د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د افغانستان د حکومت يو چارواکی د فبروری په دوولسمه نېټه وويل د يوولسمې نېټې په شپه د دغه هېواد په جنوب کی لږ تر لږه دوې نښتې وشوې چی له امله يی پنځه تنه پولس او شپږ تنه طالبان ووژل شول.
د افغانستان پوليسو او په دغه هېواد کی نړيوالو مرستندويه ځواکونو د فبروری په يوولسمه نېټه د ارزګان په ولايت کی د طالبانو پر يوې اډې بريد وکړ او شپږ تنه طالبان او دری تنه پوليس په جګړه کی ووژل شول.
د زابل ولايت پوليسو د دغه خبر پخلی وکړ چی يوې ډلې طالبانو د فبروری په يوولسمه نېټه د شپی مهال پر يو سړک پر پوليسو ناڅاپه بريد وکړ چی په ترڅ کې يې دوه تنه پوليس ووژل شول.