د چين د نړيوالی راډيو د خبر له مخی، په افغانستان کی د ناتو په مشرۍ نړيوالو مرستندويه ځواکونو د فبروری په څلورمه نېټه د قوماندان د بدلون مراسم تر سره کړل چی په ترڅ کی يی د امريکا قوماندان دان مکنيل په رسمی توګه د بريتانيا قوماندان داويد ريچارد پر ځای په دغه هېواد کی د ناتو د ځواکونو د نوی لوړ پوړی قوماندان په توګه وټاکل شو.
په دغو مراسمو کی مکنيل وويل دی به د ناتو ځواکونو په مشری د طالبانو پر ضد مبارزه وکړي.
د يو بل خبر له مخی، نړيوالو مرستندويه ځواکونو د فبروری په څلورمه نېټه د افغانستان په جنوب کی د يو بريد په ترڅ کی د طالبانو يو مهم قوماندان وواژه.
په افغانستان کی نړيوال مرستندويه ځواکونه له هرو نهو مياشتو وروسته د ځواکونو مشر بدلوي .