<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-01 18:11:10    
د اچانګ قوم د مشهور چاړه جوړونکي سيانګ لاو ساي په اړه کيسه

cri

ګرانو اوريدونکو د چين د ملي لږکيو په ننني پراګرام کې به تاسو ته د چين د عاچانګ قوم د مشهور چاړه جوړونکي سيانګ لاو ساي په اړه کيسه وړاندې کړو

يون نان ولايت د چين په جنوب لويديځ کې پروت دی او د زياتو قومونو خلک پکې اوسيږي ،عاچانګ قوم هم له دغو قومونو څخه يو دی ، يوه ورځ زمونږ خبريال د عاچانګ قوم د خوسا په نامه کلي ته سفروکړ او هلته يې د يوه مشهور چاړه جوړونکي سيانګ لاو ساي سره مرکه وکړه ،

د خوسا په کلي کې د سلګونو کورنيو خلک ژوندکوي چي په سلو کې شل کورنۍ چاړې جوړولای شي ، د سيانګ لاو ساي کورنۍ ډېرې ښې چاړې جوړوي ،ښاغلي سيانګ لاو ساي پنځه څلويست کاله عمر لري ، څرنګه چې دی په کلي کې د چاړو جوړولو ډېر ښه فنونه لري ، نو ځکه کليوالو ورته د چاړو جوړولو د اتلولۍ لقب ورکړی دی ، ښاغلي سيانګ لاو سای د دغه لقب په اړه زمونږ خبريال ته يوه کيسه وکړه ، هغه وويل يو کال د ځايي حکومت لخوا د چاړو جوړولو د اتلولۍ لپاره سيالي ترسره شوه ، په پايله کې د سيانګ لاو ساي لخوا جوړه شوې چاړه د ښکلې بڼې او تيزوالي له امله د اتلولۍ لقب ترلاسه کړ، هغه وويل  په سيالۍ کې ګډون کوونکو د خپلو جوړشوو چاړو په وسيله اوسپنيز ميخونه او د لرګي پايې پري کولې،خو ميخونه او پايې يې ماتې نشوې کړای، يوازې زما چاقو اوسپنيز ميخ او د لرګي پايه ماته کړه او زما چاړو ته يې هيڅ زيان و نه رساوه،نو له دې امله ما د چاړو د جوړولو په اتلولۍ کې لومړي ځای ونيو٠

څه باندې شپږ سوه کاله مخکې د خو سا په کلي کې د اچانګ قوم خلکو د اوسپنې څخه د وسلو د جوړولو تخنيکونه زده کړي وو او ورځنې يې خپل ځانګړي فنونه رامنځته کړي دي ، د اچانګ قوم د خلکو لخوا جوړشوي چاړې زيات ډولونه لري ٠

مشهور چاړه جوړونکي سيانګ لاوساي په څوارلس کلنۍ کې د چاړې د جوړولو په کار پيل وکړ، دده نيکه او پلار هم چاړې جوړونکي وو ، که څه هم دی ښوونځي ته نه و تللی، خو دی يو زيارکښ سړی دی ، دی په کار کې هم د چاړو جوړولو پر تکنالوژي مطالعه کوي او د چاړو د کيفيت د لوړولو لپاره کوشش کوي ،د ده لخوا جوړې شوې چاړې نه يوازي ښکلي شکل لري بلکې ډېرې تيزې هم دي چې له امله يې د خلکو لخوا هرکلی کيږي ، په سيالۍ کې د اتلولۍ لقب له ترلاسه کولو وروسته ښاغلي سيانګ لاو ساي مشهور شوی او مخ په زياتيدونکي خلک غواړي چې د ده لخوا جوړې شوې چاړې واخلي ، هغه وويل د چاړو د جوړولو لپاره زيار او زحمت ډېر مهم دی ، که سړی لټ وي ،نو ښه چاړه نشي جوړولای ٠

چاړه د چين په تاريخي کلتور کې ډېر مهم ځای لري ، ابتدايي انسانانو د چاړو په واسطه د حيواناتو ښکاول او کار کول ، په ډېرو پخوانيو جګړو کې چاړې د وسلو په توګه په کارول کيدې ، ، اوس په سوله ايزه ټولنه کې چاړه د جګړې د وسلو په توګه نه استعماليږي او يوازې د ژوندانه د اړتياوو د برابرولو لپاره پکاريږي ، د بيلګې په توګه د توليد ، ښکار او د کوټې د سينګارولو لپاره استعماليږي ، څرنګه چې د سيانګ لاو سای لخوا جوړې شوې چاړې ډېرې ښکلې او کيفيت يې لوړدی نو ځګه د ده د کلي په شاوخوا سيمو کې د هان ، دای ، جين پو او نورو قومونو خلک

د ده د چاړو د پيرودلو لپاره خو سا کلي ته ځي ، برسيره پرد ې د ده لخوا جوړې شوې چاړې د چين نورو ولايتونو او حتی د جاپان او ناروي په ګډون زياتو هېوادونو ته هم ليږدول شوې دي ٠

ښاغلي سيانګ لاو سای درې زامن لري ، دی هيله من دی چې زامن يې هم د ده د چاړو د جوړولو ښه هنرونه وساتي او نسل په نسل دوام ولري ، دده لومړي زوي سيانګ چانګ مينګ د خپل پلار له هېلې سره سم د چاړو د جوړولو په کار پيل کړی او په دې اړه بنسټيز فنونه يې هم ترلاسه کړي دي ، د سيانګ لاوسای دوهم زوي د چاړو د جوړولو سره ډېره مينه لري ، دی هيله لري چې دکوشش له ﻻرې د خو سا کلي چاړې نور زيات شهرت ومومي ، هغه وويل مونږ بايد لوړ همت ولرو ، زما هدف دا دی چې په راتلونکو لسو کلونو کې به زه په خپل پلار پسي د چاړو د جوړولو يو بل اتل شم ، د چاړو د جوړولو په کار کې د زامنو ګډون د سيانګ لاو سای چارې هڅولې ، دی غواړي چې د يون نان ولايت په زياتو سيمو کې د خپلو چاړو د پيرودلو دکانونه جوړ کړي ٠

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، نيکمرغه او خوشاله اوسۍ ٠