درنو اورېدونكيو بيا مو هم نوى ميلادي كال مبارك شه، هيله ده تېر كال مو په خير تېر كړى وي او د نوي كال لپاره نوي پروګرامونه ولرئ او د ژوند په هر اړخ كې مو برياليتوب په برخه شي. د نوي كال په مناسبت مو د ځانګړي پروګرام لومړۍ برخه په تېره خپرونه كې واورېده، اوس به تاسې د دغه پروګرام دويمه برخه واورۍ چې په همدې مناسبت د يوې مېلمستيا په ترڅ كې چمتو شوې ده. د پښتو خپرونې نژدې ټول كاركوونكي د نوي ميلادي كال په مناسبت په يوه مېلمستيا كې ګډون وكړ چې د بېجېنګ ښار په پامير رستورانت كې ورته بلنه شوې وه، پامير رستورانت د بېجېنګ ښار په مركزي برخه كې پروت او د چين د شينجيانګ د اويغوري قوم اسلامي رستورانت دى. د مېلمستا په ترڅ كې د پښتو خپرونې كاركوونكي له تاسو سره د زړه خواله كړي چې په ګډه به يې واورو.
تاسو په بشپړه توګه دلته دغه خپرونه اوريدلي شي .