<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-27 19:49:26    
مونږ او اورېدونکی

cri

عمران – درنو اورېدونكيو يو ځل بيا د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت رارسېدلى دى، زه امان الله عمران مو د پروګرام اورېدو ته هركلى كوم، هيله لرم چې تاسې ټول روغ، خوشاله او د ژوند په چارو كې نېكمرغه وئ. د اورېدونكيو له خوا بيا هم خورا زيات ليكونه را رسېدلي، نو بې له ځنډه به سمدلاسه پروګرام پيل كړم.

- دغه لومړى ليك را اخلم چې د صوبه سرحد په مانسهره كې له اچړيان كمپ څخه د حضرت سلطان د كلب مسئول قاري محراب الدين پرېشان را استولى دى. د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: زما د كلب د غړيو شمېر پنځه ويشت تنو ته رسېدلى دى، خو له بده مرغه، دى ليكي، يو نيم ليك لوست كولى شي او ډېرى نور په ليك لوست نه پوهېږي. خو، دى زياتوي، زما د كلب ټول غړي ستاسو راډيو ډېره په شوق او ذوق سره اوري. ښاغلى پرېشان د خپل ليك په دوام ليكي: اوس ما په خپله د كلب د غړيو په مشوره يو كتابتون جوړ كړى او ستاسو مرسته غواړو، هيله كوم، دى وايي، ماته پښتو كتابونه، نوې چاپ شوې پښتو هېنداره او مجلې راولېږئ.

ښاغلى پرېشان صاحب د كتابتون په جوړولو سره تا په ريښتيا هم يو نېك ګام پورته كړى، چې له مخې به يې په خپله سيمه كې د پوهنې د خپراوي لپاره يو ستر خدمت وكړې، خو له بده مرغه چې دلته له موږ سره كتابونه نه شته، موږ يوازې كولى شو خپل خپرنيز توكې درواستوو. هيله ده په خپلو چارو كې بريالى اوسې او له موږ سره خپلې اړيكې پياوړې وساتې.

- دغه بل ليك بيا د افغانستان د خوست ولايت د باك ولسوالۍ له كوڼكيو څخه ولي جان ولي را استولى دى، نوموړى ليكي: دا زما لومړى ليك دى چې د چين نړيوالې راډيو ته يې در استوم، لومړى د راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه وړاندې كوم، او بيا زياتوي: لكه څرنګه چې تاسو ته غوره معلومه ده چې تاسې په عليشېرو ولسوالۍ كې يو قلمي همكار لرئ چې محمد شفيق مقاليديار نومېږي او د يوراج كلب نماينده دى، د هغه په هڅه، دى وايي، ما وكولى شول چې د باك په ولسوالۍ كې د چين نړيوالې راډيو يو كلب جوړ كړم، همغه وو چې ما د بابكر خېل په نامه يو كلب ترتيب كړ. ښاغلى ولي زياتوي: له نېكه مرغه د دريو نورو ژبو (انګريزي، اردو او فارسي) د زده كړې له مخې د دغه كلب استازى زه ولي جان شوم. دغه كلب، دى ليكي، ۲۳ تنه غړي لري چې د هر ډول قلمي اړيكيو هڅو ته چمتو دي او زه به هم، دى وايي، د كلب په روزلو كې هېڅ همكاري ونه سپوم.

- له همدغه ځاى خوست ولايت د باك ولسوالۍ، د لغمانيو كلي له بابكرخېل كلب څخه قدرت ولې دروېش هم يو ليك رالېږلى دى، د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته يې له سلامونو ورسته ليكلي: زه تاسې ته مباركي وايم چې موږ په باك ولسوالۍ كې د سي آر آى راډيو د اورېدونكيو يو كلب پرانيست چې مشري يې، دى وايي، د شاعر ولي جان په غاړه ده، نوموړى بيا ليكي: موږ موافقه وكړه چې ټول به د چين له نړيوالې راډيو سره هر اړخيزې قلمي اړيكې ساتو او هر راز همكاري به كوو. دغه راز د باك ولسوالۍ د لغمانيو له كلي څخه انجينير نيازمين او اكبر جان رحم دل هم بېل بېل ليكونه را استولي دى، دوى ويلي چې د لومړي ځل لپاره ليكونه رالېږي او دغه راز د بابكرخېل كلب د پرانيستلو په اړه يې هم يادونه كړې ده. نو د بابكر خېل د كلب محترمو اورېدونكيو موږ هم په خپل وار تاسې ته د خپل كلب په پرانيستلو سره يوه نړۍ مباركي وايوو، هيله ده هر وخت زموږ خپرونې واورئ او په اړه يې لكه څنګه چې تاسې ليكلي، له موږ سره خپل قلمي اړيكي وساتئ.

- دغه بل ليك را اخلم چې ليكونكى يې ليكي: زه احسان الله خوش بين د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د جونو غونډۍ د صبريو كلي اوسېدونكى او د يوراج كلب غړى يم، د چين نړيوالې راډيو ټول كاركوونكيو ته ډېر ډېر سلامونه وړاندې كوم. ښاغلى خوش بين زياتوي ما ته د ليك لېږلو لفافه يا پاكټ محمد شفيق مقاليديار راكړ، دا زما لومړى ليك دى چې در استوم يې، خو زه، دى وايي، د ماښام او سهار پرګرامونه هر وخت اورم، او ما ته ډېر خوند راكوي. دى زياتوي: زما سره نور ملګري نبي رحمان او فريد رحمان هم تاسو ته سلامونه وايي او زما تر څنګ ستاسې سهارني او ماښامني پروګرامونه اوري. نوموړي د خپل ليك په پاى كې د ليكونو د پاكټونو او ورسره د پښتو هېندارې او مجلو ور استولو غوښټنه كړې ده.

- له همدغه ځاى څخه د يوراج كلب يو بل غړى نجيب په خپل ليك كې ليكي: زه لومړى د چين نړيوالې راډيو ټولو همكارانو ته سلامونه وايم. بيا زياتوي: ستاسو پروګرامونه په زړه پورې او ګټور دي، موږ ستاسې پروګرامونه په ډېر شوق او ذوق سره اورو. بيا ليكي: ما ته ستاسو د راډيو پته او د پښتو هېندارې يوه ګڼه اصيل الرحمان عرفان راكړه، او ستاسو په اړه يې، دى وايي، ګټور معلومات راكړل، او دا زما لومړى ليك دى چې تاسې ته يې در استوم، نو كه چېرې، دى ليكي، تاسې زما دغه لومړى ليك خپور كړ نو زه به له تاسو سره خپل قلمي اړيكي ټينګ ساتم، نو ښاغلى نجيب دا دى موږ هم ستا دغه لومړى ليك خپور كړ او د نورو ليكونو په هيله دې يوو.

- له يو نا معلوم ځاى څخه اورېدونكي فيض الله يو برېښناليك را استولى، له نېكو هيلو وروسته يې ليكلي: ما ستاسو پښتو وېبپاڼه وكتله زه ډېر زيات خوشاله شوم، ستاسې ټول پروګرامونه مې چې وكتل ډېر په زړه پورې وو او زه، دى ليكي، ستاسې څخه ډېره مننه كوم.

- درنو اورېدونكيو د پروګرام په دې برخه كې په بيړه د هغو اورېدونكيو يادونه كوم چې ليكونو يې رارسېدلي خو ځينې يې له پخوانيو سره ورته او يا په كې تكراري خبرې دي او ځينې نور بيا ډېر لنډ دي، د دغو اورېدونكيو تر منځ په مانسهره كې له اچړيان كمپ څخه د نثار احمدي له خوا دوه ليكونه، له همدغه ځــــــاى څخه د حامد عمر عمري، احــــمد الله لغماني، قسيم الله همدرد، لقمـــــــــان الله عمري، عبد الرازق، فدا محمد، قاري رحمت الله او رحمت الله سالابي له خوا بېل بېل ليكونه، دغه راز په مردان كې د محمد عثمان مردانوي، له كوهاټ څخه د هرات خان ځاځي او د همدغه ځاى له ګمكول درېيم شمېره كمپ څخه د اريوب كلب مشر محمد اقبال بشر دوست له خوا ليكونه رارسېدلي دي.

اوس نو درنو اورېدونكيو بيا دسندرې وخت رارسېدلى، نو راځئ چې د فرهاد دريا په غږ دغه سندره واورو.

بېلتونه، درنو اورېدونكيو د فرهاد دريا سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدنكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم لوستلى او اورېدلى شئ. د وېبپاڼې پته ده: http://www.cri.cn او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.