<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-08 20:18:20    
د چين د چانګ جاو مياو قوم د خلکو ژوند ته يوه لنډه کتنه

cri

ګرانو اوريدونکو د ننني پروګرام په کړۍ کې به تاسو زمونږ د خبريال سره يو ځای د چين د چانګ جاو مياو قوم د خلکو له ژوند څخه ليدنه وکړي ،

د چين په جنوب لويديځ د ګوي جو ولايت د سو ګا په نامه علاقه داري کې د چانګ جاو مياو قوم خلک اوسيږي ، دغه قوم د مياو قوم يوه فرعي څانګه ده چې د خلکو شمير يې يوازي څه باندې څلور زره تنو ته رسيږي او د اوږدې مودې لپاره په غرني سيمه کې اوسيږي ، لږه موده مخکې زمونږ خبريال د چانګ جاو مياو قوم د لونګ ګا نومي کلي ته سفروکړ او د دغه قوم د خلکو ځانګړي دودونه يې وليدل ،

کله چې د دغه کلي خلک خبر شول چې زمونږ خبريال او نور ميلمانه به دغه کلي ته ولاړشي ، نو نجونې او زلميان چې د اخترکالييې له اغوستلې وو، د ميلمنو د هرکلي لپاره د کلي د دروازې په مخکې ولاړوو او په لاسونو کې يې د غوايي له ښکرو څخه جوړې شوي پيالې نيولې چې له ځانګړيو شرابو څخه ډکې وې او قومي سندرې يې ويلې ، د قومي رسم او رواج له مخې ميلمانه بايد د درېو پيالو شرابو له څښلو وروسته کلي ته ننوتلای شي ٠

د چانګ جاو مياو قوم نجلۍ خپل اوږده ويښتان د يوه اوږد لرګين ښکر په واسطه پر خپل سرتاووي، چانګ جاو په چيني ژبه کې د اوږد ښکر معنا لري ، نو ځکه دغه قوم ته د چانګ جاو مياو نوم ورکړشوی دی ، د دغه قوم نجوني ولې له اوږد ښکرڅخه د خپل سر د سينګار په توګه ګټه اخلي د دغه قوم د تاريخي کلتور څيړونکي ښاغلي مو خو شيوي وويل  په دغه کلي کې خلک په کرنيزو چارو کې غوايي د يوې مهمې الې په توګه کاروي ،نو ځکه دوي د يو ډول نيک فال په توګه د غوايي په ښکردعاکوي ،

په لونګ ګا کلي کې د خلکو دکورونو بامونه له واښو څخه جوړشوي او مايل دي ، دغه ډول بامونه د بارانونو اوبو د بهيدو لپاره ګټور دي ، خبريال وليدل چې د ځينو کورونو په بهر کې يو شمير نجوني چې ښکلي قومي کالي يې اغوستې وو په جدي توګه يې پر ټوکرانو باندې راز راز ښکلي انځورونه کاږل ، د دغه قوم ښځې د کاليو د ګنډلولپاره د طبيعي نباتاتو څخه رنګونه جوړوي او بيا د دغو رنګونو څخه په ګټه اخيستلوسره پر ټوکرانو باندې راز راز ښکلي انځورونه کاږي ، يوې نجلۍچې وانګ جا اينګ نوميږي زمونږ خبريال ته وويل د چانګ جاو مياو قوم ټولې ښځې دغه شان انځورونه کښلای شي ، هغې وويل  ما د کوچنيتوب په موده کې د انځورونو د کسلو زده کړه کړې ده ، ښوونکې مې مور او خويندې وې ، برسيره پردې زه ګلدوزي کولای شم ،مونږ د يوې جوړې کاليو د ګنډلو لپاره د يوې مياشتې وخت نيسو، د ټوکرانو اوبدنه او ګلدوزي د چانګ جاو مياو قوم د ښځو لپاره مهم کار دی چې بايد په کوچنيتوب کې يې زده کړي،

د نجونو لخوا د ښکلو کاليو د ګنډلو هنر له ليدنې وروسته خبريال د دغه کلي يو موزيم ته ولاړ چې د چانګ جاو مياو قوم د خلکو د ژوندانه حالاتو په اړه معلومات پکې ښودل کيږي ، په ١٩٩٨ کال کې د دغه قوم د ځانګړي کلتور د ﻻښې ساتنې لپاره د چين او ناروي حکومتونو لخوا په ګډه سره دغه موزيم جوړشو،د دغه موزيم مشرښاغلي موخوي شيوي خبريال ته وويل د دغه موزيم مساحت يو سل او شل مربع کيلومترو ته رسيږي ، په دغه موزيم کې د چانګ جاو مياو قوم ځانګړي هستوګنځي ، کالي ، د قومي موسيقي الات ، توليدي وسايل او د ژوندانه شيان سودل کيږي ، دغه راز د ځايي خلکو د واده او مړينې په شمول يو لړ مراسم او رسم رواجونه هم په ويديو او ټيپ ثبتونکوماشينونوکې خوندي ساتل شوي دي ،د موزيم مشر ښاغلي موخوي شيوي وويل ايکولوژيکي موزيم يو ديوال نه لرونکي موزيم دی چې عمده موخه يې د قومي کلتور ساتل دی ، ځکه چي که د انسانانو او ټولنې پرمختګ کوم حد ته ورسيږي نو د کلتورونو ترمنځ د تبادلې او يو پر بل د اغيزې له امله به ځيني شيان ورو ورو له منځه لاړشي ، نو لازمه ده چې د قوم ځانګړي توکي ، راز راز دودونه او د ديني مراسمو په شمول زيات مادي او معنوي شيان راتلونکو نسلونو ته پاتې شي ٠

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، خوشاله او نيکمرغه اوسی ٠