<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-13 18:41:20    
مونږ او اورېدونكو

cri

عمران – درنو اورېدونكيو نېكې هيلې او سلامونه، هيله ده روغ، خوشاله او نېكمرغه وئ. زه امان الله عمران مو د مونږ او اورېدونكي پروګرام ته هركلى كوم. د اورېدونكيو له خوا بيا هم خورا زيات ليكونه را رسېدلي، نو زه هم بې له كوم ځنډه سمدلاسه پروګرام پيل كوم.

- لومړۍ دغه دوه ليكونه را اخلم چې په مانسهره كې له اچړيان كمپ څخه د محمد اويس پاكستاني له خوا را رسېدلې دي، د خپرونې ټولو كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته په پروګرام كې د خپل ليك د خپرېدو هيله څرګنده كړې، او بيا يې ليكلي: له ما سره مې ملګري دي هر يو: اسامه امين، محمد آصف علي خان، سهيل امين، نياز علي خان، بشارت علي خان، او خورګانې مې دي هره يوه: آفده جانه باجي، اوزمه جانه باجي او لوبنه جانه باجي موږ ټول ستاسې دايمي اورېدونكي يوو، درې كاله كېږي چې ستاسې پروګرامونه اورو، خو ليك د لومړي ځل لپاره درلېږو، بيا د خپلې خبرې پر خلاف ليكي او ګيله كوي: ګرانو دوستانو دا زما (5) ليك دى چې زه يې تاسو ته درلېږم، خو ستاسو له خوا هېڅ كوم ځواب نه راځي، نوموړى بيا زياتوي: پورتني نومونه مې چې ليكلي، خورګانې مې دي او كه ملګري دوى غواړي چې له تاسو سره قلمي اړيكي ټينګ كړي نو دوى له تاسو څخه هيله كوي چې ټولو ته په جلا جلا توګه مطبوعات، مجلې، خپرنيز مواد په تېره بيا، دى وايي، پاكټونه او د پرګرام مهال وېش راولېږئ. نوموړي په خپل بل ليك كې بيا ليكلي: هغه پروګرام چې زما ډېر زيات خوښ دى د موږ او اورېدونكي پروګرام دى چې، دى وايي، د زړه په غوږونو يې اورم. بيا يې د خپل ليك په پاى كې په خپله وينا د پروګرام د لاښه والي لپاره وړانديز كړى او ليكلي يي دي: تاسو بايد د پښتو خپرونې وخت زيات كړئ، د پروګرام په ترڅ كې له اورېدونكيو سره مركې وكړئ، انګريزي مجلې په پښتو واړوئ او له پښتو هېندارې څخه يوه مجله جوړه كړئ.

- د خوست ولايت د علي شېرو ولسوالۍ د جونو غونډۍ په صبريو كلي كې د يوراج كلب مشر محمد شفيق مقاليديار دوه ليكونه را استولي دي، د سي آر آى راډيو پښتو خپرونې كاركوونكيو نومونه يې ليكلي او ټولو ته يې سلامونه ويلي دي او بيا يې ليكلي: نن سبا زموږ په سيمه كې ستاسو خپرونې ډېر خلك په شوق سره اوري، او په ډېر لنډ وخت كې به، دى وايي، ان شاء الله ډېر اورېدونكي تاسو ته ليكونه درواستوي. ښاغلى مقاليديار زياتوي: يوراج كلب نن سبا (32) غړي لري او د دغه شمېر د زياتېدو كوشش روان دى، اورېدونكي مقاليديار په خپل دوهم ليك كې بيا په خپله وينا لومړى د چين ګران اولس ته او بيا د سي آر آى راډيو ټولو يعنى د ده په خبره د هرې ژبې كاركوونكيو په تېره بيا د پښتو څانګې ډېرو قدرمنو او خوش اخلاقه همكارانو ته د سي آر آى د پنځه شپېتمې كليزې مباركي ويلې ده. نوموړي بيا د سي آر آى راډيو د پښتو خپرونې د اورېدو په اړه خپله كيسه ليكلې، چې څرنګه يې د خپرونې اورېدل او بيا راډيو ته د ليك ليكل پيل كړي دى.

- له همدغه ځاى د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د جنو غونډۍ له يوراج كلب څخه اورېدونكي مفتاح الله حليم هم يو ليك را استولى دىو د خپرونې ټولو كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: زما دغه لومړى ليك دى چې تاسې ته يې درلېږم، مخكې له دې مې، دى وايي، له نورو راديو ګانو سره اړيكي وو خو كله چې مې ستاسو پښتو خپرونه واورېده، دى وايي، ماته يې ډېر خوند راكړ او مينه مې ورسره پيدا شوه. ښاغلى حليم زياتوي: ستاسې د پښتو ټول پروګرامونه ډېر په زړه پورې دي، د محمد شفيق مقاليديار د هڅې له مخې مې وغوښتل چې د يوراج كلب غړى شم، ده بيا د ډېرو پاكټونو د ور استولو غوښتنه كړې چې ليكونه په كې راواستوي.

- دغه را د مانسهرې له اچړيان كمپ څخه د خراسان كلب غړي محمد ګل فريادي له خوا دوه ليكونه رارسېدلي، د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته يې له سلامونو او نېكو هيلو وروسته ليكلي دي: زه او زما ملګري هر يو عبيد الله صديق، نثار احمد احمدي، طارق الله همدرد، قدرت الله ارماني، ميرولي، سردارولي، ملك، محمد عارف عرفان او هدايت الله همت ټول ستاسې خپرونه اورو. زه د خراسان كلب يو غړى يم،چې د عبيد الله صديق په لارښونه له سي آر آى راډيو سره آشنا شوم، خو يو دكان هم لرم، نو دومره كوم چې تاسو ته ليكونه دراستوم. نوموړي د خپل يو ليك په پاى كې د ټولو كاركوونكيو د عكسونو، مجلې، د لوى دېوال عكس او د پښتو هېندارې او په بل ليك كې د چين د سل كلن تاريخ فېلم او د كراټې فېلم د وراستولو غوښتنه كړې ده.

- د كوهاټ ګمكول درېيم شمېره كمپ څخه د شينواري كلب مشر حضرت الله همكار يو ليك رالېږلي او ليكلي يې دي: زه او زما ملګري هر يو افسر خان، وارث خان، قدرت الله، عباس، زريدار خان، اشرف، عمران، كامران، حمزه، مهرجان، شكور الله او امجد دسي آر آى راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه وايوو. بيا زياتوي: عزتمندو زموږ ليك خپور شو بې حده خوشاله شوو، موږ ډېر زيات مصروفيت لرو خو د دې تر څنګ ستاسې سره خپله قلمي همكاري پر مخ بيايو. ښاغلى همكار د خپل ليك په دوام ليكي: زموږ په ليك كې څه ځنډ راغى خو ستاسې خپرونې اورو او ډېره مينه ورسره لرو، موږ له تاسې څخه هيله كوو چې زموږ د كلب نوم د اورېدونكيو د كلبونو په لست كې شامل كړئ، بيا وايي موږ به تل قلمي دوستي سره ساتو، دى بيا د خپل ليك په پاى كې وايي له موږ سره د اريوب كلب مشر محمد اقبال بشردوست زياته همكاري كوي او بيا يې د مطبوعاتو ورلېږلو غوښتنه كړې ده.

- دغه راز د مانسهرې له اچړيان كمپ څخه آصف علي خان يو را استولى او د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي دي: زه او وما ملګري هر يو نثار احمد احمدي، عبيد الله صديق، ضياء الرحمن، اويس، اسامه، نياز، ذاكر، عامر، رضوان، اعجاز الحق، نويد عمر، وليد، نعمان، احسان، راشد، بشارت سلطان، لياقت سلطان، تاج محمد، محسن، عبد الباسط، ظريف، لقمان، عبد الله او قاري سخي سلطان خان ستاسې پروګرامونه اورو، خو بيا وايي ستاسې د پروګرامونو وخت كم دى، موږ غواړو چې وخت يې زيات شي، ده بيا د خپلو ليكونو د خپرولو غوښتنه كړې چې خوشاله شي، او د خپل ليك په پاى كې يې د مجلې، پښتو هېندارې، د لوى دېوال عكس او د چين د كلتور د فېلم ور استولو غوښتنه كړې ده. اوس به د هغو اورېدونكيو د نومونو يادونه وكړو چې ليكونه يې رارسېدلي دي، په مانسهره كې له اچړيان كمپ څخه د آريانا كلب غړي حسن خان قلميار دوه ليكونه، د خراسان كلب غړي هدايت الله همت، شمس الرحمن او له پېښور څخه د معشوق جان كاموال له خوا ليكونه رارسېدلي دي.

اوس نو بيا دسندرې وخت رارسېدلى، نو راځئ چې د حشمت احسانمند په غږ دغه سندره واورو.

(په ګل غونډۍ د ارغوان جوړې مېلې دي) درنو اورېدونكيو د حشمت احسانمند سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدنكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم لوستلى او اورېدلى شئ. د وېبپاڼې پته ده: http://www.cri.cn او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.