د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان چارواکيو د جنورۍ په يوديرشمه نېټه د دی خبر پخلی وکړ چې د افغانستان حکومت او ناتو پوځيانو د روانې مياشتې په ديرشمه نېټه د دغه هېواد په جنوب کې د پوځی عملياتو په ترڅ کې د طالبانو ديرش تنه وسله وال کسان ووژل.
بر سيره پر دې، د افغانستان د پکتيا ولايت د يوه چارواکي په وينا يو شمېر وسله والو طالبانو د يوديرشمې نېټې په سهار د نوموړي ولايت د تلاشی پر يو مرکز بريد وکړ چې له امله يی دری تنه حکومتی سرتيري ووژل او دری تنه نور ټپيان شول.