<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-04 19:08:41    
په چين کې د غه لون څون قوم په اړه معلومات

cri
- د غه لونګ څون قوم د چين د ملي لږکيو له ٥٥ قومونو څخه دی چې دچين په شمال ختيځ کې اوسيږي ، شمير يې له لسو زرو تنو کم دی او زياتره يې ښکاريان دي، پخوا دوي په ځنګلونو کې د حيواناتو ښکارکاوه ، خو اوس له ځنګلونو څخه وتلي او د ښکار ژوند يې هم پري ايښی دی ، زمونږ خبريال د غه لون څون قوم د خلکو د ژدندپه اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د دوي يوه کلي ته ورغلی و ====== اواز٢ ========

د چين د داخلي مغولستان د خپلواکې سيمې په شمال ختيځ کې د غه لون څون قوم يو کلی پروت دی چې شاوخوا يې غرونه دي او درې سيندونه ورڅخه تيريږي ،زمونږ خبريال د دغه کلي د يوه کليوال خه شنګ لو کور ته ورغی، نوموړي پخوا د دغه کلي يو ډېر وتلی ښکاري و ، خو تر هغه وروسته چې په ١٩٩٦ کال کې حکومت د ايکولوجيکي چاپيريال د ساتنې په اړه تګلاره غوره کړه ښاغلي خه شنګ لو خپل ښکاري توپک پري ايښی او تر اوسه پوري يې د لسو کلونو لپاره ښکاري توپک نه دی نيولی ، کله يې چې د پخواني ښکار ژوند رايادنه کوله ، زمونږ خبريال ته يې وويل ==== اواز ٣ ===== پخوا مونږ د ښکار لپاره يو ځای بل ځای ګرځيدو او استوګنځيونه مو د غرونو، ځنګلونو او سيندونو په شاوخواکي وو، څه باندې پنځوس کاله مخکې د غه لون څون قوم خلکو په يوه ابتدايي ټولنه کې ژوند کاوه او د نورو ځايونو سره يې څه اړيکې نه درلودې ، دغه راز دوي په کيږديو کې اوسيدل او تل به د ښکار لپاره دې خوا هغه خوا ته کوچيدل ، غرونه د غه لون څون قومي خلکو ټاټوبی و، دوي غرونو ته د رب النوع په توګه د احترام په سترګه ګوري ، ښاغلي خه شنګ لو زمونږ خبريال ته وويل === اواز٤ ===== د حيواناتو د ښکار مخکې زه غرني رْب النوع ته دعاکوم چې ما ته ډېره نيکمرغي را ورسوي ، ښايې چې د غرني رب النوع د ساتنې له امله د غه لون څنګ هر سړی ښه ښکاري وي ،ښاغلي خه شنګ لو په ١٦ کلنۍ کې په ښکار پيل کړی و او په خپل لومړي ښکار کې يې د يوه ايږ ښکارکړ، دا د يوه ښکاري لپاره د وياړ وړ کار و ، نه يوازي خه شنګ لو په دې سره ډېر خوشاله شو بلکې دا د ټول کلي د خلکو په نسبت د خوښۍ وړ کار و ، د همدغه ورځې په شپه د کلي خلک سره راغونډشول او د خه شنګ لو د برياليتوب د مبارکۍ لپاره يې يوه ميلمستيا ترسره کړه ،

- په هغه موده کې د غه لون څون خلکو يو داسي دود درلود چې که چا به په غره کې دکوم حيوان ښکاروکړ نو د کلي ټولو خلکو به ورسره يو ځای دغه حيوان وخواړه

- د نوي چين له جوړيدو راهيسي د غه لون څون خلک ګام په ګام عصري ټولنې ته داخل شوي او د طب ، پوهنې ، استوګنځيو او ترانسپورت په برخوکې يې اسانتياوي ترلاسه کړې دي ، د حکومت په مرسته دوي له غرونو څخه وتلي او په نوي ژوند يې پيل کړی دی

- اوس د ښاغلي خه شينګ لو کور د يوه غره په لمن کې پروت دی چې د حکومت لخوا په وړيا جوړشوی دی ، مشرې لور يې واده کړی او کشره لور او زوي يې په يوه منځني ښوونځي کې درس لولي ، ټول زده کوونکي په وړيا په دغه ښوونځي کې زده کړه کوي ، د خه شنګ لو دوهمه لور خه شيوي د پلار او مور وياړ دی ، هغې وويل ===== اواز ٨ ====== زه هېله لرم چې د بيجينګ په قومي پوهنتون کې زده کړه وکړم چې د غه لون څون قوم په اړه يولړ معلومات ترلاسه کړم او په راتلونکي کې به له خپل ټاټوبي څخه د لوي ښار په شان ښکلي او سمسوره سيمه جوړه کړم، نجلۍ خه شيوي د موسيقي سره مينه لري ، که څه هم د غه لون څون قوم ځوانان له غرونو څخه ليرې شوي خو دوي د غرونو په هکله ژور احساسات هم لري ، نجلۍ خه شيوي زمونږ خبريال ته وويل کله چې زه پر کوم کار خوابدي کيږم نو غره ته ځم او په غره کې په لوړ اواز چيغې وهم چې له دې لارې خپله خوابدي له منځه يوسم ، زه د غرونو په هکله يو ډول ګران احساسات لرم ، زما په غره کې زيږيدلی او لوي شوی دی ،

- که څه هم اوس دوي له غرونو څخه ليرې شوي خو غرونه او د غه لون څون قوم خلک يو له بل څخه نشي بيليدای ، د لوړو غرونو لړۍ به تل د غه لون څون د خلکو د زړونو په تل کې پاتي شي ،

- ګرانو اوريدونکو تاسو همدا اوس د چين د غه لون څون قوم د عادي خلکو د ژوند په اړه يو مضمون واوريد ،زمونږ ننني پروګرام په همدې ځايه پاي ته ورسيد ، خوشاله او نيکمرغه اوسۍ ٠