<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-21 19:35:50    
د تبت په مرکز لاسا ښار کې يو خيريه ښوونځي

cri

ګرانو اوريدونکو په ننني پروګرام کې به تاسو ته د چين د تبت د خپلواکې سيمې په مرکز لاسا ښارکې د څاي چيوان په نامه د يوه خيريه ښوونځي په اړه معلومات وړاندې کړو ٠

============== اواز ١ ==============

د چين د تبت د خپلواکې سيمې په مرکز لاسا ښار کې د څاي چيوان په نامه يو خيريه ښوونځي شته چي په ځانګړي توګه معيوبين او يتيمان مني ، د دغه ښوونځي مشر چانباجونجو نوميږي ، دغه راز دی په لاسا ښار کې د قومي لاسي صنعتي او هنري شيانو د يوې توليدونکې فابريکې مشر هم دی ، د کوچنيتوب په وخت کې د بيوزلۍ له امله چانباجونجو په رسمي ښوونځي کې زده کړې نه وې کړې او له لوييدو وروسته يې د نجار، بوټ ګنډونکي او هنرمند په توګه کارکړی و ، د زياتو کلونو له سختو زيارونووروسته په ١٩٨٦ کال کې ښاغلي چانباجونجوپه لاسا ښار کې د بوټانو د ګنډونکې فابريکې مشر شو، په هغه موده کې ښاغلي جانباجونجو په خپلو سترګو وليدل چې زيات يتيمانو او معيوب ماشومانو ونشو کړای چې په ښوونځي کې زده کړه وکړي ، او يو شمير معيوب ځوانانود کار فرصت نه درلود ، نو له ژور فکر وروسته يې پريکړه وکړه چې د يتيمانو او معيوبينو لپاره د زده کړې او کار د فرصتونو برابرولو په چارو ﻻس پوري کړي ،

چانبا د بوټانو د ګنډلو فابريکه د معيوبينو لپاره د قومي صنعتي شيانو د توليدولو په يوې خيريه فابريکې بدله کړه او څه باندې شل تنه معيوب ځوانان او

يتيمان يې په خپله فابريکه کې ومنل او دوي ته يې د زده کړې ، د تصويرکښلو ، حکاکۍ او د بوټانو د ګنډلو په ساحو کې روزنه ورکوله ، برسيره پردې په ١٩٩٣ کال کې ښاغلي چانبا په خپلو څه باندې څلورو لکو يوانو سره په لاسا ښار کې د څای چيوان په نامه يو ځانګړی خيريه ښوونځی جوړکړ چې يتيمان او معيوب ماشومان راغونډکړي ، نو له دې امله دی اوس د دغه ښوونځي د مشرتوب دنده په غاړه لري، په دغه ښوونځي کې د ماشومانود خوراکونو ، استوګنې او زده کړو لګښت د ښوونځي لخوا برابريږي ، ماشومان په ښوونځي کې د تبتي انځورونو د کښلو ، د تبتي کاليو د ګنډلو او د تبت د نورو دوديزو لاسي صنعتي فنونو زده کړه کوي ، ښاغلي چانباجونجووويل هغه ماشومان هڅوي چې د خپل توان په اتکاد خپل ژوند اړتياوي پوره کړي او ټولنې ته تر ممکنه حده پوري خدمت وکړي ، هغه وويل ======

اواز ٢ ======= هره يکشنبه زه د دوو ساعتو په اوږدو کې ماشومانو ته د پخواني زاړه تبت د يتيمانو او معيوبينو د سخت ژوند په اړه خبرې کوم ، اوس مونږ په يوه نوې ټولنه کې په نيکمرغۍ سره ژوندکوو ، مونږ بايدد خپل وطن د سمسورتيا لپاره ښه زده کړه وکړو ، زما په هڅونې او روزنې سره ډير ماشومان زما له ښوونځي څخه د فارغيدو وروسته د نورو ښو ښوونځيو لخوا منل شوي دي ،

اوس د څاي چيوان په نامه ځانګړي خيريه ښوونځي کې يو سلو او پنځه څلويښت تنه زده کوونکي زده کړه کوي ، يتيم دوجيڅيدان له دغو زده کوونکو څخه دی ، هغه وويل ===== اواز ٣ ====== د څاي چيوان په نامه ښوونځي کي ما د لومړي ځل لپاره دا احساس کړی چې زه يوه لويه کورنۍ او دومره زيات وروڼه او خويندي لرم ، د

لومړي ځل لپاره په غټ او روښان ټولګي کې درس لولم او په دغه ښوونځي کې لومړي ځل په دې پوه شوي يم چې زما وطن چين دی ، ما په دغه ښوونځي کې شپږ کلونه تيرکړي دي ، زه او نور زده کوونکي ډېر نيکمرغه يو په دې ځای کې مې زيات معلومات ترلاسه کړي دي ،

د چانباجونجو خيريه کار د ځايي حکومت ملاتړ ترلاسه کړی دی ، د ماشومانو د ژوندانه اړتياوو د پوره کولو لپاره حکومت هره مياشت هر ماشوم ته دوه سوه يوانه پيسې ورکوي ، که چيرې ماشوم ناروغه شي نو په وخت درملنه هم ترلاسه کولای شي

تر اوسه پوري د څاي چيوان په نامه خيريه ښوونځي څه باندې لس کاله تيرکړی دی زيات زده کوونکي له دغه ښوونځي څخه له فارغيدو وروسته د لوړې کچې ښوونځيو او پوهنتونونو ته داخل شوي دي ، د دغو پايلو له امله ښاغلي چانباجونجو د زړه له تل څخه خوشالي څرګندوي ٠

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځاي پاي ته ورسيد ، نيکمرغه او خوشاله اوسی،