ګرانو اوريدونکو په ننني پروګرام کې به تاسي له مونږ سره د چين د ملي لږکيو د جينګ قوم خلکو له يوه کلي څخه ليدنه وکړي
يوه ورځ زمونږ خبريال د چين په جنوب کې يو کوچنې ټاپو ته سفروکړ چې د جينګ په نامه قوم زيات خلک پکې اوسيږي ، دا يو ښکلی ټاپو دی او د ويتنام سره مخامخ پروت دی، د دغې ټاپو په جنوب کې يو کلی دی چې وان وي نوميږي ،
خبريال وان وي کلي ته په رسيدو وليدل چې په کلي کې عصري او ښکلي ودانۍ د کلي د سړکونو په دواړو اړخونو کې کتار په کتار ولاړې دي او د زياتو کورنو په مخ کې ډېر نوي ګړندي موټرونه هم ليدل کيږي ، د دغه کلي مشر ښاغلي سو مينګ فانګ زمونږ خبريال ته وويل شل او ديرش کاله مخکې دغه کلی يو ډېر وروسته پاتې کلی و او کليوالانو به يې په کلونو کلونوکبان نيول ، څرنګه چې ساحلي ځمکې قلويت لري، نو په دغه سيمه کې وريجي او غنم نه کرل کيږي، ددغه ځای اوسيدونکي د غلودانو د پيرود لو لپاره مجبوروو چې له ليري غرنيو سيمو څخه غلې دانې راوړي ، ښاغلي سو مينګ فانګ وويل ========== اواز ٢ =============
د تيرې پيړۍ په اوومه لسيزه کې وان وي کلی په يوه ټاپو کې و ، په هغه وخت کې خلکو د تګ او راتګ لپاره زياتې ستونزې درلودې ،هغه زياته کړه چې شل کاله مخکې په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره پلې شوه ، د وان وي کلي
اوسيدونکي په دې ښه پوه شوي چې يوازي د کبانو په نيولوسره د خپل ژوندانه سويه نشي لوړولای ، بايد د خپل تفوق په کارولو سره د شتمنۍ لارې چارې ولټوي ، څرنګه چې وان وي کلی په ساحلي سيمه کې واقع دی او له ويتنام څخه ليرې نه دی نوځيني کليوالان د سمندري پيداوارو د چمتو کولو په کار او ځيني نور خلک بيا په ويتنامي ژبه هم خبرې کولای شي ، نو دوي په سرحدي سوداګرۍ لاس پوري کړ ، سوداګر ليانګ شاو ده د دغه کلي يوه بيلګه ده چې د سرحدي سوداګرۍ له لارې شتمن شوی دی ، اته ديرش کلن ليانګ شاو ده په وان وي کلي کې د جينګ قوم لومړي سړی دی چې د سمندري محصولاتو د چمتو کولو او سوداګرۍ په کارونو يې لاس پوری کړی دی ،هغه وويل ======= اواز ٣ ======== څه باندې لس کاله مخکې به ما خپل نيول شوي کبان پر نورو سوداګرانوپلورل ،وروسته د پيسو د زياتوالي له امله ما خپله کښتۍ وپلورله او پخپله مې په سوداګرۍ پيل وکړ،تر اوسه پوري دی په کلي کې د يوه مشهور سوداګر په توګه ګڼل کيږي ،
اوس په وان وي کلي کي زياتره خلک د سمندري محصولاتو د چمتوکولو او سوداګرۍکارونه کوي ، د دغه کلي په سر کې يوې لويې ودانۍ د خبريال پاملرنه راجلب کړه ، د دغې ودانۍ د دروازې دپاسه يوه لويه لوحه ځوړنده ده چې ورباندې خاتين ليکل شوي دي ، د دغه کلي مشر سو مينګ فانګ خبريال ته وويل دا د جينګ قوم د خلکو لخوا رب النوع ته د دعاکولو ځای دی ، څه باندې پنځه سوه کاله مخکې د جينګ قوم اسلافو او پلرونو له نورو ځايونو څخه دغې ټاپو ته کډه کړې وه، اوس په چين کې د جينګ قوم د خلکو شمير يوازې شل زره تنو ته رسيږي ، د هرکال په جون کې د جينګ قوم خلک په دغه ودانۍ کې راغونډيږي او د خپل رب النوع ته دعاکوي ، دا د جينګ قوم خلکو يو لوي جشن دی ، === اواز ٤ ===== محترمو دوستانو دغه سندره چې تاسو يې اوري په ځانګړې توګه په دغه لوي جشن کې ويل کيږي ، اوس د دغه قوم لږ شمير خلک دا سندره ويلای شي ،
د وان وي کلي مشر ښاغلي سومينګ فانګ زمونږ خبريال ته وويل اوس د کلي اقتصاد پرمختګ کړی او د خپل قومي کلتور د ساتنې لپاره زيات ښه شرائط لري ، د خپل قوم د کلتور د ساتنې تر څنګ مونږ نيت لرو چې د جينګ قوم کلتور او دودونه نورو ځايونو ته خپاره کړو ، هغه وويل ===== اواز ٦ ======
د راتلونکي لپاره مونږ خيال لرو چې د جينګ قوم له ځانګړتيا سره سم زمونږ يو قومي موزيم جوړکړو چې د کبانونيولو او د ژوندانه سامان الات او له څو سوو کلونو راهيسي د جينګ قوم د خلکو د ژوند د حالاتو د سترو بدلونونو په اړه معلومات به پکې شامل وي چې خلک د جينګ قوم د پخوا او اوسنيو حالاتو سره بلديت ولري ،
ګرانو اوريدونکو ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، خوشاله او نيکمرغه اوسۍ ٠