<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-01 18:31:12    
د چين د ماونان قوم د خلکو ژوندته يوه لنډه کتنه

cri

ګرانو اوريدونکو د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به مونږ سره يو ځای د چين د ماونان قوم د خلکو کورونو ته ولاړشو اود هغوي د ژوند حالات وګورو ٠

د ماونان قوم خلک د چين په جنوب د ګوانګ شي د جوانګ قوم په خپلواکه سيمه کې اوسيږي او شمير يې يوازې اتيا زره تنو ته رسيږي ، دغه قوم د چين له هغو ٢٢ قومونو څخه دی چې نفوس يې ډېر لږ دی ، پخوا د دغه قوم زياترو خلکو په غرونو او ځنګلونو کې ژوند کاوه ، د ژوندانه او توليد شرائط يې بيخي سخت وو ، خو په وروستيو کلونو کې دوي له غرونو او ځنګلونو څخه راښکته شوي او په اواره سيمه کې يې په خپل ژوند پيل کړی دی ، راځۍ چې اوس مونږ سره يوځای د دغه قوم يوې کورنۍ ته ولاړشو اود ژوند حالات يې وګورو ٠

د خوان جيانګ په نامه د ماو نان قوم خپلواکه ولسوالي د ګوانګ شي له مرکز نان نينګ ښار څخه د موټر له لارې د څلورو ساعتونو واټن لري ، دغه ولسوالۍ د خوان جيانګ په نامه سيند لخوا چاپيره شوی او شاوخوا يې لوړ غرونه دي ، د چنګ شوانګ په نامه کلی د ولسوالۍ له مرکز څخه لس کيلومتره لري ، مونږ ددغه کلي يوه کور ته ولاړو ،پنځوس کلن کوربه يې لو بۍ جيانګ زمونږ هرکلی وکړ ، دده کور يوه دوه پوړيزه ودانۍ ده، هغه وويل د څه باندې لس کاله مخکې دوي په غره کې اوسيدل او ژوند يې ډېر ستونزه من و ، هغه وويل 

پخوانی کور مو په لوړ غره کې و او د نورو ځايونو سره د اړيکو شرط مو بيخي خراب و، کله به چې مونږغوښتل د سوداګرۍ لپاره بازار ته ولاړشو ، نو سهاروختي به مو حرکت کاوه او د شپې لخوا به بيرته کور ته راتلای شوو٠

د ماو نان قوم د خلکود توليد او ژوند چاپيريال د ښه کيدو لپاره د تيرې پيړۍ د اتمې لسيزې په پاي کې د چين حکومت د پلان له مخې د دغه قوم خلک په ډله ايزه توګه له لوړو غرونو څخه اوارې سيمې ته وليږول اوددوي لپاره يې ښه ښه کورونه جوړکړل ، دغه راز ځايي حکومت هم ددوي د استوګنځيو او نورو ځايونو ترمنځ عمومي سړکونه جوړکړل او د بريښنا او پاکو اوبو د برابرولو شرائط يې هم ښه کړي دي ، ښاغلي لوجيانګ بۍ د اوسني ژوند له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې اوس دلته د ژوند شرائط ښه شوي دي ، سړکونه جوړشوي ، د بريښنا مزي کورونو ته غزيدلي دي ، دغه راز په کورونو کې رنګين تلويزيون ، تلفون او موټرسايکلونه لرو اوس مونږ يوازي په ديرشو دقيقوکې د ولسوالۍ مرکز ته تلای شو،

له غرونو څخه د وتنې راهيسي د ماو نان قوم د خلکو نظريې هم نوې شوې دي ، پخوا به دوي په خپلو کورونو کې پاتې کيدل او کومو ليرې ځايونو ته نه تلل ،خو اوس دوي د کارونو لپاره د چين د جنوب ختيځ ساحلي سيمو ته ځي ، د ښاغلي لو بۍ جيانګ زوي له دغو کسانو څخه دی ، په ١٩٩٠ کال کې زلمی لوکانګ د کار لپاره د چين د جنوب ختيځ شن جنګ سيمې ته ولاړ او هلته يې زيات کارونه وکړل، د څو کلونو په تيريدو سره هغه بيرته خپل کلي ته راغی او په خپلو پيسو يې يو موټر راونيو او په ترانسپورتي چارو يې پيل وکړ،

د خوان جيانګ په ولسوالۍ کې د لوکانګ په شان خلک چې د کار لپاره بهر ته تللی او د يوې مودې وروسته بيا بيرته خپلې ولسوالۍ ته راغللي اوپه خپلوکليو کي

يې نورې چارې رامنځته کړې ، اوس په دغه ولسوالۍ کې په سلو کې شپيته فابريکې او تصدي د دوي لخوا جوړ شوې دي ،

د ښاغلي لوجيانګ بۍ سره د خبرو په ترڅ کې يو زلمی دده کور ته راننووت ، ښاغلي لوجيانګ بۍ په وياړه سره زمونږخبريال ته وويل دی يې وراره دی چې لوجې نوميږي او په دغه ولسوالۍ کې لومړی زده کوونکی و چې په لوي ښار شانګهای کې يې زده کړه کړې ده ،له پوهنتون څخه د فارغيدو وروسته دی بيرته خپل کلي ته راغي او اوس د ځايي حکومت په يوه څانګه کې کارکوي ، ولې دی له پوهنتون څخه تر فارغيدو وروسته په ښار کې پاتې نه شو او بيرته خپل کلي ته راغي ، دغې پوښتنې ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې زلمي لوجې مونږ ته وويل 

په هغه وخت کې مې فکر وکړ چې زمونږ کلی ډېر وروسته پاتی دی ، زه هم له دغه غريب غرني کلی څخه ښار ته ولاړم ، نو په پوهنتون کې ترلاسه کړي معلومات بايدد خپل وطن د ابادۍ لپاره وکاروو اوخپله پوهنه په کارواچوو چې وطن مو په چټکۍ سره پرمختګ وکړي ٠

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد، نيکمرغه او خوشاله اوسۍ ٠