<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-17 17:36:40    
موږ او اورېدونكي

cri
عمران – درنو اورېدونكيو روغتيا، خوشالي او د خپل ژوند په چارو كې مو نېكمرغي او برياليتوب له لوى خداى نه غواړم. زه امان الله عمران مو د موږ او اورېدونكي پروګرام اورېدو ته هركلى كوم، ښايي تاسې خبر وئ چې اوس په چين كې د پسرلي اختر ورځې دي، په چين كې د پسرلي دغه اختر د هغې جنترۍ له مخې رادبره كېږي چې چينايان يې بزګري يا كرنيزه جنتري بولي. اوس نو دلته په چين كې د رخصتۍ ورځې دي، ډېرى چينايان لا وار دمخه، هغوى چې كورنۍ يې له ښارونو د باندې په كليوالو سيمو يا نورو ښارونو كې دي، د دغه اختر تېرولو لپاره خپلو كورونو ته ستانه شوي دي. نو چينايانو ته دې د پسرلي دغه اختر نېكمرغه او بختور وي او هيله ده تاسې اورېدونكي هم په دغې نېكمرغۍ او خوشالۍ كې شريك وئ. دا چې تاسې به بيا د خپلو ليكونو اورېدو ته په انتظار ناست وئ، نو زه هم نور ځنډ نه كوم او سمدلاسه پروګرام پيل كوم.

- دغه لومړى ليك را اخلم چې اورېدونكي احسان الله خوش بين د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ، د جونو غونډۍ په صبريو كلي كې له يوراج كلب څخه را استولى دى. ده او ملګريو يې د چين راډيو ټولو همكارانو ته ډېر ډېر سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه او زما نور ملګري هر يو نبي رحمان، فريد رحمان، غازي رحمان او نويد رحمان ټول هر ورځ ستاسو ماښامنۍ او سهارنۍ خپرونې په ګډه او خوشحالۍ سره اورو، بيا زياتوي ستاسو پروګرامونه د دومره ستاينې وړ دي كه يې ليكم نو، دى وايي، كتابچې پرې ډكې شي. اورېدونكي خوش بين بيا د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت كم بللى او ليكي: كه په راتلونكي كې يې وخت زيات شي، نو موږ ټول اورېدونكي به ډېر خوشاله شو.

- دغه بل ليك بيا په كوهات كې له عظمت ماركېټ څخه د هاشمي كلب مشر پير رحمان الله مفتون را استولى او ليكلي يې دي: زه او ملګري مې هر يو پير سيد عبد الله صابر، پير زاهد الله هاشمي، پير امين الله ارماني، پير نعمت الله جنګوي، پير سيد خليل الله صديقي او پير صديق الله د سي آر آى راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه وړاندې كوو. نوموړى بيا زياتوي: ستاسې له خوا مطبوعات راورسېدل، موږ ډېر زيات خوشاله شوو، ستاسې خپرونه هر وخت اورو او موږ، دى ليكي، ستاسې دايمي اورېدونكي يوو، ستاسې له خپرونې سره ډېره مينه لرو او د قدر په سترګه ورته ګورو. نوموړي بيا د خپل ليك په پاى كې له پښتو خپرونې څخه د خپل ملاتړ او مرستو هوډ څرګند كړى دى.

- له پېښور څخه د سرحد پشاوري كلب مشر حافظ محمد بلال په خپل ليك كې لومړى د سي آر آى راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې لكلي: موږ تاسو ته ډېر خطونه در لېږلي دي، ستاسو پروګرامونه ډېر په مينه سره اورو، بيا زياتوي: زه د سي آر آى وفادار اورېدونكى يم او تل به، دى وايي، ستاسې سره وفايي كوم. نوموړى ليكي: زموږ ټول كور او ملګري د سي آر آى راډيو مينه وال اورېدونكي دي، زه چې، دى وايې، څومره تاسې وستايم هغه كم دى. اورېدونكي بلال بيا د پښتو خپرونې د كاركونكيو نومونه ليكلي او د ځانګړيو سلامونو يادونه يې كړې ده. ده د خپل ليك په پاى كې د تماس ټينګولو غوښتنه كړې او د معلوماتي مسابقو په اړه يې د اعلان ور استولو غوښتنه هم كړې ده.

- له كوهاټ څخه د اريوب كلب مشر محمد اقبال بشر دوست په خپل ليك كې لومړى د پښتو خپرونې مشرتابه ته سلامونه ويلي او بيا يې د خپل كلب په اړه ليكلي: زموږ كلب په لسګونه تنه غړي لري، موږ ستاسې خپرونه له ۱۹۹۵ كال راهيسې اورو، او ستاسې سره خپله قلمي دوستي ساتو، وخت په وخت ليكونه، وړانديزونه، او نيوكې درلېږو. بيا زياتوي: د سي آر آى لپاره مو نه هېرېدونكي كوششونه كړي، زيات اورېدونكې مو، دى ليكي، ستاسې خپرونې ته درپېژندلي چې اوس ټول خپل كلبونه لري. موږ، ښاغلى بشردوست زياتوي، په ډېرو سياليو كې ګډون كړى، د نور كله په شان مو د (زه او سي آر آى) په معلوماتي سيالۍ كې هم ګډون وكړ، چې محمد اقبال بشردوست لومړى درجه جايزه وګټله، دلته يې بيا خپل ځان درېيم كس يا غايب كړى، ځانګړې جايزه مو يو بل كس ته وركړه چې، دى وايي، هېڅ د سي آر آى اورېدونكى نه و، او نه مو يې له راډيو نوم اورېدلى. بيا ليكي: لنډه دا چې هغه د چين سفر وكړ، د نورو او رېدونكيو په ارمانونو مو خاورې واړولې، بيا تور لګوي او وايي: دا ستاسې ستره بې انصافي وه، موږ به يې هېڅكله هم هېره نه كړو، په دې عمل، دى وايي، ټول اورېدونكي له تاسې څخه خپه دي، چې چين ته سفر د يو اورېدونكي حق و، تاسې يې حق بل چا ته وركړ، د اورېدونكي بشر دوست ليك له ګيلو او تورونو ډك دى، نو دلته به له ده وپوښتو چې ستا په اند دا حق د چا و؟ آيا ته يې د خپل ځان حق بولې؟ د پروګرام په تېره كړۍ كې مو د يو بل اورېدونكې له ګيلو او تورونو ډك ليك خپور كړ چې هغه هم پر ټټر لاس واهه او چين ته يې سفر د خپل ځان حق باله. بيا هم يادونه كوم چې په سيالۍ كې د جايزې ګټونكي د سمو ځوابونو او پچې اچونې له مخې غوره شوي، او د ګډون كوونكيو تر منځ كوم توپير نه و.

- همدغه ليك ته ورته د چارسدې روډ له خزانې كمپ څخه معشوق جان كاموال هم له ګيلو او ګواښونو ډك ليك را استولى دى. ده هم ويلي چې له دوه زرم كال راهيسې ليكونه رالېږي او په 2006 كال كې يې په مسابقه كې ګډون وكړ. بيا ليكي: د مسابقې په ځوابونو كې مې اته پاڼې ليك درواستاوه، زه په كې لومړى راغلم، پچه هم، دى ادعا كوي چې په نامه يې راوتې وه، خو چين ته مو بل څوك دروغوښت. اورېدونكي معشوق جان كاموال له همدې امله د خپل ليك په پاى كې ګواښ كړى چې نور ليكونه ٰبه نه را استوي او دا يې هم وروستى ليك دى.

- دغه بل ليك بيا له مانسهرې څخه اورېدونكې بي بي ازمه جانې را استولى دى، د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: له ماسره مې ملګرې هره يوه بي بي آفده جانه، شمايله سلطان، بي بي لبنه او وړكې بي بي ورده جانه هم په خپل وار تاسو ته سلامونه ډالۍ كوي. دا زياتوي: زه ستاسو يوه دايمي اورېدونكې يم، او تل ستاسې پروګرامونه په ډېره مينه اورم او ډېره علاقه ورسره لرم، په رښتيا سره چې، دا ليكي، سي آر آى يوه په زړه پورې راډيو ده. اورېدونكې ازمه جانه وايي: دا زما لومړى ليك دى چې تاسو ته يې درډالۍ كوم، هيلمنه يم چې په پرګرام كې ځاى وركړئ، زه، دا ليكي، يوه پاكستانۍ نجلۍ يم، له پښتو كلتور سره له حده زياته علاقه لرم. بيا زياتوي: څه د پاسه لس كاله كېږي چې ستاسو د راډيو پروګرامونه اورم. عمر مې د شل كلنۍ په شاوخوا كې دى او زده كړې مې، دا وايي، تر لسم ټولګي پورې كړې دي. په پاى كې يې سپوږمۍ ته ځانګړي سلامونه او د مطبوعاتو، مجلو او پاكټونو ورلېږلو غوښتنه يې هم كړې ده.

- د صوبه سرحد له لكي مروت څخه هارون الرشيد په خپل ليك كې له سلامونو او نېكو هيلو وروسته ليكلي: موږ ستاسو پروګرامونه هره ورځ په شوق سره اورو، هره مياشت درې څلور غونډې كوو، او په ترڅ كې يې، دى ليكي، پر پښتو پروګرامونو تبصرې كوو او په ګډه ليكونه ليكو، زموږ د كلب ټولو غړيو شمېر نهه ويشت تنه دي، او دوى ټول، نوموړى زياتوي، په پښتو ژبه پوهېږي نو ځكه موږ پروګرامونه په غور سره اورو. اورېدونكى هارون الرشيد ليكي: موږ له 1998 كال راهيسې ليكونه پيل كړي او د جايزو په پروګرامونو كې برخه اخلو او جايزې مو، دى وايي، ګټلې دي. نوموړى د خپل ليك په پاى كې د ټولو غړيو په استازيتوب د معلوماتي موادو، پوښتنپاڼو او د خپل كلب د نوم ليكنې غوښتنه كړې او هم يې د نوي كال مباركي ويلې ده. اوس به د هغو اورېدونكيو نومونه واخلم چې ليكونه يې رارسېدلي دي: د كوهاټ له ګمكول درېيم شمېره كمپ څخه هرات خان ځاځي، له لكي مروت څخه حافظ محمد بخش، اسماء فاروق، ثناء فاروق، ليلى هارون او قاري حافظ ګل جنت، له مانسهرې څخه د خراسان كلب غړيو هر يو عبيد الله صديق، محمد اويس امين او عثمان خان، د صوبه سرحد له بنو څخه د عمر اورېدونكيو كلب مشر عمر نياز خان او د كلب غړيو هر يو ملك نياز خان، شاه فياض خان، رفعت الله او نايب خان ليكونه رارسېدلي دي.

اوس نو درنو اورېدونكيو د پروګرام د پاى شېبې دي او د سندرې وخت دى، نو راځئ چې د زمري سهار په غږ يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د زمري سهار سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدنكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم لوستلى او اورېدلى شئ. د وېبپاڼې پته ده: https://pushtu.cri.cn او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.