<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-01 18:18:22    
مونږ او اوريدونکی

cri

قدرمنو اورېدونكيو السلام عليكم، نوى ميلادي كال مو نېكمرغه او مبارك شه! له هر څه وړاندې له لوى خداى نه دعا كوو او هيله لرو چې نوى ۲۰۰۷ ميلادي كال ستاسې ټولو لپاره د بشپړې روغتيا، برياليتوبونو او خوشاليو كال وي او دغه راز د ټولې نړۍ لپاره هم د پراخې سولې، سوكالۍ او سمسورتيا يو پيل وي. د دغه نوي ميلادي كال د راد بره كېدو په مناسبت د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونه تاسې درنو اورېدونكيو ته يو ځانګړۍ پروګرام وړاندې كوي چې د كوربنۍ دنده يې د سپوږمۍ او زما امان الله عمران پر غاړه ده. د پروګرام په ترڅ كې به د پښتو خپرونې ټول همكاران ستاسې سره د زړه خواله وكړي او د خپلو ځانګړيو پروګرامونو په اړه به وغږېږي. لومړۍ به يوه سندره واورو بيا به سپوږمۍ د اورېدونكيو د ليكونو په هكله خبرې وكړي:

سپوږمۍ:

امان الله: د تېر ۲۰۰۶ كال كې په ترڅ كې د سي آر آى راډيو پښتو خپرونې تاسې درنو اورېدونكيو ته درې نوي پروګرامونه پيل كړل چې بهرنيان په چين كې، شينجيانګ ته كتنه او د اورېدونكيو پوښتنو ته د ځوابونو پروګرامونه وو. هيله ده تاسې محترم اورېدونكي يې په ارزونه او څرنګوالي كې خپل نظرونه او وړانديزونه راسره شريك كړئ، بهرنيان په چين كې پروګرام وړاندې كولو دنده د تايب صاحب پر غاړه ده، او به دى د خپل پروګرام په اړه وغږېږي.

تايب صاحب:

سپوږمۍ: په ۲۰۰۶ كال د چين نړيوالې راډيو د پښتو وېبپاڼې له لارې هم ځانګړي مطالب، پروګرامونه او فعاليتونه وړاندې شول، چې د چين د ولسي كانګرېس او سياسي مشورتي كنفرانس په اړه معلوماتي مسابقه او سيالي، په بواو كې د اسيايي فورم په اړه د سپوږمۍ راپورونه، دقه راز تبصرې او بېلابېل معلوماتي مطالب او پردې سربېره له چين څخه د پښتو خپرونې د اورېدونكې حفيظ الله غښتلي يادښتونه يې لارې خپاره شول. د يادونې وړ خبره دا ده چې زموږ د پښتو وېبپاڼې د كتونكيو او لوستونكيو شمېر د پخوا په پرتله خورا ډېر زيات شوى دى، په دې اړه به د پښتو خپرونې همكاره هوسۍ معلومات وركړي:

هوسۍ:

امان الله: د ۲۰۰۶ په پاى ته رسېدو سره زما امان الله عمران هم په چين كې يو كال پوره شو، ستاسې درنو اورېدونكيو به په ياد وي چې ما د چين نړيالې راډيو له پښتو خپرونې سره د ۲۰۰۵ كال په پاى كى كار پيل كړ. وروسته بيا د ۲۰۰۶ كال په فبرورۍ كې خوشحال خان تائب هم د پښتو خپرونې د كارپوه او همكار په توګه راسره ملګرى شو. په تېر ۲۰۰۶ كال كې موږ د ټولو همكارانو په ملګرتيا او همكارۍ د پښتو خپرونې د لا ښه والي او بډاينې لپاره زيار ايستلى، چې له امله يې پر راډيو باندې په خپرونه او پروګرامونو كې پر څرګند ښه والي سربېره د پښتو په وېبپاڼه او هم د پښتو هېندارې په درې مياشتنۍ جريده كې ستر پرمختګ او مثبت بدلون راغلى دى. د تېر ۲۰۰۶ كالپه اوږدو كې ما د سپوږمۍ په ملتيا پر راډيو د موږ او اورېدونكي پروګرام وړاندې كولو دنده پر غاړه درلوده چې اوس هم دوام وركوم. په ۲۰۰۷ كال كې به د لوى خداى په ملتيا موږ ټول همكاران پر راډيو سربېره د وېبپاڼې او پښتو هېندارې په ګډون د پښتو خپرونې د لا ښه والي او په زړه پورې توب لپاره خپلو هڅو او كوششونو ته دوام وركړو، هيله ده تاسې قدرمن اورېدونكي يې هم د خپلو ليكونو او وړانديزونو له لارې په ګډون سره لا نوره ښايسته او ښكلې كړئ. اوس به بيا يوه سندره واورو:

درونو ازرېدونكيو د نوي ميلادي كال د را د بره كېدو په مناست دغه ځانګړى پروګرام په همدې ځاى پاى ته ورسېد، يو ځل بيا نوى كال ستاسې ټولو لپاره د آرامۍ، برياليتوب او خوشاليو يو ډك كال غواړو او هيله ده زموږ تر منځ اړيكي او تړاو نور هم پياوړى شي. خوشاله او نېكمرغه اوسئ.