د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د المان د اقتصادی همکارۍ او پرمختګ وزير ويکزوريک زيو د فبرورۍ په اته ويشتمه نېټه په برلين کې اعلان وکړ چې دغه هېواد به په روان کال کې له افغانستان سره مالی مرستې له شل مليون يورو څخه سل مليون يورو ته زيات کړي.
نوموړي زياته کړه المان به د داسی پيسو د لګولو په هکله له افغانستان سره سلامشوره وکړي. د المان په أند، نوموړي پيسې بايد د افغانستان د جنوبی برخې په بيا رغونه کې ولګوي، د بېلګې په توګه د افغانستان د نجنو د ښوونې په پلان کې بايد دغې مرستې ولګول شي.