د چين د نړيوالی راډيو د خبر له مخی، د ايټاليا صدراعظم رومانو پرودی د فبروری په شپاړسمه نېټه په روم کی وويل دغه هېواد غواړی په سياسی توګه د افغانستان مسئله حل کړي.
ښاغلي پرودی دغه خبره د همدې ورځې په شپه د افغانستان له ولسمشر حامد کرزی سره د خبرو اترو په ترڅ کی وکړې. ده زياته کړه چی ايتاليا به په افغانستان کی خپل ځواکونه پرېږدي. اوسنی نړيواله وضعه په سياسی توګه د افغانستان مسئلې د حل لپاره ښه زمينه برابروی. نړيواله ټولنه يو خپلواک ، ديموکراتيک او امنيتی افغانستان ته اړتيا لری.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د فبروری په شپاړسمه نېټه د يوې ليدنې په ترڅ کې ايتاليا ته ورسيد.