د سين هوااژانس د خبر له مخې : د افغانستان د حکومت يو چارواکي د روانې مياشتی په ٢٢مه نيټه وويل په همدې ورځ سهار د دغه هيواد د اروزګان ولايت په مرکز تيرين کوت کې پر يوه لاره يو بمی بريد وشو چې د پوليسو يو موټر ويجاړ او پنځه افغان پوليس ووژل شول .
طالبانو د دغې چاودنی پړه پر غاړه واخيسته او ادعا يې وکړه چې په بريد کې لس پوليس وژل شوي دي .
دغه بمی چاودنه دوهم بريد دی چې په افغانستان کې په همدې ورځ پيښېږي . په همدې ورځ سهار په کابل کې د دغه هيواد د پارلمان د يو غړي په وړاندی د يو ځان مرګی بريد له امله اته تنه ټپيان شول او يو تن ملکی کس ووژل شو .