<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-10 19:27:27    
مونږ او اوريدونکی

cri
عمران – درنو اورېدونكيو څنګه ياست؟ هيله ده تاسې ټول روغ، خوشاله او د خپل ژوند په چارو كې نېكمرغه او بريالي وئ. زه امان الله عمران مو د موږ او اورېدونكي پروګرام اورېدو ته هركلى كوم، د اورېدونكيو له خوا بيا هم خورا زيات ليكونه را رسېدلي، نو ځنډ نه كوم او سمدلاسه پروګرام پيل كوم.

- لومړى دغه دوه ليكونه را اخلم چې اورېدونكي قدر ت الله ارماني را استولى دي. نوموړى په خپل يو ليك كې ليكي: زه په افغانستان كې د ننګرهار ولايت اوسېدونكى يم او اوس د پاكستان، صوبه سرحدد مانسهرې په حاجي آباد درېيم شمېره كمپ كې د مهاجرت شپې سبا كوم. ده بيا د چين نړوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او زياته كړې يې ده: زه د سي آر آى راډيو دايمي اورېدونكې يم، چې په 2005 كال كې مې ورسره قلمي اړيكي ټينګ كړي دي، او په څه كم دوه كلونو كې مې، دى ليكي، 51 ليكونه وراستولي او تاسې هم، ښاغلي ارماني، زياتوي ماته مطبوعات منظرې، پاكټونه او مجلې را استولې دي، او زه، دى وايي، له تاسې څخه ډېر خوشاله يم. ښاغلي ارماني په خپل بل ليك كې ليكلي: له ما سره ملګري هر يو نثار احمد احمدي، طارق الله همدرد، لطيف الله وفا، عبد المالك تقوا، فضل واحد واحدي، امين محمد صديق او د خراسان كلب ټول غړي، دى وايي، هره ورځ ستاسو پښتو خپرونې اورو او ورسره مينه لرو، په تېره بيا د موږ او اورېدونكي پروګرام، دى زياتوي، تل اورو او ورسره مينه لرو. ده بيا موږ ته د خپلو رالېږلو ليكونو د شمېر يادونه كړې او ويلي: زما دغه 52 ليك دى چې درلېږم يې، ستاسې له خوا رالېږل شوي مطبوعات، دى ليكي، ماته رارسېدلي، خو بيا ګيله كوي چې په ډېرو ليكونو كې يې د مجلو او زموږ د عكسونو ورلېږلو غوښتنه كړې چې، دى وايي، نه مو دي ورلېږلي. ښاغلي ارماني بيا د خپل ليك په پاى كې عنايت الله رمز صاحب ته سلامونه ويلي او د پاكټونو، مجلو، مطبوعاتو او د خپرونې د كاركونكيود انځورونو ورلېږلو غوښتنه يې كړې ده.

- له همدغه ځاى اچړيان كمپ څخه دايمي اورېدونكي طارق الله همدرد هم يو ليك را استولى، د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: څرنګه چې ستاسې پروګرامونه ډېر په زړه پورې دي نو زه او زما ملګري هر يو فدا محمد فدا، عبد الولي قادري، رضا محمد، حسن خان قلميار، فضل واحد واحدي او داسې نور، دى ليكي، ستاسې پروګرامونه اورو. ښاغلى همدرد بيا يوه هيله كوي او زياتوي: په پاكستان كې د چين يو شمېر خلك كار كوي، او زما ترونه غواړي، دى وايي، له هغوى سره كار وكړي خو دوى يې نه ورسره نيسي. دى بيا د يو داسې كارټ ورلېږلو غوښتنه كوي چې د ده په وينا دغو چينايانو ته يې وروښيي او ترونه يې په كار كې ورسره شامل كړي.

- له هريپور څخه د باختر كلب مشر سيد الرحمن بهير له خوا درې ليكونه رارسېدلي دي، لومړى يې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسو پښتو او پښتو ژبې ته د قدر وړ خدمتونه نه هېرېدونكي دي، له كله نه چې، دى وايي، زه ستاسو راډيو اورم د چين په اړه مې ډېر معلومات تر لاسه كړي دي. ده بيا د (زه او سي آر آى) مسابقې په اړه ليكلي: لومړى خو د پښتو خپرونې وخت ډېر كم دى، بل يې پروګرامونه ډېر كوچيني دي، ډېرى پروګرامونه، دى وايي، د چين په اړه وي، بيا يې اورېدونكيو ته په خپله وينا د مراعات په غوښتنه كې د مطبوعاتو لېږلو يادونه كړې ده. ښاغلي بهير د پښتو وېبپاڼه په بډايتوب ستايلې او بيا يې په ګيله من ډول له اورېدونكيو سره د مركو نه كولو يادونه كړې، بيا يې ليكلي: په تاسف سره بايد ووايم چې څو ځله راډيويي مسابقې ترسره شوې خو د پښتو ژبې له اورېدونكيو څخه يو كس هم غوره نه شو دا ولې؟ دى پوښتنه كوي، سيد الرحمن بهير دغه ليك ډېر مخكې ليكلى خو د ده يو بل ليك چې د مسابقې له نتيجو وروسته يې ليكلئ دا چې، لكه څنګه چې يې له ليك نه برېښي، دى نه دى غوره شوى، له تورونو او نيوكو ډك دى. نوموړى په خپل دغه ليك كې ليكي: تاسو چې چين ته څوك د مسابقې په ترڅ كې كامياب شي په كومو وجوهاتو درغواړئ؟ زما په ګومان چې، دى ليكي، اوس د چين په راډيو كې هم لكه چې رشوت او واسطه يا خپل خپلوي په كارېږي، لكه چې همداسې وشول. ښاغلى بهير زياتوي: حفيظ الله غښتلي ته زه آداب لرم خو ولې، دى وايي، په سي آر آى كې دومره سابقه نه لري، ستاسو ډېر اورېدونكي چې، دى ليكي، حتى 10 يا 20 كاله كېږي ستاسو سره همكاري لري خو يو هم چين ته سفر ونه كړ، نوموړى بيا ګومان كوي چې په دې باندې د اورېدونكيو زړونه ماتېږي، بيا ليكي: جدا ستاسو نه هيله كوم چې په دې اړه اقدام وكړئ او كله چې ستاسو كوم همكار پاكستان ته راځي، دى وايي، هيله كوم چې له موږ سره وګوري. ښاغلى بهير صاحب، لومړى دې له ليك او نېكو هيله ډېره مننه، بيا د (زه او سي آر آى) مسابقې په اړه يادونه كوم، دا چې ته په مسابقه كې د درېيمې جايزې په ګټلو بريالى شوى وې، له هر څه مخكې د ادب له مخې لازمه وه چې د شكايتو، تورونو او سرټكونې پرځاى دې مننه كړې وى، خو دلته يو ځل بيا درپه يادوم چې په مسابقه كې د برياليو اورېدونكيو تر منځ د جايزو لپاره غوراوى د پچې اچونې له لارې شوى، او موږ دغه يادونه د مسابقې او دغه راز د هغې د نتيجو د اعلانولو په مهال په وار وار كړې وه، نو د ځانګړې جايزې او نورو جايزو لپاره د اورېدونكيو غوراوى د يوې ځانګړې ډلې كار و او زموږ په كې هېڅ رول نه و او نه پرې خبر و، بريالى اوسې.

- له مانسهرې څخه د خراسان كلب غړى شېر محمد وفا بيا په خپل ليك كې د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته له سلامونو وروسته ليكي: زه د سي آر آى راډيو همېشنى اورېدونكى يم او ستاسې خپرونې په ډېر شوق او ذوق سره اورم. نوموړي بيا ټولو كاركوونكيو او اورېدونكي ته د سي آر آى راډيو د 65 كليزې مباركي ويلې او ليكلي يې دي: په رښتيا سره هم چې سي آر آى راډيو د ستاينې وړ ده او په زړه پورې پروګرامونه لري، زه ستاسو څخه، دى وايي، يوه نړۍ مننه كوم چې پښتو ژبې ته دومره خدمت كوئ او په دغه كار كې مو د لا ډېرو برياوو په هيله يم. ښاغلي وفا بيا د خپل ليك په پاى كې له اورېدونكيو څخه له سي آر آى سره د خپلو قلمي اړيكيو د ساتلو غوښتنه كړې، او د نثار احمد احمدي يو غزل يې هم رالېږلى چې د وخت د كموالي له امله يې نه شو خپرولى.

- دغه بل ليك بيا په خوست كې د عليشېرو ولسوالۍ د جونو غونډۍ له يوراج كلب څخه اصيل الرحمن عرفان را استولى دى. د پښتو څانګې كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته د پښتو خپرونې له خوا د وراستول شويو د خپرنيزو توكيو د ترلاسه كولو ډاډ راكړئ او بيا يې پر راډيو د خپلو ليكونو د خپرېدو په اړه خوشالي څرګنده كړې او بيا ليكلي چې دى هم د همدې ليكونو له بركته پښتو خپرونه تل په شوق او ذوق سره اوري. ښاغلي عرفان بيا د پروګرامونو ستاينه كړې او ويلي يې دي: ستاسې پروګرامونه دومره په زړه پورې دي چې، دى وايي، له موږ څخه يې د نورو راډيو ګانو خپرونې هېرې كړې دي. خو نوموړى زياتوي چې ستاسې له خپرونې څخه ځينې اورېدونكي د موسيقۍ د كموالي له امله سر ټكوي، كه چېرې، دى ليكي، تاسې د پښتو موسيقۍ ته لږ څه وخت زيات او ځانګړى كړئ نور زيات خوند به وكړي، او زياته كړې يې ده كه څه هم پخوا يې هم دغه يادونه كړې خو نورو اورېدونكيو يو ځل بيا دى اړ كړى چې دغه وړانديز وكړي.

- د ښاغلي عرفان له نېكو هيلو او ګټور وړانديز څخه مننه كوو، اوس د هغو اورېدونكيو نومونه اخلم چې ليكونه يې رارسېدلي دي:

له هريپور څخه د باختر كلب غړيو او د ښوونځي د پنځم ټولګي يو شمېر زده كوونكيو هر يو نور آغا د محمدآګل زوى، محمد عيسى، هدايت الله، حضرت علي د شېر علي زوى، محمد رسول، سيد آغا، محمد فاروق، غلام اسحاق، سلمان، محمد طارق د ډاكتر رحمت الله زوى، نقيب الله، عبد القدير، ګل رحمان، فضل هادي، عبد الباقي، مختار، سيد رحمن، محمد طارق، ګلا خان، رحيم الله، غلام محمد، قومندان، احمد جان، نقيب الله د ملا عبد المومن زوى، محمد شريف، صدام خان، امير الله، كامل خان، ولي خان، امان الله او محمد آغا له خوا ليكونه رارسېدلي دي، دوى هر يو په خپل ليك كې د بېلا بېلو موضوع ګانو په اړه په زړه پورې شعرونه هم ليكلي دي. پر دوش سربېره د خوست له جونو غونډۍ څخه د يوراج كلب مشر محمد شفيق مقاليديار،له مانسهرې څخه نقيب اله شوګير، له همدغه ځاى څخه د عبيد الله صديق له خوا دوه ليكونه، د خراسان كلب غړيو هر يو نادرخان، سلامت خان جګرخون، عابد علي خان، آصف علي خان، محمد اويس امين پاكستاني، اسامه امين، علي محمد خاكسار او فدا محمد فدا له خوا هم بېل بېل ليكونه رارسېدلي، د خپرونې ټولو كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او هم يې په پرله پسې ډول د خپرونې د اورېدو يادونه كړې ده.

اوس نو درنو اورېدونكيو د پروګرام د پاى شېبې دي او د سندرې وخت دى، نو راځئ چې د عبد الله مقري په غږ يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د عبد الله مقري سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدنكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم لوستلى او اورېدلى شئ. د وېبپاڼې پته ده: http://www.cri.cn او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ