهرې له اچړيان كمپ څخه د خراسان كلب غړي محمد ګل فريادي په خپل ليك كې ځان دايمي اورېدونكى ليكلى، له سلامونو وروسته يې ليكلي: زده كړه مې دومره نه ده كړې چې تاسو ته ډېر ليكونه درواستوم او قلمي اړيكي درسره وساتم. دى زياتوي: زه د عبيد الله صديق په لارښونه ستاسې خپرونې ته ليكونه در استوم. بيا ليكي: زه په خپله دوكاندارۍ بوخت يم نو د نورو په شان نه شم كولى چې زيات ليكونه درولېږم خو بيا هم وايي قلمي اړيكي درسره ساتم. فريادي صاحب هيله ده خپل ليك دې اورېدلى وي، او په راتلونكي كې هم وخت ومومي او موږ ته ليكونه راواستوئ.

- د بلوچستان په پښين كې له مچانو كلي څخه سيد محمد سنګين، شاه ګل ماما او ماسټر فضل په خپل لنډ ليك كې ډېر ډېر سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي پروګرام مو په ډېره مينه او شوق سره اورو او ډېر مو خوښېږي. دوى په خپل ليك كې يو شعر هم را استولى دي:

دغه ستا د مخ رڼا شوه كه برېښنا كه د لمر شعله راپورته په سما

كه دې پورته كړ نقاب له سپينه مخه كه راوخته سپوږمۍ د غرو له خوا

صبح دم شو انوار اوري ته غافل يې كه سپېدې پر آسمان راغلې د سبا

اې سنګينه سر راپورته كړه له خوبه نن پر ټول جهان اختر دى كه پر تا

د ښاغلي سنګين له ښكلي شعر مننه كوو، هيله ده اورېدلى يې وي.

- دغه ليك بيا له هريپور څخه د نصر الله له خوا را رسېدلى او ليكلي يې دي: د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه وړاندې كوم، زه په خپله كمپيوټر او د انګرېزۍ ژبې كورس وايم او په لومړني ښونځي كې هم زده كړه كوم نوموړى بيا وايي: له ماسره ملګري هر يو بشير خان، روزي خان، اجمل خان، اكمل خان، خټك خان او جمعه ګل ټول تاسې ته سلامونه وايي. اورېدونكي نصر الله خان پر حيواناتو د رحم تر سر ليك لاندې يوه ليكنه هم را استولې چې د پروګرام وخت د كموالي له مله يې نه شو لوستلى. نصر الله خانه هيله ده خپل ليك دې اورېدلي وي او په راتلونكي كې هم ښايسته ليكونه راواستوې.

- دغه ليك د آريانا كلب غړي حسن خان قلميار را استولى او د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي دي: زه او زما ملګري هر يو عبد الرحمن، صوفي سردار خان، طارق الله، نثار احمد، شفيق پكتياوال او داسې نور په مانسهره كې د اچړيان كمپ اوسېدونكي يوو. بيازياتوي: ما تاسو ته مخكې هم يو ليك در لېږلى و خو ځواب يې را نه غى، اختر هم را روان دى--- ښايي چې دغه ليك يې له كوچيني اختر مخكې ليكلى وي او يا ښايي لوى اختر يې مطلب وي، خو بيا په ګواښنه سره وايي: ګورئ مادرنه د غټ دېوال انځورونه او ښكلې مجلې غوښتې وې خو تاسې را ونه لېږلې، زه د چين له ښايسته منظرو او اوبځوړونو سره زياته مينه لرم، نو خامخايې انځورونه راته راولېږئ چې اختر راباندې په خوشالۍ تېر شي كه نه نو دى وايي خپه به شم او اړيكي به مو سره پرې شي. نو حسن خانه خپه كېږه مه، هغه مطبوعاتي توكي چې له موږ سره شته در وا به يې ستوو، هيله ده خپل ليك دې اورېدلى وي او په راتلونكي كې هم نور ليكونه راواستوې.

درنو اورېدونكيو په هريپور كې د افغاني كډوالو له پنډغالي څخه پر سيد الرحمن بهير سربېره دغلته د يو ښونځي يو شمېر زده كوونكيو ليكونه او په كې يې بېلابېلې ليكنې او مطلبونه هم را استولي، چې دپروګرام وخت د لنډوالي له امله به د هر اورېدونكي د نامه او د هغه له خوا د را استول شوې ليكنې د سرليك په يادونه بسيا وكړو. لومړى به د اورېدونكي محمد عيسى ليك راواخلم چې د انسان د مقام تر سرليك لاندې يې پكې يوه ليكنه رالېږلې ده، ضياء الرحمن او صدام د ملي وحدت تر سر ليك لاندې يو شعر، مزمل د تواضع شعر، د رحيم ګل زوى محمد سليم د (يو ړانده ماشوم هيله) په سر ليك يوه ليكنه، رياض الله د سبا فكر په نامه يوه ليكنه او يو څوبيتونه شعر، محمد بشير د ملي بيرغ په سر ليك شعر، عبد الاحد د شېر سرخ لويه جرګه په نامه يوه ليكنه، امام الدين د سړيتوب په سرليك شعر، مير رحمن د پټې خزانې په اړه ليكنه، د شپږم ټولګي زده كوونكي د عمر خان زوى حميد الله حيدري د خيريه ټولنې په اړه ليكنه، مسعود خان د مور وينا، سردارخان د عدل په اړه ليكنه، د شپږم ټولګي زده كوونكي محمد بشير او رحمت خان عادل جلا جلا د بزګر په سرليك شعر، شېر علي د ملي يوالي په سرليك شعر، عبد الرقيب د قيام الدين خادم په اړه يوه ليكنه او دغه راز د نياز محمد زوى حضرت بلال د تواضع په سر ليك يو شعر او هم يو شمېر نور بيتونه را استولي دي.

پر دغو اورېدونكيو سربېره خليل الرحمن، مطيع الله، ميرويس خان، محمد شريف، فضل هادي، سيد رحمن، هدايت الله، مختار،امان الله، محمد فاروق او قومندان د پښتو خپرونې پوښتنپاڼې ډكې كړې او رالېږلې دي.

درنو اورېدونكيو د ډېر شمېر اورېدونكيو په تېره بيا د يو كلب د غړيو له خوا يو شان او ډېر سره ورته ليكونه را رسېږي او هم ډېر څه په كې نه وي ليكل شوي، تر ډېره داسې ښكارېږي لكه د يو كس له خوا چې ليكل شوي وي، زه د چين د نړيوالې راډيو له مينه والو اورېدونكيو څخه هيله كوم چې زموږ د خپرونې، بېلابېلو پروګرامونو او هم د خپل ژوند او يا د سي آر آى راډيو د اورېدو د بڼې په اړه له موږ سره خپل نظرونه شريك او هم خپل وړانديزونه راواستوي، پر دې سربېره له تاسې درنو اورېدونكيو دا هيله هم كوم چې د موږ او اورېدونكي پروګرام لپاره د سندرو په خوښولو كې برخه واخلئ او غوښتنه وكړئ چې ستاسې په خوښه سندرې درته خپرې كړو. اوس بيا دسندرې وخت رارسېدلى، نو راځئ چې د رحيم شاه په غږ دغه سندره واورو.

(او پيره) درنو اورېدونكيو د رحيم شاه په غږ مو خوندوره سندره واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدنكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم لوستلى او اورېدلى شئ. د وېبپاڼې پته ده: http://www.cri.cn او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.