<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-23 16:54:28    
مونږ او اوريدونکی

cri
عمران – درنو اورېدونكيو نېكې هيلې او سلامونه مې ومنئ، ستاسې د روغتيا او نېكمرغۍ له هيلو سره مو زه امان الله عمران د موږ او اورېدونكي پروګرام ته هركلى كوم، خداى وكړي روغ جوړ او خوشاله وئ، دا چې تاسې به بيا هم د خپلو ليكونو اورېدلو ته لېوال او په تمه وئ، نو زه هم سمدلاسه پروګرام پيل كوم.

لومړى يو برېښنا ليك را اخلم چې له كابل څخه ډاكترې عابدې را استولى، دې په پيل كې د چين د بين المللي راډيو پښتو څانګې کارکوونکيو ته نېکې هيلې او سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي دي: له وخت څخه په ګټې اخيستنې د چين د بين المللي راډيو د پنځه شپېتمې کليزې مبارکي تاسو ټولو او ستاسو له ليارې د دغې راډيو اورېدونکيو ته وړاندې کوم، دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې تاسو د ښو او په زړه پورې خپرونو په وړاندې کولو سره د اورېدونکيو تنده ماتوی، ډاكتره عابده وايي: ډېره خواشينې يم چې له څه مودې راهيسې مې خپله دنده له لاسه ورکړې او اوس پخپل کور کې يم، نو ځکه لكه څنګه چې دا ليكي: ډېره وروسته خبره شوم چې د سي آر آي کليزه ده،او اوس مې هم وخت له لاسه ورنکړ او دا فرصت مې وموند چې تاسو ته د دې راډيو د پنځه شپېتمې کليزې په وياړ مبارکي ووايم. اوس زه په اونۍ کې يوازې يو ځل انټرنېټ ته لاسرسۍ لرم، خو هڅه کوم چې په نژدې راتلونکې کې په خپل کور کې دا آسانتيا ولرم. نو بيا به ډېر زيات ليکونه درواستوم. د ډاكترې عابدې له خوا د دغه ښكلي برېښنا ليك په ترلاسه كولو موږ هم خورا ډېر خوشاله شوو، له نېكو هيلو او د چين نړيوالې راډيو د پنځه شپېتمې كليزې په مناسبت يې له مباركۍ مننه كوو، هيله ده د پښتو وېبپاڼه او دغه راز زموږ خپرونې او بېلابېل پروګرامونه هر وخت واوري او په اړه يې نظرونه او وړانديزونه را واستوي.

دغه بل برېښنا ليك هم د مخكيني په شان له كابل څخه يوې بلې ډاكترې را استولى، ډاكتره شريفه په كابل كې د كيور له روغتون څخه په خپل دغه برېښناليك كې د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې چلوونکيو ته نيکې هيلې او سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: خوشحاله يم چې لدغه فرصت څخه په ګټې اخيستنې تاسو ټولو ته د چين د بين المللي راډيو د پنځه شپېتمې کليزې مبارکي وړاندې کوم، دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې تاسو دوستان د نورو ژبو تر څنګ د پښتو ژبې د لا بډاينې په برخه کې هم خپلې هڅې او هاند کوي، زه ډېره وروسته خبره شوم چې د سي آر آی کليزه ده، نو ومې نشو کړى چې د مبارکۍ لپاره کوم سوغات او تحفه درواستوم، اوس يواځې زما همدا ليک ومنۍ. ډاكترې شريفې، هيله ده چې خپل ليك دې اورېدلى وي، موږ هم ستا دغه ليك له معنى ډك سوغات په توګه منو، او په ترلاسه كولو يې خورا زيات خوشاله شوو، هيله ده په راتلونكي كې هم د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونه په خپلو ليكونو او نظرونو ښكلې او ښايسته كړئ، خوشاله او بريالۍ اوسې.

- د صوبه سرحد كوهاټ ګمكول دريم شمېره كمپ څخه د اريوب كلب مشر محمد اقبال بشر دوست له خوا دوه ليكونه را رسېدلي دى، ده او ورسره ملګرو يې هر يو جمال الدين، اجمير، محمد نعيم، نور امين، قاري سعد الدين، قاري اختر محمد، بسم الله جان، شاه مير دوكاندار، عبدالله امين او دانش د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته سلامونه او نېكې هيلې ويلې دي. بيا يې ليكلي: ډېرو قدرمنو د زه او سي آر آى په سيالۍ كې په برياليتوب موږ د اريوب كلب مشر او ټول غړي ډېر خوشاله شوو، او د ډېرې خوشالۍ خبره ده چې د دومره زياتو اورېدونكيو تر منځ زموږ كلب لومړۍ درجه جايزه واخيسته او برى يې په برخه شو. نوموړى بيا وايي: موږ ټولو هغو كسانو ته مباركي وايوو چې په دغه سيالۍ كې بريالي شوي دي او هغو نورو ته تسلي وركوو چې په دغه مسابقه كې يې ګډون كړى و خو نومونه يې د بريالي كسانو تر منځ نه وو راغلي . ښاغلى بشر دوست زياتوي: كه ژوند وفا وكړه موږ به تل د سي آر آى راډيو خپرونې په ډېر شوق سره اورو او خوند به ترې اخلو او له تاسې سره به خپلې قلمي اړيكې ټينګې ساتو، ده بيا د خپل ليك په پاى كې ويلي: موږ ستاسې څخه مننه كوو چې خپلو اورېدونكيو ته داسې ښكلي پروګرامونه جوړوئ چې د هغوى د خوښئ لامل ګرځي او بيا په كې ګډون كوي. ښاغلي بشردوست بيا په خپل بل ليك كې ګيله كړې او ويلي يې دي: ډېره موده وشوه چې ستاسې له خوا مطبوعات نه دي راغلي، موږ ستاسې خپرونه هر وخت اورو خو سهارنۍ خپرونه مو نه شو اورېدى، دى زياتوي د سي آر آى اردو خپرونه ډېره صفا او واضح اورېدل كېږي خو د پښتو خپرونې په اورېدو كې ستونزې وي. ښاغلي اقبال بشردوست بيا هم يو بله ګيله كړې او ويلي يې دي: د اورېدونكيو ليكونه نه خپرېږي چې په دې سره به د ده په وينا تاسې يعنى پښتو خپرونه د اورېدونكيو له زيات شمېر ليكونو څخه محرومه پاتې شي، دى وايي د موږ او اورېدونكيو پروګرام يوازې د ليكونو لپاره دى او مركې بايد په كې خپرې نه شي.

- د صوبه سرحد په مانسهره كې د اچړيان له كلب څخه د خراسان كلب يو شمېر غړيو بېل بېل ليكونه را استولي دي، دغه اورېدونكي هر يو د ننګرهار ولايت اوسېونكى راز محمد وفا، داد محمد وفا، اصيل محمد صديق، فضل واحد واحدي، آصف علي خان، طار قالله همدرد، عبد المالك تقوا، شمايله سلطان، ګل احمد تقوا، اويس امين پاكستانى، لطيف الله وفا، عبد الصبور صابري، عبيد الله صديق، نياز علي خان، عبد المنان حيدري، نقيب الله شوګير او دغه راز د خراسان كلب مشر نثار احمد احمدي له خوا هم يو ليك را رسېدلى، دوى ټولو د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې ته خپل سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كړې دي، د زه او سي آر آى په مسابقه كې يې د دوهمې جايزې په ګټلو سره د نثار احمد احمدي په برياليتوب خوښي څرګنده كړې ده.

درنو اورېدونكيو اوس د پروګرام وروستۍ شېبې دي او د سندرې وخت رارسېدلى، نو د راځئ چې نن د رحيم شاه په غږ دغه سندره واورو.

(راځه په خپله لاسه مې دفن كړه بيا به لاړه شې) درنو اورېدونكيو د رحيم شاه خوندوره سندره مو واورېده په همدې سره د موږ او اورېدنكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم اورېدلى شئ. د پښتو وېبپاڼه ده: http://www.cri.cn

او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.