د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د دفاع وزارت د مارچ په لومړی نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل په همدې ورځ امريکا په جلا جلا توګه افغانستان او تاجکستان ته دوه او دری تنه بنديان وليږدول چې د امريکا د ګوانتانامو په پوځی زندان کې بندی شوي وو.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي تر اوسه پوری امريکا د البانيا، استراليا، مصر، فرانسې، ايران او عراق په شمول ځينو هېوادونو ته نژدی دری سوه او نوي تنه بنديان ليږدولي دي، خو لا تر اوسه هم دری سوه او پنځه اتيا تنه د ګوانتانامو په زندان کې بنديان دي.