<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-10 19:12:08    
 موږ او اورېدونكي

cri

عمران – درنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې، خداى وكړي روغ، خوشاله او د خپل ژوند په چارو كې نېكمرغه او بريالي وئ. زه امان الله عمران مو بيا هم د موږ او اورېدونكي پروګرام اورېدو ته هركلى كوم. څرګنده ده چې تاسې به بيا د خپلو ليكونو اورېدو ته په انتظار ناست وئ، نو زه هم بې له كوم ځنډه سمدلاسه پروګرام پيل كوم.

- لومړى د صوبه سرحد د هاشمي كلب د مشر رحمن الله هاشمي دوه ليكونه را اخلم چې له كوهاټ څخه يې را استولي دي. د خپلو ملګرو هر يو امين الله هاشمي، نعمت الله هاشمي، صديق الله هاشمي او امان الله هاشمي نومونه يې ليكلي او بيا يې ويلي: موږ د سي آر آى راډيو ټولو كاركوونكيو په تېره بيا امان الله عمران او سپوږمۍ ته سلامونه وړاندې كوو، موږ، دى زياتوي، ډېر خوشاله يوو چې ستاسو مطبوعات راورسېدل. ښاغلي هاشمي د خپل ليك په پاى كې د سي آر آى د پروګرامونو ستاينه كړې او وبيا يې ويلي: كه د پښتنو لپاره يو ځانګړى پروګرام پيل شي نو ډېر ښه به وي.

- له مانسهرې څخه د خراسان كلب غړي راجه سعد خان په خپل ليك كې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته له سلامونو وروسته ليكلي: زه د پنځم ټولګي زده كوونكى او پنځه لس كلن يم. بيا زياتوي: ستاسې پروګرامونه ډېر په مينه سره اورم، ستاسې ټول پروګرامونه د ستاينې وړ دي. اورېدونكى راجه سعد خان بيا خپل نظر څرګندوي او ليكي: تاسې خپل پروګرامونه زيات كړئ چې موږ ، دى وايي، ډېر معلومات ترې ترلاسه كړى شو، ستاسې پروګرامونه ډېر ښه دي او په منظمه توګه يې اورم. نوموړي د خپل ليك په پاى كې د راډيو د كاركوونكيو د انځورونو او پاكټونو ور استولو غوښتنه كړې ده.

- دغه راز د خراسان كلب يو بل غړي اسامه امين په خپل ليك كې لومړى د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسې پروګرامونه پر ما ډېر ښه لګېږي او ډېره مينه ورسره لرم. بيا زياتوي: زما ملګري هر يو محمد اويس امين، نثار احمد احمدي، داد محمد، ګل احمد تقوى، محمد عامر تسليم، رضوان خان، نياز خان او راجه سعد هم تاسو ته سلامونه وړاندې كوي. اورېدونكى اسامه امين ليكي: زه ستاسو پروګرامونه په منظمه توګه او له يو كال راهيسې اورم، په پاى كې يې د مطبوعاتو، انځورونو او پاكټونو ورلېږلو غوښتنه كړې ده.

- دغه راز اورېدونكى لطيف الله وفا په خپل ليكي كې ليكي: زه د خراسان كلب غړى يم، د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه وړاندې كوم، ستاسو دايمي اورېدونكې يم، او له لسو كلونو راهيسې ستاسې خپرونې اورم او ډېره مينه ورسره لرم. ستاسو له ښكليو پروګرامونو څخه، دى ليكي، ډېر معلومات تر لاسه كوم. نوموړي بيا د خپلو ملګريو هر يو: د كلب مسئول نثار احمد احمدي، د آريانا كلب مسئول محمد عارف عرفان، قدر ت الله ارماني او طارق الله همدرد نومونه ليكلي او وايي چې دوى هم سلامونه وړاندې كوي. اورېدونكي لطيف الله وفا د خپل ليك په پاى كې د مطبوعاتو، مجلو، خپرنيزو موادو او نورو شيانو وراستولو غوښتنه كړې ده.

- دغه راز له مانسهرې څخه اورېدونكې بي بي عيني يو ليك را استولى او د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: زه تل ستاسې پروګرامونه اورم او ډېره مينه ورسره لرم او پر ما ډېر ښه لګېږي. ستاسې له پروګرامونو ډېر معلومات ترلاسه كوو، او زه يې له دوه كلونو راهيسې اورم، خو ليك، دا وايي، د لومړي ځل لپاره در استوم، هيله ده په پروګرام كې ځاى وركړئ. د دغې اورېدونكې د خپل ليك په پاى كې د عكسونو، مطبوعاتو او پاكټونو ورلېږلو غوښتنه كړې ده.

- له همدغه ځاى مانسهرې څخه د خراسان كلب غړي رضوان خان په خپل ليك كې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه ستاسې پروګرامونه له دوو كلونو راهيسې اورم، خو له بده مرغه، دى وايي، ستاسې پته راسره نه وه، نو اوس چې مې ستاسو پته وموندله، نو دا زما دوهم ليك دى چې تاسو ته يې در استوم، ستاسو پروګرامونه، دى زياتوي، په منظمه توګه اورم او ډېره مينه ورسره لرم. اورېدونكي رضوان خان هم د خپل ليك په پاى كې د مجلو، مطبوعاتو، انځورونو او د نوي كال جتنترۍ د وراستولو غوښتنه كړه ده.

- دغه راز له مانسهرې څخه د اريانا كلب مسئول محمد عارف عرفان هم يو لنډ ليك را استولى، د پښتو خپرونې د كاركوونكيو نومونه يې ليكلي او ټولو ته يې سلامونه ويلي، د نوي كال په مناسبت يې مباركي ويلي او بيا يې د همدغه كال د جنترۍ او انځورونو د ور استولو غوښتنه كړې ده.

- له كوهاټ څخه د افغان كلتوري بهير مشر سكرتر سيد وارث حنيفي يو ليك را استولى، د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: پروګرامونه مو تل په شوق اورو، جالب او په زړه پورې دي، ښه او غوره معلومات ترې ترلاسه كوو. ښاغلى حنيفي زياتوي: د نوي 2007 له پيل څخه ستاسې وېبپاڼه پر انټرنېټ نه كتل كېږي، د سي آر آى انګريزي وېبپاڼه شته خو پښتو نشته. نوموړي بيا د يوې بلې مسيلې يادونه كړې، او وايي: دغه مسئله د پاكستان او افغانستان تر منځ د ډېورنډ پر كرښه د اغزن تار لګول دي، تاسې بايد، دى ليكي: د دغه اغزن تار لګولو په اړه يو پروګرام برابر كړئ، او په تر څ كې يې د دغې مسئلې په اړه له پښتنو مشرانو سره مركې وكړئ او د راډيو اوانټرنېټ له لارې يې نړيوالو ته ورسوئ، په اړه يې د عامو خلكو رايې هم واخلئ، مثبت او منفي اړخونه يې هم وڅېړئ. اورېدونكې سيد وارث حنيفي له ليك او وړانديز مننه كوو، تاسې كولى شي، د پښتو وېبپاڼه وګورئ، موږ هر وخت د پروګرام په پاى كې د پښتو وېبپاڼې او خپلو پتو اعلان كوو، هيله ده د پروګرام په پاى كې د وېبپاڼې پته له ځان سره وليكئ او بيا يې په آسانۍ سره وكتلى شئ.

- له همدغه ځاى كوهاټ، ګمكول درېيم شمېره كمپ څخه د شينواري كلب مشر حضرت الله همكار او ملګرو يې هر يو نعمت الله، عظمت الله، عمران الله، افسر خان او وارث خان هم يو ليك را استولى دى، سي آر آى راديو ټولو كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زموږ ليك خپور شو، ډېر زيات پرې خوشاله شوو، ستاسې څخه يوه نړۍ مننه كوو، موږ، دوى ليكي، ستاسې دايمي اورېدونكي يوو، تل ستاسې خپرونې اورو او دېره مينه ورسره لرو. ښاغلى همكار د خپل ليك په پاى كې ليكي: موږ ستاسې خپرونې د پرمختيا لپاره كوششونه كوو او غواړو چې په سيمه كې ستاسې د خپرونې اورېدونكي زيات شي.

- د پروګرام په دې برخه كې به د هغو اورېدونكيو نومونه اخلم چې ليكونه يې رارسېدلي دي: له مانسهرې څخه محمد اويس امين، نثار احمد احمدي، نياز علي خان، آصف علي خان، بي بي عيني، بي عابده جانې، ډاكتر عباس او دغه راز د بلوچستان په پښين كې د مچانو له كلي څخه سنګين ترين، شاه ګل ماما او عبد الواحد روشان ليكونه را استولي دي.

اوس نو درنو اورېدونكيو د پروګرام د پاى شېبې دي او د سندرې وخت دى، نو راځئ كه څه هم چې د اورېدونكي لطيف الله وفا په غوښتنه د نازيه اقبال په غږ د (شيرين جانان مې كراچۍ ته راونېږي) سندره نه شته، خو د هغې يوه بله سندره به واورو.

درنو اورېدونكيو د نازيه اقبال سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدنكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم لوستلى او اورېدلى شئ. د وېبپاڼې پته ده:

https://pushtu.cri.cn

او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.