<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-12-31 21:23:56    
د دوه زره شپږم کال په اوږدو کې د افغانستان او چين اړيکو ته يوه ځغلنده کتنه

cri

درنو اوريدنکو دادی دوه زره او شپږم کال پای ته ورسيد،او نوی ٢٠٠٧کال رارسيدلی،چې په لمړی سر کې د نوي کال د رارسيدو او همدا شان د لوی اختر مبارکي درته وايم،دوه زره شپږم کال که د نړۍ په زياتره برخو کې له يو لړ پيښو ډک کال وو ، تر څنګ يې په يو شمير برخو کې د ليدو وړ پرمختګونو او برياليتوبونوشاهد هم وو،موږ به پدې برخه کې يواځې د افغانستان او چين پر اړيکو يوه ځغلنده کتنه وکړو،که څه هم په دغه کال کې د افغانستان په ځينو برخو کې جنګ جګړې او تاوتريخوالي تر يو حده زيات شوي وو،خو بيا د نړيوالو اړيکو په ټينګولو او پراختيا کې يې د پام وړ برياليتوبونه ترلاسه کړي، په تيره بيا له خپل ګاونډي هيواد چين سره يې اړيکې لا تودې شويدي،په چين کې د افغانستان لوي سفير ښاغلی اکليل احمد حکيمي وايي دوه زره شپږم کال د افغانستان او چين تر منځ د اړيکو د ټينګيدو را په ديخوا د پام وړ يو کال وو،دی وايي:

غږ

د شاوخوا پنځوس کلونو راهيسې چې د چين او افغانستان تر منځ ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې شويدي،دوه زره او شپږم کال د دواړو خواوو ترمنځ د دوستۍ په تاريخ کې تر ټولو د پام وړ يو کال وو،

په دوه زره شپږم کال کې د نورو مهمو اړيکو د ټينګيدو تر څنګ د افغانستان جمهور رييس هم په جلا جلا توګه چين دوه سفرونه درلودل چې لمړې يې د شانګهاي د همکارۍ تړون د غړو هيوادونو په غونډه کې کې ګډون وو او تر هغه وروسته يې بيا بيجينګ او همدا شان د ارومچي له ښارونو څخه هم ليدنې وکړې،ښاغلي حکيمي دې ټکي ته داسې اشاره وکړه،

غږ

پدې کال کې د اړيکيو له مهموټکو څخه يو هم چين ته د چين د ولسي جمهوريت د ولسمشر جلالتماب هوجين تاو په بلنه د ښاغلي حامد کرزي سفر وو،چې د تير کال د جون په نيمايي کې له يو لوړ پوړي پلاوي سره دلته چين ته راغلي وو،چې د چيني رسمي چارواکو سره د ليدنو کتنو او خبرو اترو سربيره يې د بيجينګ پوهنتون ته سفر درلود ، او له ګڼو خبري رسنيو سره يې مرکې درلودې،

د رپوټونو له مخې چين ته د ښاغلي حامد کرزي د سفر پر مهال ددواړو خواوو تر منځ په ځينو برخو کې يو شمير موافقه ليکونه هم لاسليک شول چې دواړو خواوو ته د زيات ارزښت لرونکي دي،په دې اړه په چين کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت لوي سفير داسې معلومات راکړل:

غږ

د جلالتماب جمهور رييس د سفر په بهير کې موږ شاوخوا ديارلس موافقه ليکونه ،د تفاهم يا دښت پاڼه او يوه مهمه معاهده چې دواړو هيوادونو ته د ډير ارزښت وړ ده لاسليک کړه، دغه تړون يا معاهده د ښه ګاونډيتوب،دوستۍ،او همکارۍ،په برخه کې وه چې په حقيقت کې په ټولو برخو کې د همکارۍ يو پراخ تړون دی،دغه راز پدې تړون کې په بيلابيلو برخو کې د دوه اړخيزو اړيکو ټينګول هم ثبت شويدي،

په دوه زره شپږم کال کې د ښاغلي حامد کرزي پر سفر سربيره چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د ډير ارزښت وړ او مهم بلل کيږي ګڼ شمير نورو لوړپويو افغان پلاويو هم چين ته سفرونه درلودل چې په بيلابيلو برخو کې يې له چيني خوا سره خبرې اترې او په اړوندو برخو کې همکارۍ ټينګې کړي دي،ښاغلی حکيمي وايي پدې کال کي تر هر بل وخت څخه زيات لوړپوړي افغان پلاويو چين ته سفرونه درلودل او همدا شان چيني خوا هم ورته عمل تر سره کړی دی:

غږ

د دوه زره شپږم کال په اوږدو کې تر لسو څخه زياتو لوړ پوړيو افغان پلاويو چين ته سفرونه درلودل،د افغان لوړپوړيو پلاويو سربيره ،چيني پلاويو هم افغانستان ته سفرونه درلودل،پدې کال کې چين ته د راغليو افغان محصلينو شمير دنورو کلونو په پرتله زيات شويدی،همدا شان په فرهنګي برخه کې ګڼ شمير پلاوي،چې مطبوعاتي کارکوونکيو او د ژورنالستانو په ګډون وو له افغانستان څخه چين ته او همدا شان له چين څخه يې افغانستان ته سفرونه درلودل،چې دا هر څه په خپل وار د دواړو هيوادونو د حکومتونو او ولسونو تر منځ د دوستۍ په ټينګولو کې ځانګړی ارزښت لري،

د ښاغلي اکليل احمد حکيمي په أند د دوه زره شپږم کال په بهير کې زياتو اړيکو ټينګولو د يوې ښې راتلونکې لپاره لار هواره کړيده دی زياتوي:

غږ

موږ د ٢٠٠٦ کال په اوږدو کې يو لړ موافقو ته لارسی وموند چې د هغو له مخې ويلاي شو چې د راتلونکو ښو او دوستانه اړيکيو لپاره مو يو ډير ښه او مظبوط بنسټ ايښی دی، چې هغه په بيلابيلو برخو لکه سياسي ،اقتصادي،ټولنيزو، فرهنګي او أن په پوځي برخو کې دي.

اوس مهال چين په زياتره نړيوالو مسلو کې د مهم رول درلودونکي هيواد ګڼل کيږي او په څرګنده توګه يې په نړيوالو مسلو کې ګډون کړی او تل هڅه کوي چې د سيمه ايزې او نړيوالې سولې او ثبات لپاره مثبت ګامونه اوچت کړي ،پدې وروستيو کې د افغانستان او چين تر منځ هم د دواړو هيوادونو او همدا شان د نړيوالو مسلو په هکله يو تړون لاسليک شوی پدې اړه يو ځل بيا په چين کې د افغانستان لوي سفير:

غږ

د دې کال په بهير کې د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تر منځ يو تړون لاسليک شو،چې د هغه پر بنسټ د دواړو بهرنيو وزارتونو تر منځ د اړوندو هيوادونو ،سيمه ايزو او نړيوالو موضوعاتو په هکله د سلامشورو يو بنسټ کيښودل شو،چې دا زموږ د اړيکو په لا ټينګولو کې مهم رول لري،

د نورو ګڼو اړيکو تر څنګ پدې وروستيو کې د چين او افغانستان تر منځ په پوځي برخه کې هم پرمختګونه رامنځ ته شوي دي ،پدې ترڅ کې چين د افغانستان د دفاع له وزارت سره د يو شمير پوځي توکيو تر څنګ د ګڼ شمير ليږدونکو وسيلو مرسته هم کړې ده،دغه رازڅو مياشتې مخکې د افغانستان د ملي دفاع وزير ښاغلي عبدالرحيم وردګ هم چين ته رسمي سفر درلود چې د چيني چارواکو له خوا يې تود هرکلی وشو،د ښاغلي اکليل احمد حکيمي په أند که څه هم د افغانستان د ملي دفاع وزير د ښاغلي کرزي سره په ګډ پلاوي کې ګډون درلود خو نوموړی د افغانستان لمړنی د دفاع وزير دی چې په رسمي توګه يې له چين څخه ليدنه وکړه :

غږ

د دواړو هيوادونو د ديپلوماتيکو اړيکو له ټينګيدو راهيسې دا د افغانستان لمړنی د دفاع وزير دی چې د چيني چارواکيو په رسمي بلنه دې هيواد ته راغلی،ښاغلي وردګ د خپل سفر په موده کې د چين ددفاع وزارت له چارواکيو سره د دوه اړخيزو همکاريو په هکله خبرې اترې وکړې،او پدې برخه کې زموږ له مخکنيو هيلو څخه زيات هرکلی وشو.او د لازياتو مرستو ژمنه راسره وشوې چې تر دې مهاله عملا پلي شوي هم دي،

په چين کې د افغانستان د لوي سفير وويل چې په دوه زره شپږم کال کې ددوی لاس ته راوړنې ډيرې زياتې او د پام وړ وې، نو دا چې په دوه زره او اووم کال کې د دواړو هيوادونو د اړيکو په هکله څه پلانونه لري پخپله له ده څخه به يې واوروو،

غږ

د هغو تړونونو پر بنسټ چې په دوه زره شپږم کال کې مو ترسره کړي زموږ اړيکې به په سودا ګريزه،اقتصادي،فرهنګي او سياسي برخو کې لا ژورې او ټينګې شي،

ښاغلي اکيل احمد حکيمي پدې اړوند داسې زياتوي:

غږ

موږ هيله لرو چې په دوه زره او اووم کال کې د چين د ولسي جمهوريت ځينې لوړپوړي چارواکي افغانستان ته سفرونه وکړي،دغه شان تمه لرو چې د چين دولت د ځينو کيلدي وزارتونو پلاوي هم زموږ هيواد ته سفرونه ولري،او د عمل په ډګر کې د شويو ژمنو پلي کول پيل شي،

درنو اوريدونکو تاسې پوهيږی چې د نوي ميلادي کال په پيل سره د لوي اختر مبارکې ورځې هم رارسيدلي، ښاغلي اکيل احمد حکيمي هم د خپلې مرکې په پاي کې د چين د نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې درنو اوريدونکو ته خپله مبارکي وويله:

غږ

زه نه يواځې د نوي زيږيز کال بلکې د لوي اختر په وياړ هم ستاسو د راډيو ټولو اوريدونکو او کارکوونکو ته مبارکي وايم.

د څيړونکو په أند دا مهال د افغانستان او چين تر منځ د ژورې دوستۍ بنسټ او اساس ايښودل شوی دی نو داسې تمې ډيرې دي چې د کړيو ژمنو عملي کول هم پيل شي چې دا به د دواړو هيوادونو او خلکو د دوستۍ په ټينګولو کې لا مؤثر او اغيزمن کار وي.

محترمو اوريدونکو دا وه په دوه زره شپږم کال کې د چين او افغانستان تر منځ اړيکو ته يوه لنډه او ځغلنده کتنه . هيله چې ستاسې د پام وړ ګرځيدلي وي .نو په تلو تلو کې به زه خوشحال تايب او زما همکار امان الله عمران هم د لوي اختر او همدا شان د نوي ميلادي کال د را رسيدو په وياړ تاسو ټولو ته د زړه له کومې مبارکي ووايو. ښاد او أباد اوسۍ.