<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-03 19:14:15    
مونږ او اوريدونکي

cri

عمران – درنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې، خداى وكړي روغ، خوشاله او د خپل ژوند په چارو كې نېكمرغه او بريالي وئ. زه امان الله عمران مو د موږ او اورېدونكي پروګرام اورېدو ته يو ځل بيا هركلى كوم. پوهېږم چې تاسې به بيا د خپلو ليكونو اورېدو ته په انتظار ناست وئ، نو زه هم بې له كوم ځنډه سمدلاسه پروګرام پيل كوم.

- دغه لومړى ليك را اخلم چې د صوبه سرحد له چترال څخه د افغانستان د ملي نجات كلب مشر صاحب شاه ر استولى دى. د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو او اورېدونكيو ته يې له سلامونو وروسته د خپلو ملګرو هر يو مير حاتم، محمد ابراهيم، محمد حسين، شېرزاده، مير حمزه، ضياء الرحمن، محمد ادريس او شېر حبيب نومونه ليكلي او بيا يې ويلي: موږ ستاسې پروګرامونه اورو، په تېره بيا، دى ليكي، د چيني ژبې لوست، د روغتيا ساتنه، يكشنبه مو نېكمرغه، او موږ او اورېدونكي پروګرامونو سره مو زياته مينه ده او په شوق سره يې اورو.

- د مانسهرې په اچړيانو كې د افغانانو له درېيم شمېره كمپ څخه اورېدونكي عبد الكبير محمدي كه څه هم د پاكټونو له نشتوالي شكايت كړى خو بيا يې هم درې ليكونه په بېلو بېلو پاكټونو كې را استولي دي. لومړى يې د سي آر آى راډيو ټولو كاركوونكيو بيا په ځانګړې توګه د پښتو څانګې چلوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: موږ له پښتو خپرونې سره ډېره مينه لرو بيا يې شكايت كړى او وايي: نژدې اوه – اته مياشتې كېږي چې ماته ستاسو له خوا هېڅ شى نه راځي. اورېدونكى محمدي زياتوي: له ماسره پاكټونه نه شته چې تاسو ته په كې ليكونه در واستوم، بيا هيله كوي چې د ليك ځواب يې ژر ور واستوو.

- دغه راز له مانسهرې څخه اورېدونكې بي بي شمايلې سلطان هم يو ليك را استولى، له سلامونو وروسته يې ليكلي: دوستانو زه له تاسو څخه ډېره زياته ګيله منه يم، هغه دا چې، دا ليكي، تاسو ولې زما ليكونه نه خپروئ، دا زما لسم ليك دى چې زه يې، نوموړې وايي، تاسې ته ډالۍ كوم خو ستاسو له خوا كوم مثبت يا منفي ځواب نه راځي، دغې اورېدونكې د خپل ليك په پاى كې د مطبوعاتو، خپرنيزو موادو، پاكټونو، مجلو او د كاركوونكيو د انځورونو ور استولو غوښتنه كړې ده.

- د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ له صبريو كلي څخه د يوراج كل مشر محمد شفيق مقاليديار دوه ليكونه را استولي دي. لومړى يې د چين نړوالې راډيو كاركوونكيو او اورېدونكيو ته ډېر ډېر سلامونه ويلي او بيا له ټولو هغه اورېدونكيو څخه مننه كړې چې د (زه او سي آر آى راډيو) په مسابقه كې يې ګډون كړى و، او هم يې هغوى ته چې په دغه سيالۍ كې په لومړۍ دوهمه او درېيمه درجه بريالي شوي دي د خپل كلب په استازيتوب مباركي ويلي ده. نوموړي په راتلونكي كې هم د داسې په زړه پورې مسابقو ترسره كولو هيله كړې ده. اورېدونكي مقاليديار په خپل بل ليك كې د پښتو خپرونې له خوا د ورلېږل شويو خپرنيزو موادو د تر لاسه كولو ډاډ راكړى او بيا يې په وخت سره د ټولو پروګرامونو د اورېدو لپاره د مهال وېش ور استولو غوښتنه هم كړې ده.

- له همدغه ځاى خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ له كاڅي كلي څخه اورېدونكي شهزاده د يوراج كلب په نامه ليك را استولى. لومړى يې د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو او بيا ټولو اورېدونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: دا زما لومړى ليك دى چې تاسو ته يې درلېږم او د خپرېدو په هيله يې يم. بيا زياتوي: ستاسې ټولې خپرونې زه په ډېر شوق سره اورم او ډېرې د ستاينې وړ دي، هيله كوم چې نور پرمختګ هم وكړي.

- له همدغه ځاى څخه د يوراج كلب غړي او د صبريو كلي اوسېدونكي احسان الله خوشبين هم يو ليك را استولى، لومړى يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: دا زما دوهم ليك دي چې تاسو ته يې درلېږم، ماته، دى وايي، ستاسو د ليكونو پاكټونه نه دي رارسېدلي، نو هيله ده چې د دغه ليك په در رسېدو ماته د ليكونو پاكټونه، پښتو هېنداره او مجلې را واستوئ، نو زه به، دى ليكي، ډېر خوشاله شم. بيا زياتوي ستاسې پروګرامونه د سهار او ماښام له خوا اورم او ډېره زياته مينه ورسره لرم. اورېدونكي خوشبين په پاى كې د خپل ليك د خپرېدو غوښتنه كړې او هم يې د خپلو ملګرو هر يو نبي رحمان، غازي رحمان، فريد رحمان، او نويد رحمان نومونه ليكلي او وايي: دوى ټول ستاسې پروګرامونه ډېر په شوق سره اوري او تاسو ته سلامونه وايي.

- له مانسهرې څخه اورېدونكي فضل الله عمري په خپل ليك كې لومړى سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: د ډېرې بوختيا له امله مې نژدې يوه مياشت تاسو ته ليكونه نه دي در استولي. بيا يې زياته كړې: د اچړيان كلب غړيو د يوې وړوكې غونډې په ترڅ كې كلب د نوم بدلولو غوښته وكړه، چې بيا يې د رايو وركونې له مخې، د ده په وينا، خپل كلب په لغمان كلب ونوماوه. اورېدونكي فضل الله عمري د خپل ليك په پاى كې د مجلو او نورو مطبوعاتو ور استولو هيله كړې ده.

- يو شمېر اورېدونكي داسې برېښي كله چې د ليكونو استول وړيا وګوري نو يوازې يو دوه درې خبرې وليكي او بس په پاكټ كې يې دننه كړي او راوايې ستوي، او بيا ځينې ګيله هم كوي چې زما ليك ولې نه خپرېږي، دلته په مانسهره كې د خراسان كلب د ځينو غړيو ليكونه را اخلم چې فوټوكاپي كړي يې دي، د ټولو ليكنې سره ورته دي او يوازې نومونه يې په قلم پرې بېلابېل ليكلي، د دوى تر منځ ګل احمد تقوا، راز محمد وفا، هدايت الله همت، فدا محمد فدا، علي محمد خاكسار، داد محمد وفا، نياز علي خان، اصف علي خان، رضوان زمان، محمد اويس امين، بي بي لبنه او عبيد الله صديق دوى ټولو له خوا فوټو كاپي شوي ليكونه رارسېدلي دي. هيله ده ټول اورېدونكي په راتلونكي كې ګټور ليكونه راوستوي، زموږ د خپرونو په اړه خپلې ګټورې نظريې راسره شريكې كړي، او يا هم د خپل ژوند په اړه له نورو اورېدونكيو سره د ژوند خواله وكړي، چې له مخې به يې د چين نړيواله راډيو نه يوازې دوى ته د معلوماتو يوه سرچينه وي، بلكه د اورېدونكيو تر منځ د تړاو يو كرښه هم شي. د پروګرام په دې برخه كې به د هغو اورېدونكيو نومونه واخلم چې ليكونه يې رارسېدلي دي: د قدرت الله ارماني له خوا درې ليكونه چې په يو كې يې ځان د آريانا كلب او په دوو نورو كې يې ځان د خراسان كلب غړى ښودلى، د صوبه سرحد له چارسدې روډ څخه د معشوق جان كاموال، د خراسان كلب غړيو هر يو محمد نويد اجازي، اسامه امين، لطيف الله، عبد الصبور، عبد المنان حيدري، محمد عامر تسليم، محمد حمزه تسليم، بنا امين خاكسار، سميع الله، عزيز الرحمن توحيدي او سلامت خان جګرخون، او دغه راز د خوست ولايت د عليشېرو له ولسوالۍ څخه د صبور انوري او اصيل الرحمن عرفان له خوا ليكونه رارسېدلي دي.

اوس نو درنو اورېدونكيو د پروګرام د پاى شېبې دي او د سندرې وخت دى، نو راځئ چې د عرفان خان په غږ يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د عرفان خان سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدنكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم لوستلى او اورېدلى شئ. د وېبپاڼې پته ده:

https://pushtu.cri.cn

او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.