<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-06 16:38:12    
مونږ او اوريدونکي

cri

عمران – درنو اورېدونكيو نېكې هيلې او سلامونه، هيله ده روغ، خوشاله او نېكمرغه وئ. زه امان الله عمران مو د موږ او اورېدونكي پروګرام ته هركلى كوم. د اورېدونكيو له خوا خورا زيات ليكونه را رسېدلي، نو زه به هم بې له ځنډه سمدلاسه پروګرام پيل كړم.

- دغه لومړى ليك را اخلم چې د مانسهرې په حاجي آباد كې د افغان كډوالو له اچړيان كمپ څخه د اورېدونكي نثار احمد احمدي له خوا را رسېدلى، دى ليكي: زه د سي آر آى راډيو محترمو كاركوونكيو ته په دغه يخ ژمي كې تاوده تاوده سلامونه او احترامونه وړاندې كوم، بيا زياتوي: ګرانو عزيزانو زه ستاسو ټول پروګرامونه په ډېره مينه سره اورم او ډېره علاقه ورسره لرم، زه له تاسو څخه ډېره زياته مننه كوم چې دومره زيار وباسئ او اورېدونكيو ته په زړه پورې پروګرامونه او ګټور معلومات وړاندې كوئ له همدې امله دى وايي زه ستاسې له پروګرامونو سره ډېره زياته مينه لرم. اورېدونكى نثار احمد احمدي وايي: زه اورېدونكيو ته يو پيغام لرم او هغه دا چې د سي آر آى راډيو يوه ډېره په زړه پورې راډيو ده او له نورو راډيوګانو سره ډېر زيات توپير لري نو بايد موږ يې دى وايي په ليكونو، شعرونو او ښو ښو ليكنو په ور ډالى كولو سره ونازوو. دى زياتوي: لس كاله كېږي چې ستاسو پروګرامونه اورم، په 1996 كال كې مې ستاسې د پروګرامونو اورېدل او په 2004 كې مې د ليوكونو لړۍ پيل كړې ده، دى بيا د سي آر اى د پنځه شپېتمې كليزې په مراسمو كې د ګډون ارمان كوي، خو بيا وايي: خير دى بيا هم زه له تاسې څخه ډېر زيات منندوى يم چې د پښتو ژبې لپاره دومره ښۀ خدمتونه تر سره كوئ. ښاغلي احمدي بيا سي آر آى د نېكمرغۍ يوه سرچينه او د اورېدونكيو تر منځ يو پول بللى دى. نوموړي د خپل ليك په پاى كې د سي آر آى د شهادتپاڼې د ترلاسه كولو ډاډ راكړى او هم د يوې مجلې او د پروګرامونو د مهالوېش ورلېږلو غوښتنه كړې ده.

- د پاكستان له هريپور څخه سيدرحمان بهير يو برېښنا ليك را استولى او له سلام وروسته يې ليكلي: تاسو زما ليك خپور كړ خو پوره نه، بيا وايي: زه د چين نړيوالې راډيو له همكارانو څڅه ډېر خپه يم، ځكه چې، دى وايي، تاسو زما په اړه بد ګوماني لرئ، زه پوه شوم، زما د كلب غړي ټول ماشومان دي، او له درېيم څخه تر شپږم ټولګي پورې زده كړه كوي، دوى حتى د ليك په ليكلو هم سم نه پوهېږي، خو زه، دى زياتوي، كوشش كوم چې همدوى په راتلونكي كې ستاسې اورېدونكي شي، دوى راډيو هم نه لري كه يې لري نو دومره نه پوهېږي چې څنګه ستاسې خپرونه واوري، ښاغلى بهير د خپل برېښناليك په پاى كې وايي: زما د كلب مشران غړي په امريكا او بريتانيا كې دي، خو زه هيله لرم چې خپل كلب ته پرمختګ وركړم.

محترم اورېدونكى سيد رحمان بهير، ستاسې ليكونه چې كله را رسېږي نو موږ يې هم خپروو، ستا د زده كوونكيو ليكونه مو هم ترلاسه كړل، د هغوى نومونه مو هم په پرورګرام كې خپاره كړل، خو هيله ده ستا او نورو اورېدونكيو دې ته پام وي چې موږ يوازې هغه ليكونو په بشپړه توګه خپرولى شو چې د خپرېدو وړ څه په كې ليكل شوي وي او تكراري خبرې نه وي، خو كه د وخت د لنډون او يا د ليك د تكراري بڼې له امله په پروګرام كې ليك بشپړ خپور نه شي بيا هم زه د ټولو هغو اورېدونكيو نومونه اخلم چې ليكونه يې رارسېدلي وي. دلته يو ځل بيا يادونه كوم چې د ډېر شمېر اورېدونكيو په تېره بيا د يو كلب د غړيو له خوا يو شان او ډېر سره ورته ليكونه را رسېږي او هم ډېر څه په كې نه وي ليكل شوي، تر ډېره داسې ښكارېږي لكه د يو كس له خوا چې ليكل شوي وي، زه د چين د نړيوالې راډيو له مينه والو اورېدونكيو څخه هيله كوم چې زموږ د خپرونې، بېلابېلو پروګرامونو او هم د خپل ژوند او يا د سي آر آى راډيو د اورېدو د بڼې په اړه له موږ سره خپل نظرونه شريك او هم خپل وړانديزونه راواستوي، پر دې سربېره له تاسې درنو اورېدونكيو دا هيله هم كوم چې د موږ او اورېدونكي پروګرام لپاره د سندرو په خوښولو كې برخه واخلئ او غوښتنه وكړئ چې ستاسې په خوښه سندرې درته خپرې كړو.

- يو بل برېښنا ليك لولم چې اورېدونكي زرغون افغان د افغانستان له خوست څخه را استولى دي، له سلامونو او نېكو هيلو ورسته يې ليكلي: ډېر خوښ يوو چې له چين څخه د پښتو خپرونه اورو، خو زموږ څه وړانديزونه دي كه كېدى شي غور پرې وكړئ، دى بيا په وړانديزونو كې ليكي:

لومړى دا چې تاسې زموږ په افغانستان كې پوسټ بكس شمېره نه لرئ، كه څه هم، دى وايي، په افغانستان په تېره بيا په خوست ولايت كې ډېر خلك ستاسې راډيو اوري او خوښوي يې، دويم دا چې تاسې كله هم په افغانستان كې د خوست په ولايت يا نورو ځايونو كې د چينايي ژبې د زده كړې پروګرامونه نه دي جوړ كړي، درېيم دا چې كه موږ خپلې كيسې يا داستانونه، دى وايي، در ولېږو تاسې يې راته خپروئ كه نه؟

درنه اورېدونكيه ښاغلى زرغون، ستاسې له ليك او وړانديزونو ډېره مننه، سي آر آى راډيو لا تر اوسه په افغانستان كې پوست بكس نه دى پرانيستى، په دې اړه وړانديز شوئ او غور پرې روان دى، ستاسې د بل وړانديز په اړه به ووايو چې كه تاسې غواړئ چينايي ژبه زده كړئ، نو كولى شئ چې پر راډيو او انټرنېټ پاڼه د چيني ژبې لوست پروګرامونه واورئ او ويې لولئ، او ستاسې د وروستي وړانديز يا پوښتنې په اړه به ووايو چې موږ د ټولو اورېدونكيو په زړه پورې ليكنې خپروو، يوازې په دې شرط چې د خپرونې وړ وي.

- دغه بل ليك را اخلم چې په مانسهره كې له اچړيان كمپ څخه طارق الله همدرد را استولى دى، له سلامونو وروسته يې د سي آر آى راډيو پنځه شپېتمې كليزې په مناسبت مباركي ويلي او بيا يې ليكلي دي: د سي آر آى راډيو ټول پروګرامونه په زړه پورې دي او زه ورسره ډېره مينه اوعلاقه لرم او تل يې په ډېر شوق سره اورم. دغه اورېدونكى زياتوي څرنګه چې تاسې به د سي آر آى راډيو پنځه شپېتمه كليزه په چين كې لمانځئ، موږ به، دى وايي، دغه خوشالي د اچړيان په كمپ كې څرګنده كړو.

- د اورېدونكي طارق الله همدرد تر څنګ له همدغه ځاى مانسهرې له اچړيان كمپ څخه د يو شمېر نورو اورېدونكيو لكه ګل احمد تقوى، داد محمد وفا، عبيد الله صديق، خان محمد سيند، سردار خان باريكي، نياز علي خان، عبد المنان حيدري او دغه راز د اصيل محمد صديق له خوا هم ليكونه را رسېدلي، د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته يې سلامونه او هم د سي آر آى راډيو د پنځه شپېتمې كليزې په مناسبت مباركي ويلې ده.

اوس نو بيا دسندرې وخت رارسېدلى، نو راځئ چې د نازيه اقبال په غږ دغه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د نازيه اقبال سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدنكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم لوستلى او اورېدلى شئ. د وېبپاڼې پته ده: http://www.cri.cn او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.