<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-11 19:17:38    
پوهنې او ښوونې ته د ستر اهميت ورکولو له امله د تاتار قوم ژبني کلتور پراختيا موندلې ده

cri

د چين د شينجيانګ د ويغوري قوم په خپلواکه سيمه کې د زياتو قومونو خلک اوسيږي چي د تاتار قوم پکې د لږ شمير نفوس لرونکی قوم دی او د چين په ٥٥ قومونو کې يو کوچنی قوم هم دی ، د دغه قوم شمير يې يوازې شپږ زرو تنو ته رسيږي ، که څه هم د دغه قوم د خلکو شمير کم دی خو د دوي ژبني کلتور د خپل قوم ځانګړتيا ساتلې ده او په دوي کې بي سواده يا نا لوستي کسان نشته ، دا د تاتار قوم لخوا پوهنې ته په تيره بيا د کورني پوهنې ته په درنه سترګه کتلو له دود سره تړاو لري ، د شينجيانګ د ويغوري قوم د خپلواکې سيمې په يي نينګ ښار کې زمونږ خبريال د تاتار قوم له يوه سپين ږيري اليار سره چې ټول عمر يې د ښوونې په چارو کې تيرکړی مرکه وکړه ======= اواز ١ ====================

دوه اويا کلن سپين ږيری اليار اوکورنۍ يې د يي نينګ ښار په شمال کې اوسيږي ، ده په خپل کور کې د تاتار د کورني پوهنې د يادونې په ترڅ کې وويل ====== اواز ٢ ===== که څه هم اوس يو داسي ځانګړی ښوونځی نشته چې پکې په تاتاري ژبه ښوونه کيږي ، خو د تاتار ژبني کلتور له پخوا څخه راپاتي شوي دی ، کورنۍ پوهنه د دغه ژبني کلتور د ساتنې يو ډېر مهم لامل دی ماشومان له کوچنيتوب څخه په کور کې تاتاري ژبه زده کوي ،دوي په تاتاري ژبه خبرې کولای

شي او ورباندې ښه پوهيږي ،

د سپين ږيري اليار په أند هر قوم په دې ښه پوهيږي چې ژبني کلتور د يوه قوم مهمه نښه ده او هرقوم بايد خپل ژبني کلتور ته پراختيا ورکړي ، د وياړ وړ ځای دی چې په سينجيانګ کې د تاتاري قوم ژبني کلتور خوندي ساتل شوی دی ، د تاتار قوم خلک په خپله ژبه خبرې کوي ، هرې کورنۍ د ژبې د زده کړې لپاره ډېر ښه شرائط برابرکړي دي

د ايلي سيمې د تاتاري قوم کلتور د څيړنې ټولنې سرمنشي ښاغلي عزت الله عينيوار زمونږ خبريال ته وويل د چين د ملي تګلارې په تيره بيا د قومي لږکيو سيمو د پرمختګ د ملاتړ د اړوندو تګلارو په رڼا کې د تاتاري قوم کورنۍ پوهنه او ښوونه ټولنيزه شوې ده ، د ايلي ښار د تاتاري قوم د کلتور د څيړنې ټولنې په ٢٠٠٢ کال کې په دغه ښار کې د تاتاري ژبې او ليکنې د سمينارونو په جوړولو پيل وکړ، هغه وويل ===== اواز ٤ ======دغه سمينارونه د ښوونځيو په دوبنيو او ژمنيو رخصتيو کې ترسره کيږي چې له مخې يې کوچنيان کولای شي چې په فارغ وخت کې په دغو سمينارونو کې ګډون وکړي ، د چين د قومي تګلارو له امله د تاتاري قوم ژبې او ليکنې پرمختيا موندلې ده ،

د معلوماتو له مخې په دغو سمينارونو کې ګډون کوونکي ډېر زيات دي چې مشران او کوچنيان ، ښځې او نارينه ټول په فعاله توګه پکې د خپلې ژبې د زده کړې لپاره کوشش کوي ،

برسيره پردې اوس د تاتاري قوم دوديز جشن چي د سابان اختر نوميږي په نړۍ کې هم شهرت مومي ، ښاغلي عزت الله عينيوار خبريال ته وويل سابان په تاتاري ژبه کې

د يوم معنا لري ، دا د تاتاري قوم ځانګړی دوديز اختر دی چې کوم ديني رنګ نه لري او د هرکال د جون په ٢٢نېټه پيل کيږي ، د دغه اختر په ورځو کې خلک په ښکلي منطره لرونکو جهيلونو ، ځنګلونو او شنو چمنونو کې راغونډيږي او په خوښۍ سره خپلې قومي سندرې وايي او نڅاوي کوي ، په دغه اختر کې د ګډون لپاره د نورو قومونو استازيو ته هم بلنه ورکول کيږي چې د بيلابيلو قومونو ترمنځ دوستي او يووالی پياوړی شي ،

سپين ږيري ايليار وويل د سابان اختر زيات بهرني سيلانيان هم ځانته راجلبوي ، هغه وويل ===== اواز ٦ =======د منځني اسيا د پنځو هېوادونو او د روسيې د تاتارستان جمهوريت خلک هم زمونږ د سابان په اختر کې د ګډون لپاره ايلي ښار ته راځي ، د روان کال د سابان په اختر کې د تاتارستان جمهوريت ولسمشر زمونږ په دغه اختر کې د برخه اخيستنې لپاره درې تنه استازي راليږلي وو ، مونږ تاتاري خلکو د خپل هېواد د حيثيت د لوړولو لپاره مهم خدمتونه ترسره کړي دي ،