<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-02-24 18:05:10    
موږ او اورېدونكي

cri
درنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې، خداى وكړي روغ، خوشاله او د خپل ژوند په چارو كې نېكمرغه او بريالي وئ. زه امان الله عمران مو د موږ او اورېدونكي پروګرام اورېدو ته هركلى كوم. دا چې تاسې به بيا د خپلو ليكونو اورېدو ته په انتظار ناست وئ، نو زه هم نور ځنډ نه كوم او سمدلاسه پروګرام پيل كوم.

- دغه لومړى ليك را اخلم چې له كوهاټ څخه هرات خان ځاځي را استولى دى، لومړى يې په خپله د سي آر آى راډيو پښتو خپرونې كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا د خپل ملګرې يادونه كړې چې جمال الدين ارمان نومېږي، نوموړى هم، دى ليكي، د پروګرام وړاندې كوونكيو او اورېدونكيو ته سلامونه وايي او د ده په وينا د پروګرام ستاينه كوي. ښاغلي ځاځي بيا د اورېدونكيو په اړه پښتنه كړې او وايي: هغه اورېدونكي چې په منظمه توګه له تاسو سره په پروګرام كې د ګډون لپاره كلبونه جوړوي، آيا، دى پوښتنه كوي، د هغوى د كلبونو مسئولانو نومونه او پتې يا عكسونه تاسې په كمپيوټر كې د پېژندګلوۍ لپاره ليكئ؟ او كه نه، دى ليكي، بل څه ترتيب وركوئ؟ نوموړي بيا د خپل ليك په پاى كې د خپل عكس رالېږلو يادونه كړې او بيا يې په ځانګړې كچه پر كمپيوټر د چاپ او بېرته ورلېږلو غوښتنه كړې ده. ځاځى صاحب لومړى هغوى چې د اورېدونكيو كلبونه لري، د هغوى پېژندګلوي او پتې له موږ سره شته، يوازې د دې لپاره چې زموږ تر منځ د پښتو خپرونې د اورېدو د بڼې او دغه راز د پروګرامونو له څرنګوالي سره په تړاو د وړانديزونو لپاره تماس دوام ولري، بل موږ دلته كوم داسې كمپيو ټر نه لرو چې عكسونه پرې چاپ كړى شو، ستا د نورو ليكونو او ګټورو وړانديزونو په هيله، بريالى اوسې!

- يو بل ليك را اخلم چې اورېدونكى په كې ليكي: زه نقيب الله شوګير د خراسان كلب مسئول نثار احمد احمدي په لارښونه ستاسو له راډيو سره اشنا شوم، او تاسو ته ليكونه درلېږم. نوموړى بيا د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه وايي، او بيا ليكي: زما ملګري هر يو نثار احمد احمدي، يعقوب الدين ارماني، حسن خان، طارق الله همدرد، قدرت الله ارماني، عبد الرحمن رحيمي، شېر محمد وفا، سردار خان باركي، دولت خان، عبد الحكيم او جاوېد خان هم تاسو ته سلامونه وړاندې كوي. اورېدونكى نقيب الله شوګير زياتوي: ستاسې پروګرامونه زموږ ډېر خوښ دي، او خداى دې وكړي چې، دى ليكي، نور هم ښكلي او پرمخ لاړ شي. نوموړي د خپل ليك په پاى كې د چين نړيوالې راډيو په اړه د معلوماتو ترلاسه كولو هيله كړې نو ځكه بايد موږ، دى غوښتنه كوي، مجلې، مطبوعات، عكسونه، د ليكونو پاكټونه او د لوست لپاره نور مشهور كتابونه ورولېږو.

- د مانسهرې له اچړيان ګمپ څخه اورېدونكي حسن خان قلميار دوه ليكونه را استولي دي، لومړى يې د سي آر آى راډيو ټولو اورېدونكيو او كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه د آريانا كلب غړى يم او مـــــلګري مې هر يو طارق الله، قدرت الله، عبد الرحمن، سردار خان، نجيب الله، شېر محـــــــمد، محمد عارف، غياث او شفيق پكتياوال موږ ټول د اچړيان كمپ اوسېدونكي يوو. نوموړى بيا وايي: تاسو داسې خلك ياستئ چې د سياسي خلكو ليكونه خپروئ، څه چې غواړئ، دى ليكي، وراستوئ يې او جايزې هم دوى ته وركوئ او زموږ ليكونه، دى ګيله كوي، نه خپروئ او نه هم څه رالېږئ، بيا وايي: خير دى غريبي ده، خو په غريبانو پام كوئ. اورېدونكى حسن خان په خپل بل ليك كې ليكي: ما تاسو ته ليكونه درلېږلي چې د غټ دېوال عكسونه، مجلې او مطبوعات راولېږئ خو تاسو، دى ګيله كوي، هېڅ راونه لېږل. بيا ليكي: ګورئ زه ستاسو د راډيو لپاره نور مينه وال اورېدونكي راګورم، او په كلي او ښونځي كې نورو ملګرو ته، نوموړى زياتوي، بلنه وركوم چې له تاسو سره اړيكي ټينګ كړي. بيا ليكي: كله چې له تاسو نه د مجلو را استولو غوښتنه كوم نو بيا يې نه رالېږئ، كه دا ځل مو مجلې او د غټ دېوال عكسونه را ونه لېږل نو، دى ګواښ كوي، قلمي اړيكي به درسره پرېكړم.

- دغه راز په مانسهره كې د خراسان كلب د مشر نثار احمد احمدي له خوا هم دوه ليكونه رارسېدلي دي. لو مړى يې د خپل ځان په اړه ليكلي چې د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونكى او اوس په مانسهره كې ژوند كوي. بيا يې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او ليكلي يې دي: زه ستاسو دايمي اورېدونكى يم، پنځه كاله كېږي چې ستاسې ښايسته پروګرامونه اورم او ډېره زياته علاقه ورسره لرم، او په ډېر لږ وخت كې مې، دى زياتوي له حد نه زيات ليكونه تاسو ته ډالۍ كړي دي. ښاغلي احمدي بيا سي آر آى راډيو د افغانانو او د چين د خلكو تر منځ د ورورۍ يو لاس او هم يې د افغانستان او پاكستان وګړيو ته ګټوره بللې ده چې په خپله خبره يې دوى د چين له كلتور او رسم او رواج سره آشنا شوي دي. بيا يې د چين د نړيوالې راډيو د پنځه شپېتمې كليزې په مناسبت مباركي ويلې، او ليكلي يې دي چې كلب يې څه د پاسه (50) تنه غړي لري، او وايي اوس په خپل كلب كې د نورو كلبونو د غړيو شاملولو كوشش كوي. ښاغلى احمدي زياتوي: اوس هم هره ورځ يو شمېر زده كوونكي چې، دى وايي، زما ښوونځي وال دي ستاسې د راډيو پته را نه اخلي او ليكونه در استوي. نوموړى ليكي چې د سي آر آى راډيو د (65) كليزې په مناسبت يې په مانسهره كې يوه غونډه ترسره كړې وه، چې د ده په وينا ډېرو ليكوالانو، اديبانو، شاعرانو او د نورو كلبونو مشرانو په كې ګډون كړى و، چې په ترڅ كې يې، دى وايي، مېلمنو ويناوې وكړې او ده هم د راډيو خپرنيز توكي د ګډون كوونكيو تر منځ ووېشل. اورېدونكي احمدي د خپل ليك په پاى كې د مجلې او نوي كال جنترۍ ور استولو غوښتنه هم كړې ده.

- له كوهاټ څخه د افغان كلتوري بهير مشر سكرتر سيد وارث حنيفي په خپل ليك كې د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې ټولو كاركوونكيو ته له سلامونو او نېكو هيلو وروسته ليكلي: پروګرامونه مو په شوق او ذوق سره اورو، ښه معلومات ترې تر لاسه كوو، په راتلوكي كې هم، دى وايي، د دغسې ښو پروګرامونو د خپرولو په هيله يوو، او ستاسې له دغه خدمت څخه مننه كوو. نوموړي بيا ليكلي: د سي آر آى د پښتو اېنټرنېټ پاڼه ګورو، ښه په زړه پورې او جالبه ده، او موږ ترې ښه معلومات ترلاسه كوو. بيا يې د پښتو هېنداره ستايلې او په كې يې د اورېدونكيو زياتو ليكونو ته د ځاى وركولو هيله كړې ده، په پاى كې يې د مطبوعاتو نه وراستولو شكايت كړى او هم يې د نوي كال مباركي ويلې ده.

- دغه راز له له كوهاټ څخه د احمد شاه ابدالي كلب مشر ملنګ جان شابيوال هم په خپل ليك كې له سلامونو وروسته د پښتو خپرونې د مطبوعاتو د ور رسېدو ډاډ راكړى، بيا يې په ښايسته او په زړه پورې پښتو د ډيوې له خوا د ورلېږل شوي ليك ستاينه كړې او زياته كړې يې ده: د سي آر آى پښتو خپرونې ټولو كاركوونكيو انځورونه مې وليدل، ډېر زيات خوشاله شوم چې د چينايي ملګرو پښتو نومونه مې ولوستل او له پښتو سره ستاسې دغه مينه د ستاينې وړ بولم او پرې وياړم. نوموړي د خپل ليك په پاى كې د سي آر آى د هر غړي د بيوګرافيو وراستولو غوښتنه كړې چې، دى وايي، د (ريښتين) په نامه خپله خپرونه كې يې خپرې كړي.

اوس نو درنو اورېدونكيو د پروګرام د پاى شېبې دي او د سندرې وخت دى، نو راځئ چې د نغمې په غږ يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د نغمې سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدنكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم لوستلى او اورېدلى شئ. د وېبپاڼې پته ده:

https://pushtu.cri.cn

او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.