<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-22 18:38:22    
د چين د سالا قوم د کاليو اود سينګارتوکيوجوړولو شرکت

cri

ګرانو اوريدونکو د پروګرام په ننني کړۍ کې به تاسو ته د چين د سالا قوم د کاليو او سينګار په اړه يو شرکت دروپيژنو٠

محترمو اوريدونکو د چين په شمال لويديځ د چينګ های ولايت په شي نينګ ښار کې يوشرکت شته چې يي جابوهارا نوميږي او پکې په ځانګړي توګه د مسلمانانو کالي ،د سينګار توکي، د سړيو او ښځو ټکري ، ديوالي غالۍ او نور قومي توکي جوړيږي ، د دغه شرکت يو چارواکي زمونږ خبريال ته وويل په دغه فابريکه کې توليد شوي قومي کالي او نور توکي د مسلمانانو هريول اړتياوي پوره کولای شي ، هغه وويل =اواز١ = مونږ د مسلمانانو د دودونو له مخي کالي او د سينګار نور توکي جوړوواو دغه توکي تود بازار لري

د معلوماتو له مخې د نوموړي شرکت لخوا توليد شوي توکي اوس په زياته اندازه بهرنيو هېوادونو ته صادريږي او په اسلامي نړۍکې يې پراخشهرت موندلی دی ،اوس د دغه شرکت دايمي پانګه نژدې دوه سوه اويا مليونو يوانو ته رسيږي او د کارګرانو شمير يې له پنځه زرو تنو څخه اوښتی دی ، اوس دغه شرکت د چين په شمال لويديځ کې د يوې نامتونړيوالې تصدي په توګه ومنل شو، خوڅو کلونه مخکې دغه شرکت يوه کوچنۍ کارخانه وه چې يوازې څو تنو کارګرانو پکې کارکاوه ، د دغه شرکت جوړونکی او مشر ښاغلي عيسی خان د چين د سالا قوم يو سړی دی ده زمونږ خبريال ته وويل د څه باندې لسو کلونو مخکې دی د زده کړو لپاره پاکستان ته تللی و

او په ترڅ کې يې وليدل چې هلته د مسلمانانو کالي او د سينګارتوکي، په تيره بيا د نارينه و خولۍ ډېرې ښکلې او ډولونه يې هم زيات دي ، په هغه وخت کې ده فکر وکړ چې رنګارنګې ښکلې خولۍ چين ته يوسي ، هغه وويل == اواز ٢ – په چين کې شل مليونه مسلمانان ژوندکوي ، ښايي چې دوي هم له دغو ښکلو خوليو سره مينه ولري ، خو د چين په بازارونو کې دغسي خولۍ ډېرې کمې ليدل کيږي ، نو پريکړه يې وکړه چې د پاکستان ، بنګله ديش او سعودي عربستان د مسلمانانو رنګارنګ ښکلې خولۍ چين ته واردې کړي او ويې پلوري ، ښاغلي عيسی خان ژر خپل فکر په عمل بدل کړ او له دې لارې يې زياتې پيسې ترلاسه کړې ، تر يوې مودې وروسته ده ته دا فکرهم رامنځته شو چې پخپله دغه توکي جوړکړي او په دې برخه کې د کورنيو او بهرنيو مسلمانانو اړتياپوره کړي ،هغه وويل = اواز٣ = په چين کې د دغو توکيو د پلورلو ساحه پراخه شوې ده، تر دوو کلونو وروسته ښاغلي عيسی خان پريکړه وکړه چې د دغو توکيو د جوړولو يوه فابريکه پرانيزي او خپل توليدات بهر ته صادرکړي ٠

د ١٩٩٨کال په پيل کې عيسی خان د ديرشو زرو يوانو پانګې په کارولو سره يوه کوچنۍ کارخانه جوړه کړه چې په ځانګړې توګه پکې د مسلمانانو کالي ، خولۍ ، ټکري ، ديوالي غالۍ او نور اړوند توکي توليدکړي ،

د توليداتو د کيفيت د لوړتيا لپاره ښاغلي عيسی خان ځينو عربي هېوادونو ته ولاړ او هلته يې د خوليو د جوړولو د هنر زده کړه وکړه ، برسيره پر دې ده د هېواد په ځينو ولايتونو کې هم پلټنه وکړه او په پاي کې يې د نورو دوو لويو شرکتونو سره په ګډه د کمپيوتر په وسيله د ګلدوزۍ لپاره يو پرمختللي توليدي جريان رامنځته کړ او دده کوچنۍ کارخانه هم په يو لوي شرکت بدله شوه ، اوس نوموړي شرکت يو سل او ديرش عصري ماشينونه لري٠په نوموړي شرکت کې نه يوازي د مسلمانانو خولۍ توليديږي بلکې قومي جامې ، د سينګار توکي ، ديوالي غالۍ او نور توکي هم جوړيږي ،اوس د چين د چينګ های ولايت مسلمانان د حج اداکولو لپاره سعودي عربستان ته د تګ په وخت کې د يي جيا شرکت لخوا توليدشوي خولۍ ، ټګرۍ ، ديوالي غالۍ او نور شيان د تحفو په توګه خپلو دوستانو او خپلوانو ته وروړي او ورسره هم ډېره مينه لري ،

د شاوخوا لسو کلونو د کوششونو له ﻻرې د يي جيا شرکت لخواداسلامي ځانګړتيا لرونکي توليد شوي توکي په بريالۍ توګه نړيوال بازارته داخل شوي دي ، د دغه شرکت مرستيال ښاغلي خان ده چينګ وويل = اواز ٥ = په روان کال کې د سعودي عربستان ، نايجريا او له متحده عربي اماراتو څخه دوولس سوداګران زمونږ شرکت ته راغلي وو چې له دې جملې څخه يوازي د سعودي عربستان سوداګر له مونږ سره د اته مليونو خوليو د پيرودلو قرارداد لاسليک کړ،

اوس د يي جيا شرکت توليدات په زياتې اندازې سره د منځني ختيځ او جنوبي اسيا يو شمير هېوادونو ته صادريږي ، او د چين په زياتو ولايتونو کې هم ښه بازار لري ، د دغه شرکت مشر ښاغلي خان ايي څاووويل دی غواړي چې خپل شرکت نور هم پراخ کړي او په نړيوال بازار کې ﻻزيات شهرت ترلاسه کړي ٠

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځايه پاي ته ورسيد ، نيکمرغه او خوشاله اوسۍ ٠