<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-30 20:17:56    
مونږ او اوريدونکي

cri

عمران – درنو اورېدونكيو نېكې هيلې او سلامونه، نېكمرغه لوى اختر مو مبارك شه، له هر څه وړاندې هيله لرم لوى اختر پر تاسې ټولو په خوشالۍ را دبره شوى وي او په دغو مباركو شپو ورځو كې خپل ژوند ته له بشپړې روغتيا، خوشالۍ او نېكمرغۍ سره دوام وركوئ. د موږ او اورېدونكي پروګرام ته مو زه امان الله عمران هركلى كوم، كه څه هم اوس مهال د ژمي يخې او سړې شپې ورځې دي خو بيا به هم تاسې لوى اختر له خپلو كورنيو، خپل خپلوانو او ګاونډيانو سره په ګډه په خپلو سيمو كې لمانځلى وي، د توان څښتنانو به قرباني هم كړې وي، خو په هر حال هيله ده ماشومانو او لويانو په نويو جامو او د سيل او لوبو ځايونو ته په تللو اختر په خوشالۍ تېر كړى وي، كه څه هم د اختر او خوشالۍ ورځې دي خو دا چې د اورېدونكيو له خوا خورا زيات ليكونه را رسېدلي، نو د اورېدونكيو ليكونه به هم ولولو خو په پيل كې به د اختر په خوشالۍ دغه سندره واورو:

- د اختر خوشالۍ به روانې وي، خو اوس دغه لومړى ليك را اخلم چې له كابل څخه اورېدونكي سيد اعظم عزيزي بخارايي را استولى دى، لومړى يې د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې د موږ او اورېدونكي پروګرام او د خپرونې نورو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي دي. ده په خپل ليك كې د چين مسلمانانو ته بيا د كوچيني اختر مباركي ويلې چې له دې نه معلومېږي ليك يې خورا مخكې را استولى دى. نوموړي بيا زموږ له خوا وراستول شوي مطبوعاتي توكي يو ارزښتناك سوغات بللى او د ورسېدډاډ يې راكړى او بيا يې له موږ سره د خپلې دوستۍ د پايښت او دوام هيله او ارزو څرګنده كړې ده. اورېدونكي بخارايي زياته كړې: ستاسې نړيواله راډيو تل په شوق او مينه سره اورم او ډېر ګټور معلومات ترې ترلاسه كوم، موږ افغانان د خپل شمال ختيځ ګاونډي هېواد چين له دولت سره د نېكو اړيكيو ټينګښت غواړو، ځكه چې دغه دوستي د ده په وينا له كوم مقصد پرته ده، دى وايي: چين يوازينى هېواد دى چې د افغانستان له خلكو او دولت سره له كوم مقصد پرته مرسته او كومك كوي. ښاغلي بخارايي په خپل ليك كې زياته كړې: د چين خلك ډېر مهربان وګړي دي نو موږ، دى وايي، د چين خلكو او مشرتابه ته د درناوي او احترام په سترګه ګورو، نوموړي د خپل ليك په پاى كې تايوان د چين د ولسي جمهوريت نه بېلېدونكې برخه بللې او ليكلي يې دي: موږ افغانان د چين د ولسي جمهوريت بشپړ ملاتړ كوو. دغه راز د ښاغلي بخارايي له ليك سره يو ځاى د سيد احد عزيزي ليك هم را رسېدلى، ده هم له سلامونو وروسته د چين مسلمانانو ته د تېر كوچيني اختر مباركي ويلې او ليكلي يې دي: زموږ نړيواله راډيو تل اوري، او په پاى كې يې په پښتو هنداره كې د خپل ليك د خپرولو غوښتنه كړې ده.

- دغه بل ليك را اخلم چې د خراسان كلب غړي راز محمد وفا را استولى دى، له سلامونو وروسته يې ليكلي دي: زه له هر څه مخكې ټولو كاركوونكيو او اورېدونكيو ته د سي آر آى راډيو د پنځه شپېتمې كليزې مباركي وايم، بيا وايي: په رښتيا سره هم چې سي آر آى راډيو په زړه پورې راډيو ده او ډېر ګټور معلومات خپروي، ستاسو له دغو خدمتونواو زيارونو موږ ټول اورېدونكي مننه كوو او په خپلو كارونو كې مو د لا زياتو برياليتوبونو هيلمن يوو. اورېدونكى راز محمد وفا په خپل ليك كې له هغو اورېدونكيو هم مننه كړې چې د ده په خبره زموږ ښكلي پروګرامونه په خپلو ليكونو نازوي او موږ ته يې را ډالۍ كوي. دى بيا زياتوي: له تاسو ټولو كاركوونكيو څخه مننه كوم چې پښتو ژبې ته دومره ښه خدمتونه تر سره كوئ، ستاسې ټول پروګرامونه د ستاينې وړ دي او زه يې په ډېره مينه اورم. نوموړي د خپل ليك په پاى كې د پښتو خپرونې په وخت كې د بدلون يادونه كړې، خو موږ ده ته ډاډ وركوو چې د پښتو خپرونې په وخت كې كوم بدلون نه دى راغلى، دى او نور ټول اورېدونكي كولى شي چې زموږ خپرونې د پاكستان په وخت ماښام په اتو بجو تر اته نيمو او بيا له اته نيمو تر نهو او دغه راز د سهار له اوو نه تر اوو نيمو بجو يې تكراري بڼه واوري.

- د خوست ولايت د علي شېرو ولسوالۍ د جونو غونډۍ د صبريو كلي له يوراج كلب څخه د محمد شفيق مقاليديار له خوا دوه ليكونه رارسېدلي دي، له سلامونو وروسته يې زموږ د پروګرامونو ستاينه او موږ ته يې د برياليتوب دعاګانې كړې دي، بيا يې د يوې ستونزې يادونه كړې او ليكلي يې دي: محترمو ما د افغانستان په ډاګ يا پوسته يو څو ليكونه در ولېږل چې تاسې ته در رسېدلي وو او مايې ځواب واورېد، خو بيا وايي: يو څو ليكونه بېرته راوګرځېدل، كله مې چې دى وايي د پوستې له يو كاركوونكي سره دغه خبره شريكه كړه هغه راته وويل چې چين له افغانستان سره د ليكونو په اړه څه قرداد نه لري. ښاغلى مقاليد يار بيا پوښتنه كوي چې آيا دغه خبره رښتيا ده؟ بله خبره دى وايي دا ده تاسې چې هر څه را ولېږئ ماته رارسېږي خو زما له خوا نه در رسېږي او بېرته راستنېږي. موږ دلته ښاغلي مقاليد يار ته يادونه كوو چې د سي آر آى د ليكونو پاكټونه په نړيواله كچه وړيا لېږل كېږي، او اورېدونكي د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په وړيا توګه په دغو پاكټونو كې ليكونه را استوي چې افغانستان هم په كې شامل دى، ستاسې ليكونه موږ ته رارسېږي هيله ده په راتلونكي كې هم زموږ خپرونه او بېلا بېل پروګرامونه په خپلو ليكونو اووړانديزونو نور هم ښايسته كړئ.

- له همدغه ځاى يعنى د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د جونو غونډۍ له يوراج كلب څخه د اصيل الرحمن عرفان له خوا هم دوه ليكونه را رسېدلي او د سي آر آى راډيو پښتو څانګې ټولو كاركوونكيو ته يې له ګېډۍ ګېډۍ سلامونو او نېكو هيلو وروسته ليكلي: ستاسو له خوا خپرنيز مواد او يو ليك راورسېدل، ستاسو څخه ډېره ډېره مننه كوم، موږ به هم له تاسو سره خپل قلمي اړيكي ساتو، ښاغلي عرفان بيا له سپوږمۍ څخه د ليك په ور استولو مننه كړې او د نورو ليكونو هيله يې كړې ده. ده ويلي: زه ستاسې پروګرامونه ډېر په شوق سره اورم، پروګرامونه مو ډېر په زړه پورې دي. نوموړي دوه شعرونه هم را استولي چې د پروګرام وخت د كموالي له امله يې نه شو لوستلى.

درنو اورېدونكيو د اختر نېكمرغه او بختورې ورځې دي، په بيت الله حرام كې به حاجيان د خپل حج مراسم پاى ته رسوي، له چين څخه هم په زرګونو حاجيان د حج فريضې د ادا كولو لپاره په سعودي عربستان كې سپېڅلو ځايونو ته تللي دي، دوى به د افغانستان پاكستان او له ګردې نړۍ څخه د راغلو څه د پاسه دوه مليونو حاجيانو سره يو ځاى د حج فريضې له پاى ته رسولو ورسته بېرته خپل ټاټوبي ته راستنېږي، لوى خداى دې د وى ټولو حج او عبادت قبول كړي او بېرته خپلو كورونو ته روغ رمټ ورسوي او موږ ته د حج فريضې ادا كول را په برخه كړي. اوس نو د پروګرام وروستۍ شېبې دي، په پاى كې به يو ځل بيا له اورېدونكيو سره يو ځاى د اختر په خوشالۍ يوه بله سندره واورو.

(دسمال يې راووړ) درنو اورېدونكيو د صديق شباب په غږ مو خوندوره سندره واورېده، هيله ده د اختر ورځې په خوشالۍ سره تېروئ، په همدې سره د موږ او اورېدنكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم لوستلى او اورېدلى شئ. د وېبپاڼې پته ده: pushtu.cri.cn او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.