د چين د نړيوالی راډيو د خبر له مخې : د روسيی د بهرنيو چارو وزارت د دوهمی أسيايی اداری مشر اليکساندير مارياسوف وويل روسيه پر دې غور کوي چې يو ځل بيا له افغانستان سره پوځی مرستې وکړي .
د روسيی د نيزاويسيمايا ګازيتا ورځپاڼی د خبر له مخې د مارچ د پنځمی نيټې نوموړي څو ورځې مخکې وويل له دې امله چې په افغانستان کې د طالبامو او د القاعدی سازمان د پاتی شونو ګواښ ور ځ په ورځ زياتېږي . د افغانستان ولسمشر حامد کرزي لږه موده مخکې هيله څرګنده کړه چې روسيه بيا له دغه هيواد سره پوځی مرستې وکړي . د افغانستان د دفاع وزير به په نژدی راتلونکی کې مسکو ته سفر وکړي او له روسيی سره به په دې هکله سلامشوری وکړي .