د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې : د بريتانيا صدراعظم ټوني بلير د مارچ په نهمه نېټه په بروکسيل کې د اروپايی ټولنې په مقر کې وويل : هغه د دغه ټولنې په سرمشريزه غونډه کې د ناتو له غړيو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې افغانستان ته لا زيات سرتيری وروليږی .
ښاغلي بلير له دغې غونډې وروسته په يوه مطبوعاتی غونډه کې وويل : هغه د غونډې په بهير کې د نورو غړيو هېوادونو له مشرانو سره افغانستان ته د لا زياتو سرتيريو د ورليږلو پر مسئلې بحث وکړ . خو بلير د دغه بحث په اړه تفصيلات نه دی څرګند کړی .