<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-20 19:38:58    
موږ او اورېدونكي

cri

عمران – درنو اورېدونكيو له هر څه مخكې مو زه امان الله عمران د موږ او اورېدونكي پروګرام ته هركلى كوم، لومړى خپلې نېكې هيلې او سلامونه وړاندې كوم، او بيا هيله لرم چې تاسې ټول روغ، خوشاله او د ژوند په چارو كې نېكمرغه وئ. د اورېدونكيو له خوا بيا هم خورا زيات ليكونه را رسېدلي، نو زه به هم بې له ځنډه سمدلاسه پروګرام پيل كړم.

- دغه لومړى ليك را اخلم چې ليكونكى يې ليكي: زه اصيل الرحمن عرفان دغه ليك د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالى د جونو غونډۍ د صبريو كلي له يوراج كلب څخه درلېږم ، بيا د پښتو څانګې كاركوونكيو ته د زړه له كومي سلامونو او نېكو هيلو له وړاندې كولو وروسته زياتوي: زه ستاسې پروګرامونه تل د زړه په غوږونو اورم، پروګرامونه مو ډېر په زړه پورې او ګټور دي. خو بيا ګيله كوي او وايي: زه عرفان له تاسو څخه ډېر خپه يم، ځكه چې، دى وايي، زما دغه څلورم ليك دى، چې تاسو يې تر اوسه پورې يو ليك ته هم ځواب نه دى وركړى، او بيا د علت پوښتنه كوي او زياتوي: زه ستاسو راډيو كې حق نه لرم كه څه وجه ده، يا مې ليك خراب دى؟ ما ستاسو څخه، دى وايي، پاكټونه غوښتي وو خو يو مې هم نه دى ترلاسه كړى. ښاغلى عرفان بيا هيله څرګندوي او وايي: خداى پاك وكړي چې زما ليك د پښتو څانګې په پروګرام كې خپور شي، او بيا ټينګار كوي او وايي: دا ځل هيله مند يم چې زما ليك خپور كړى، پاكټونه ضرور راولېږئ، ځكه، دى وايي، موږ چې له افغانستان څخه ليكونه درلېږو نو زموږ زيات لګښت پرې راځي، ده بيا هم په تينګار سره يادونه كړې او ويلي يې دي: موږ له افغانستان څخه په ډېر تكليف سره ليكونه در استوو، نو كه بيا هم، دى وايي، زموږ ليكونو ته ځواب نه وركوئ نو دا خو ستاسو غلطي ده. ښاغلى عرفان د خپل ليك په پاى كې بيا په مېړانه وايي: كه چېرې تاسې بيا هم زما غوښتنې نه پوره كوئ، زه به، دى وايي، ستاسو سره قلمي اړيكي ټينګ ساتم او تر څو چې، دى ليكي، ژوندى وم بيخي به يې پاى ته ونه رسوم. محترم اصيل الرحمن عرفان صاحب، هيله ده چې خپل ليك دې اورېدلى او خپګان دې لرې شوى وي. ستا له نېكو هيلو او ښو خبرو څخه مننه، ته بايدډاډه اوسې هركله چې ستا او د نورو اورېدونكيو ليكونه رارسېږي، موږ ورته په نوبت د موږ او اورېدونكي په پروګرام كې ځاى وركوو، ستا په شان د ښو او ګټورو خبرو ليكونه هر وخت خپروو. ستا د نورو ليكونو او وړانديزونو په هيله.

- دغه بل ليك را اخلم چې له كوهاټ څخه همېشني اورېدونكي او د آريانا پښتو ادبي تنظيم مشر سيد وارث حنيفي را استولى دى، د پښتو خپرونې د كاركوونكيو نومونه يې ليكلي او ټولو ته يې سلامونه ويلي دي او بيا يې ليكلي دي: محترمو پروګرامونه مو په شوق او ذوق سره اورو په تېره بيا (ښځې او ټولنه)، (ژوند په چين كې)، (چين د وروڼو مليتونو كور)، (چين ته سفر) او د (موږ او اورېدونكي) ټول پروګرامونه ډېر په شوق او مينه سره اورو او ښه معلومات ترې تر لاسه كوو. ښاغلى حنيفي زياتوي: ستاسې له دغه خدمت څخه موږ ډېر زيات خوشاله يوو، الله دې نور هم همت دركړي چې د پښتو ژبې لپاره، دى وايي، نور ښه ښه خدمتونه ترسره كړئ. نوموړي بيا د پښتو خپرونې د وړاندې كولو په اړه وړانديزونه هم كړي او بيا يې پرې د غور كولو او پلي كولو هيله څرګنده كړې ده. ښاغلي حنيفي د خپل ليك په پاى كې له ډېر وخت راهيسې د مطبوعاتو د نه ور رسېدو يادونه او بيا يې د ور استولو غوښتنه كړې ده.

- د صوبه سرحد په مانسهره كې د خراسان كلب غړي عبيد الله صديق له خوا درې ليكونه رارسېدلي دي، لومړى يې د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې سمدلاسه ليكلي دي: قدرمنو د (موږ او اورېدونكي) پروګرام وخت بايد زيات شي، له اورېدونكيو سره مركې وشي، د چيني ژبې لوست كې، دى وايي، رنګارنګ نومونه، ښارونه، ځايونه، د سبو او مېوه جاتو اودې ته ورته شيانو نومونه بايد خپاره شي، بيا يې غوښتنه كړې چې لږ ورو وويل شي چې، دى واي، زموږ په دماغ كې كښېني او په كتابچو كې يې وليكو، دى وايي: چيني ژبه موږ ته ډېره ګټه لري، دلته مانسهرې ته يو شمېر چينايان راځي خو موږ، دى وايي، په چينايي ژبه ورسره خبرې نه شو كولى او يوازې په اشارو سره پوهېږو. ښاغلي صديق بيا خپلو وړانديزونو ته دوام وركړى او ليكلي يې دي: د موسيقۍ وخت بايد زيات شي ځكه هر څوك يې خوښوي، په دې كې بايد، دى وايي، فارسي، چيني او پښتو سندرې خپرې شي، د هنر او كلتور په برخه كې اورېدونكيو ته د چين د ښارونو انځورونه ولېږل شي. اورېدونكي عبيد الله صديق د خپلو ملګريو هر يو هدايت الله همت، ضياء الرحمن، عطاء الرحمن رحماني، عبد الكبير محمدي، عبد المجيد فيضي، نثار احمد احمدي، فضل واحد واحدي، فضل الله، اكرام الله او محمد ګل فريادي نومونه ليكلي او په كوهاټ كې يې سيد وارث حنيفي ته سلامونه ويلي دي. ده په پاى كې په مجله باندې د پښتو هېندارې د بدلون وړانديز كړى او هم يې د مجلو، ښايسته عكسونو، د خپرونې د كاركوونكيو د انځورونو، پاكټونو او نورو معلوماتي پاڼو د وراستولو غوښتنه كړې ده.

- دغه بل ليك را اخلم چې په كابل كې د عمراخان لېسې د دوولسم ټولګي زده كوونكي سيد احد عزيزي را استولى دى. د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا ليكلي دي: ستاسې له خوا رالېږل شوي خپرنيز توكي راورسېدل، د سي آر آى راډيو د سهار او ماښام خپرونې تل اورم او ډېره ګټه ترې اخلم په تېره بيا د چيني ژبې له لوست سره، دى وايي، ډېره مينه لرم. ښاغلي عزيزي بيا په پښتو هېنداره كې د خپل ليك د خپرولو غوښتنه كړې ده.

- دغه راز له كابل څخه د هېواد ورځپاڼې ژورنالېست ناصر شاه سرحدي له خپلې پېژندګلوۍ سره يو ځاى يو ليك را استولى او له سلامونو وروسته يې د سپوږمۍ له خوا د ورلېږل شوي ليك د ورسېدو ډاډ راكړى او بيا يې ليكلي دي: ګرانو هغه وړانديز چې په تېر ليك كې مې كړى و خداى وكړي چې، دى وايي، غور مو پرې كړئ وي، خو تر ټولو غټه او ارزښتناكه خبره، دي ليكي، دا ده چې د چين په شان يو ستر هېواد چې ۵۰۰۰ كلن تاريخ لري او د تاريخ په اوږدو كې يې افغانانو ته درناوى كړى، په دې معنى چې، دى زياتوي، د دغه ستر هېواد خلكو او مشرتابه تل د ښه ګاونډيتوب اصول مراعات كړي او هېڅكله يې، ښاغلى سرحدي زياتوي، د نورو هېوادونو په كورنيو چارو كې لاسوهنه نه ده كړې. دغه اورېدونكى زياتوي او ليكي چې په بېلابېلو ډګرونو كې زموږ له جنګ ځپلي هېواد سره د چين اقتصادي مرستې د قدر او درناوي وړ دي. ده بيا وړانديز كړى چې چين دې يوازې په كابل كې پر خپل سفارت بسنه نه كوي، بلكه، دى ليكي، د افغانستان په نورو لويو ښارونو لكه جلال آباد، كندهار، مزارشريف، هرات او نورو ښارونو كې دې قونسلګرۍ پرانيزي.

اوس نو درنو اورېدونكيو بيا دسندرې وخت رارسېدلى، نو راځئ چې د زيك افريدي په غږ دغه سندره واورو.

نرى باران دى، درنو اورېدونكيو د زيك افريدي سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدنكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم لوستلى او اورېدلى شئ. د وېبپاڼې پته ده: http://www.cri.cn او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.