<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-18 19:36:35    
د چين په سينجيانګ کې د قزاقي قوم خلک د سيلانۍ چارو د پرمختګ له امله د شتمنۍ پر لور روان دي

cri

ګرانو اوريدونکو په ننني پروګرام کې به تاسو ته د چين د قزاقي قوم د خلکو د ژوند په اړه څه معلومات وړاندې کړو

د خلکوپه فکر کې د قزاقي قوم خلک د أسانو سره ټينک تړاو لري ، اوس دوي د أسانو سره په تړاو په ځانګړي قومي سيلانۍ ﻻس پوري کړی او له دې لارې يې د ژوندانه سويه ورځ په ورځ لوړيږي ، د چين د بين المللي راډيو خبريال لږه موده مخکې د هيواد په شمال لويديځ کې د سينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکې سيمې دګونګ ليو ولسوالۍ کردنينګ غرنۍ سيمې ته سفروکړ چې د قزاقي قوم زيات مالداران پکې ژوند کوي ، په دغه غرني سيمه کې خبريال وليدل چې يوه يوه کيږدۍ د غره په لمن کې پرتې دي او له کيږديو بهر غټ او لوړ أسان ولاړ دي ، خبريال د يوه قزاقي مالدارسهات کيږدۍ ته ورغی ، د سهات په کيږدۍ کې يو سپين ږيری ناست و چې واليبای نوميده ، هغه د خبريال د ورتګ د هرکلی لپاره د قزاقي قوم ځانګړې سندره وويله ========= اواز ١ ======= خبريال وليدل چې د کيږدۍ دننه برخه په ښکليو غاليو سينګارشوی او پر ځمکې باندې هم پنډې غالي اوارې دي ، د کيږدۍ خاوند سهات وويل دغه کيږدۍ په عمده توګه د سيلانيانو لپاره جوړه شوې ده او پنځه کاله مخکې يې په سيلانۍ لاس پوري کړی دی ، هغه وويل ======= اواز ٢ ======

په ٢٠٠١ کال کې مې د سيلانۍ په کار لاس پوري کړ، ډېره پخوا به مونږ په کيږديو کې اوسيدلو خو اوس ټول مالداران د غره په لمن کې په ثابتو استوګنځيو کې

اوسيږي ، مونږ د استوګنځيو په مرکز کې ځمکې کرو او په دوبي کې ځينې کسان په غره کې مالداري کوي او ځينې يې د سيلانۍ په چارو بوخت وي ،

کردنينګ غرني سيمه يو ډېر ښه طبيعي دوبني څړځای دی ، په دې ځای کې ښکلې طبيعي منظرې شته او د سيلانۍ چارو د پرمختګ لپاره پکې ښه شرائط برابر دی ، د دغه ولسوالۍ مشر ناسحاتي زمونږ خبريال ته وويل ===== اواز ٣ ===========

مونږ د مالدارۍ او سيلانۍ چارو د پرمختګ له لارې د خپلې ولسوالۍ اقتصاد ته پرمختيا ورکوو چې له مخې به يې د مالدارانو عايدات يوې لوړې سويې ته ورسيږي ،

سهات په دغه ولسوالۍ کې د لومړۍ ډلې مالدار دی چې په سيلانۍ يې لاس پوري کړی دی ، د سيلانۍ په چارو کې د ده د برياليتوبونو له امله ﻻزيات بزګران او مالداران د سيلانۍ په چارو کې ګډون کوي، اوس د عانيلسن ولسوالۍ خلکو د ژوندانه سويه اوچته شوې او عايدات يې د تيرو لسو کلونو په پرتله څو واره زيات شوی دی ،

د سيلانۍ چارو د ښه پرمختګ لپاره ښاغلي سهات خپله کيږدۍ ډېره ښکلې کړې او په خپله کيږدۍ کې يې د قومي ځانګړتيالرونکي زيات سامان الات ځای پر ځای کړي دي ٠

چې ﻻزيات سيلانيان ځانته راجلب کړي ، زمونږ خبريال له ښاغلي سهات څخه پوښتنه وکړه چې د دغه کيږدۍ د جوړولو لپاره يې څومره پيسې لګولې وې ، هغه په ځواب کې وويل د دغه کيږدۍ د جوړولو لګښت له لسو زرو يوانو څخه زيات دی ، هغه زياته کړه چې دی د دغه کيږدۍ په شان نورې دوې کيږدۍ هم لري چې ټولې پيسې يې د سيلانۍ له ﻻرې ترلاسه شوي دي ،

د پنځو کلونو راهيسي ښاغلي سهات د سيلانۍ په چارو کې ځينې ښې تجربې ترلاسه کړې دي ، هغه وويل پر أس ځغاسته، د أس د شيدو لرونکو شرابو څښل او د

قزاقي قوم ځانګړي خوندورخوراکونه ټول د سيلانيانو لخوا د هرکلي او علاقې وړ پروګرامونه ګڼل کيږي ، ويل کيږي چې د قزاقي خلکو لخوا د سيلانۍ په چارو له لاس پوري کولو وروسته أسان د دوي د شتمنۍ لپاره يوه مهمه اله ده ،

د سيلانۍ د پرمختګ له امله د ښاغلي سهات کورنۍ شتمنه شوې او د ژوندانه سويه يې هم لوړه شوې د ه، اوس د ده د کورنۍ هرغړي موبايل لري او دوه موټرسايکلونه يې هم اخيستي دي ، هغه وويل ===== اواز ٧ ==== د موبايل له اخيستلو وروسته په اسانه توګه د سيلانيانو سره اړيکې ټينګولای شم ،کله چې ميلمه راځي نو د موبايل له لارې په خبروکې کوټې او ډوډۍ ټاکل کيږي ، دا مونږ ته زياتې اسانتياوي برابروي ٠

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، خوشاله او نيکمرغه اوسۍ