<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-28 19:39:07    
د شوي قوم کلي ته لنډه کتنه

cri

ګرانو اوريدونکو د پروګرام په ننني کړۍ کې به تاسو ته يو مضمون وړاندې کړو چې سرليک يې دی د شوي قوم کلي ته لنډه کتنه

لږه موده مخکې زمونږ خبريال د چين په جنوب لويديځ د ګوي جو ولايت په جنوب کې د شوي ګه په نامه يوه کلي ته ورغی چې د شوي قوم خلک پکې اوسيږي ، دلته ژيړې شولې ، شنې ونې او يو کوچنی نهرليدل کيږي ، نوموړي ځای له حيات څخه ډک ښکاري ٠ ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ اواز ١ ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠

د شوي ګه کلي د دروازې په مخ کې خبريال وليدل چې يوه ډله نجوني او هلکان چې قومي کالي يې اغوستې دي په ﻻسونو کې د خوږو شرابو څخه د ډکوجامونو په پورته کولو او د په زړه پوري سندرو په ويلو سره د ميلمنو هرکلي کوي ، کله چې ميلمانه د کلي دروازې ته ورسيدل هرتن يې درې جامونه شراب وځښل ، له دې وروسته خبريال کلي ته ننووت ، د دغه کلي ﻻرښوونکې نجلی جانګ شاو فانګ خبريال ته وويل د شوي ګه په کلي کې خلک ساده رنګ خوښوي ، د دوي دکورونو بامونه په تورو کاشيو پوښل شوې دي حتی د نجونو کالي هم له تورو ټوکرو څخه ګنډل کيږي ، نجلۍ جانګ شاوفانګ وويل د دغه کلي خلک نر يا ښځه ، ماشوم يا سپين ږيری ټول تورې جامې اغوندي چې په دې اړه يوه کيسه هم خپره ده، ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ اواز ٢ ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠

نجلۍ جانګ شاوفانګ وويل پخوا تقريبأ په ١٨٥٥ ميلادي کال کې د شوي قوم يو مشرو چې پان شين جيان نوميده ، د امپراطور د ظلم او ځپنې سره د مخالفت لپاره

د ده په مشرۍ د شوي قوم خلکوپاڅون وکړ، دغه مبارزه پنځلس کاله دوام درلود ، په پاې کې هغه د امپراطور د پوځ له خواونيول او ووژل شو٠ نو د شوي قوم د اتل د يادونې لپاره له هغه وخته راپه دې خوا د شوي قوم ټول خلک تورې جامې اغوندي٠ د شوي قوم يو ډېر لرغونی قوم دی ، وايي چې ﻻ د ١٦٠٠ ميلادي کال په وړاندې د دغه قوم ابتدايي قبيله او توری رامنځته شول ،خلک د غه توري ته د شوي قوم کتاب وايي ، ځايي چارواکي ياو بينګ لې چې د شوي قوم غړی هم دی زمونږ خبريال ته وويل ========= اواز ٣ ========== د شوي قوم په کتاب کې زمونږ د قوم تاريخ ليکل شوی دی چې فلسفه ، جغرافيه ، تاريخ ، قوم پيژندنه او داسي نور محتويات پکې شامل دي ٠

د شوي ګه نومي کلی له هغو کليو څخه شميرل کيږي چې د دغه قوم بشپړ دودونه او رسم رواجونه پکې ښه ساتل شوي دي ، د هرکال په جولای کې د دغه کلي ټول خلک د شاوخوا کليو د شوي قوم د خلکو سره په يوه غره کې د شوي قوم د ماو په نامه ستر اختر لمانځي٠ دغه اختر په حقيقت کې د شوي قوم د هلکانو او نجونو ترمنځ د مينې او عشق ښودلو اختر دی ، د اختر په ورځو کې هلکان او نجوني په غره کې له عشق څخه ډکې سندرې وايي،نجلۍ جانګ شاو فانګ زياته کړه چې که يو له بل سره مينه پيداوکړي نو دوي کولای شي چې په دقت سره يو له بل سره خبرې وکړي

که احساسات يې ژور شوی وي نو دوي بيا د شوي قوم د ډبرين رب النوع ځانګړي ځای ته ځي او ورڅخه خپله نيکمرغي غواړي ٠د عشق او مينې لپاره وفاداري ساتل د شوي قوم د خلکو يوه ځانګړتيا ده ، د ماو اختر د لمانځنې مهمه موخه د رښتينې مينې او عشق هڅول دی ، نو ويل کيږي چې دغه اختر د مينې او عشق د پيداکولو

اختر دی ٠

د شوي ګه کلي ځانګړي کلتور د چين د بيلابيلو ځايونو سيلانيان راجلبوي ، د کلي خلک هم له دغه ځانګړتيا څخه په ګټه اخيستلو سره د دوديزې سيلانۍ په چارو پيل وکړ ، يوازې په يو کال کې د دغه کلي خلکو د شوي قوم يو کلتوري نندارتون جوړکړ، برسيره پردې کليوالو يوه هنري ډله هم جوړه کړه او له کارونو څخه په فارغ وخت کې ځانګړي هنري نندارې ښيي ، د دغه کلي د مشر مرستيال ښاغلي پان جي يې زمونږ خبريال ته وويل ===== اواز٦ ====== د قومي دوديزې سيلانۍ چارو د پرمختګ لپاره زمونږ موخه دا ده چې ﻻزيات خلک زمونږ د قوم په اړه معلومات ترلاسه کړي او زمونږ د خلکوله هوښياري او زحمتونو سره اشناشي ٠

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځاي پاي ته ورسيد ، نيکمرغه او خوشاله اوسئ ٠