د سين هوااژانس د خبر له مخې : د چک د استازيو جرګې د فبروری په اتمه نيټه په افغانستان کې د يو روغتون جوړولو لپاره دغه ځای ته د ډکترانو وروليږلو په هکله يوه لايحه تصويب کړه چې په دغه ځای کې د درملنې او طبی حالت د ښه والی او د بيا رغونې په بهير کې مرستندويه لاس اوږد شي .
د چک د مشرانو جرګی د روانې مياشتی په اوومه نيټه دغه لايحه تصويب کړې ده . چک پلان لری چې د روان کال له مارچ مياشتې مخکې افغانستان ته اويا ډکتران وليږي چې په راتلونکی يو کال کې پلازمېنې کابل هوايی ډګر په نژدی ځای کې ځای شي .
چک د ناټو په بلنه افغانستان ته د ډکترانو د ليږلو دغه پلان جوړ کړی .