<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-03 17:52:46    
مونږ او اوريدونکی

cri

عمران – درنو اورېدونكيو زه امان الله عمران مو د موږ او اورېدونكي پروګرام اورېدو ته هركلى كوم، هيله لرم چې تاسې ټول روغ، خوشاله او د خپل ژوند په چارو كې نېكمرغه وئ. د اورېدونكيو له خوا بيا هم خورا زيات ليكونه را رسېدلي، نو بې له ځنډه به سمدلاسه پروګرام پيل كړم.

- دغه لومړى ليك را اخلم چې په صوبه سرحد كې له چترال څخه د افغانستان د ملي نجات كلب مشر صاحب شاه كوټوال را استولى دى. ده د سي آر آى راډيو كار كوونكيو او اورېدونكيو ته د زړه له كومي سلامونه او نيكي هيلې او هم د وړوكي اختر مباركي ويلې ده. له دې معلومېږي چې ليك يې خورا ډېر مخكې ليكلى دى. ښاغلى كوټوال بيا په خپل ليك كې زياته كړې: موږ ستاسې پروګرامونه په شوق سره اورو، په دې ډېر زيات خوشاله شوو چې تاسې موږ ته د پښتو هېنداره را استولې وه. بيا ليكي: تاسې په پښتو هېنداره كې زموږ د كلب نوم هم شامل كړى نو موږ په دې باندې، دى وايي، له تاسې څخه ډېر زيات خوښ يوو. نوموړى ليكي: زه او زما د كلب غړي دا تمنا لرو چې ان شاء الله موږ به په چترال كې د پښتو خپرونې د اورېدو لا زيات كلبونه جوړ كړو. اوس، دى وايي، ما نژدې شپږ كلبونه جوړ كړي چې په راتلونكي كې به ستاسې سره قلمي اړيكي ټينګ كړي. ښاغلي كوټوال د خپل ليك په پاى كې د اختر په اړه يو شعر هم ليكلى چې د خپرونې وړ نه دى.

- دغه بل ليك را اخلم چې په مانسهره كې له حاجي آباد څخه جميل الرحمن زاهدي را استولى دى.د سي آر آى را ډيو ټولو كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته د خپلو ملګريو نومونه ليكلي او وايي: زما ملګري هر يو علا محمد درويش، محب الله مجروح، كفتان همدرد او خان محمد حيدر هم تاسې ته سلامونه وايي. ښاغلي زاهدي زياتوي: دا زموږ اووم ليك دى چې تاسو ته يې در استوو، خداى وكړي چې په خپل پروګرام كې ورته ځاى وركړئ او په راډيو كې يې خپور كړئ، ده بيا د سي آر آى راډيو د 65 كليزې او دغه راز د نوي كال مباركي هم ويلې او بيا يې د سي ار آى راډيو د مشر د نوم، د لوست لپاره كتابونو، مجلو، د چين د ښكليو ښارونو منظرو، د كيسو كتابونو، د كمپيوټر سامان، كسېټې او دغه راز نورو شيانو ور استولو غوښتنه كړې چې په خپل ليك كې يې اوږده كتار كړي دي. نو ښاغلى زاهدي صاحب ليك مو دې دا دى خپور كړ، هيله ده اورېدلى دې وي، موږ يوازې كولى شو د خپرونې مطبوعاتي توكي درولېږو.

- دغه ليك بيا د پېښور له زرګرآباد څخه مطيع الله را استولى، له سلامونو وروسته يې ليكلي: زه اتلس كلن، د خيبر لسنرز كلب غړى، او د لسم ټولګي زده كوونكى يم. بيا زياتوي: د سي آر آى راډيو د پښتو، اردو او انګليسې خپرونې اورم، د پښتو خپرونه له 2003 كال راهيسې اورم، خو ليك ، دى وايي، لومړى ځل درلېږم، ستاسو ماسختنۍ خپرونې غږ په صفا توګه نه اورېدل كېږي، هيله ده چې، دى ليكي، څه چاره يې وكړئ. ښاغلى مطيع الله زياتوي: زه د خپل ټولګي نورو ملګرو ته هم د سي آر آى راډيو په اړه معلومات وركوم، او هغوى هڅوم چې د سي آر آى خپرونې واوري او خوند ترې واخلي، ځكه چې، دى ليكي، ستاسو خپرونې د زده كوونكيو لپاره معلوماتي او ډېرې ګټورې دي، زما د ټولګي، دى وايي، ډېرى شمېر ملګري د سي آر آى له راډيو سره اشنا دي. اورېدونكي مطيع الله د خپل ليك په پاى كې ويلي: دى يو زده كوونكى دى نو ځكه بايد ورته يو ساينسي كالكيولېټر يا د حساب اله ور واستوو .

- له همدغه ځاى څخه د خيبر لسنرز كلب مشر قاري نعمت الله هم يو ليك را استولى دى، له سلامونو وروسته يې د ورلېږل شوي سوغات تر لاسه كولو ډاډ را كړى، او بيا يې د چين د نړيوالې راډيو د پنځه شپېتمې كاليزې په مناسبت د راډيو ټولو كاركوونكيو ته په خپله وينا د زړه له كومي له اخلاصه ډكې مباركۍ ويلې دي، او ورپسې يې زياته كړي ده: يو مهال ماشوم وم او د ايران په يو لرې پراته كمپ كې مې د مهاجرت شپې ورځې تېرولې، نو پلار مې، دى ليكي، هغه مهال يوه غټه راډيو درلوده، او په هغې يې د چين نړيواله راډيو اورېدله چې هغه وخت راډيو پېكېنګ نومېده. اورېدونكى قاري نعمت الله د هغه وخت يادونه كوي او وايي: زما په غوږونو كې تر اوسه هم هغه خواږه سرودونه او غږونه انګازې كوي چې يوې چينايۍ مېرمن به، دى وايي، په خوږه چينايي لهجه پښتو ويله. نوموړي بيا د سي آر آى د كليزې په مناسبت د سوغات ورلېږلو غوښتنه كړې او ويلي يې دي چې يو موبيل ور ولېږو، او بيا خپلې غوښتنې ته پر مثبت ځواب وركولو ټينګار كړى دى.

- له همدغه ځاى څخه يو بل اورېدونكي شېرولي خان په خپل ليك كې له سلامونو وروسته د مطبوعاتو د ور رسېدو ډاډ راكړى او بيا يې د سي آر آى د پنځه شپېتمې كليزې په مناسبت مباركي ويلې ده، ورپسې يې ليكلي: زما ياد شي چې يوه ورځ له چا سره مېلمه وم، چې په همدې وخت كې له بهر نه د سي آر آى راډيو مطبوعات راغلل، له كتلو وروسته مې، دى زياتوي، ډېر زيات خوښ شول او سمدلاسه مې كاغذ او قلم راواخيستل او له سي آر آى سره مې قلمي اړيكي ټينګ كړل. نوموړي هم د خپل ليك په پاى كې چين ته د ورغوښتلو او د يوې راډيو ور استولو غوښتنه كړې ده.

- د مانسهرې له اچړيان كمپ څخه اورېدونكى كفتان په خپل ليك كې د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته له سلامونو وروسته د راډيو له خوا د ليك په وراستولو مننه كړې او بيا يې ليكلي: زه ستاسې د خپرونې يو وفادار اورېدونكى يم او په ډېر شوق سره يې اورم او غواړم چې، دى وايي، خپل شوق نور هم ورسره زيات كړم. نوموړى بيا ليكي: زه ستاسې له چيني ژبې لوست سره ډېر شوق لرم، غواړم چې، دى وايي، چينايي ژبه زده كړم او څه نا څه پرې وغږېدى شم.

- دغه راز له اچړيان كمپ څخه يو بل اورېدونكى محب الله مجروح او ملګرى يې علي محمد دروېش په خپل ليك كې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسو پروګرامونه په ډېر شوق سره اورو، ډېر مو خوښېږي او غواړو تل يې واورو. ښاغلى مجروح زياتوي: دغه زما درېيم ليك دى چې درلېږم يې خو ځواب يې نه وينم، او كه دغه ځل مې يې، دى ګواښ كوي، ځواب ونه ليد نو بل ځل ليك نه دراستوم. ده بيا د خپل ليك په پاى كې د كاركوونكيو د انځورونو او د ښكلو منظرو د وراستولو غوښتنه كړې ده.

- له همدغه ځاى اچړيان كمپ څخه دا ځل بيا هم د خراسان كلب مسئول نثار احمد احمدي له خوا يو ليك را رسېدلى او له سلامونو وروسته يې د جايزې ترلاسه كولو او ورسېدو ډاډ را كړى او د ډېرې خوشالۍ او مننې څرګندونه يې كړې ده. بيا يې ليكلي: دوستانو ما هم ستاسو لپاره يو ښكلى سوغات اخيستى دى، چې كله درغلم يا تاسو راغلئ، نو دغه سوغات به، دى وايي، لاس په لاس دركړم. نوموړى بيا زياتوي: زه ستاسو يو دايمي اورېدونكي يم او ستاسو ټول پروګرامونه اورم او دېره علاقه ورسره لرم. ښاغلي احمدي بيا د خپل ليك په پاى كې د پښتو خپرونې كاركوونكيو سپوږمۍ، چينګ چونګ، خوشحال تايب، هوسۍ او دغه راز د هوا په څپو كې عنايت الله رمز صاحب ته، په پلوچستان كې بدر الدين عزيزي او په كوهاټ كې يې خپل ګران دوست سيد وارث حنيفي صاحب ته سلامونه ليكلي، او د يوې ښكلې مجلې ور استولو غوښتنه يې كړې ده.

- دغه وروستى ليك را اخلم چې له مانسهرې څخه د خراسان كلب غړي عبيد الله صديق را استولى دى، له سلامونو وروسته يې د پروګرام وخت كم ښودلى او د زياتېدو غوښتنه يې كړې ده. بيا يې په خپله سيمه كې د چيني كاركوونكيو د شتون خبره كړې چې دى وايي په پښتو هنداره كې د چينې ژبې له لوستونو څخه په ګټې سره له هغوى سره په چيني ژبه غږېږي. ښاغلي صديق بيا په امرانه لهجه ليكلي: زه تاسو ته په پار بار ليكم چې له پښتو هندارې نه يوه داسې مجله جوړه كړئ چې، دى وايي، موسيقي، چيني ژبه، د اورېدونكيو ليكونه او نور مطالب په كې خپاره شي. په پاى كې يې بيا د مجلې، پاكټونو او مطبوعاتي پاڼو ورلېږلو غوښتنه هم كړې ده.

اوس نو درنو اورېدونكيو د پروګرام د پاى شېبې دي او بيا دسندرې وخت رارسېدلى، نو راځئ چې د اورېدونكي عبيد الله صديق په غوښتنه د ګلنار بېګم په غږ يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د ګلنار بېګم سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدنكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم لوستلى او اورېدلى شئ. د وېبپاڼې پته ده: http://www.cri.cn او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.