د سين هوااژانس د خبر له مخې : د امريکا د امنيتی شورا وياند ګوردون جوندرو چې د دغه هيواد له ولسمشر جورج بوش سره يوځای له کلومبيا څخه ليدنه کوي ، د مارچ په يوولسمه نيټه د ولسمشر جورج بوش د پريکړې اعلان وکړ چې افغانستان ته به نور دری زره او پنځه سوه سرتيری وليږي .
نوموړي وويل دغه عمل به د افغان پوځونو د روزنې بهير چټک کړي چې له مخې به يې افغان ځواکونه پياوړی شي . هغه زياته کړه چې ولسمشر جورج بوش د دغه هيواد کانګرس ته په يو پيغام کې دغه پلان وړاندی کړی او غوښتنه يې کړې چې افغانستان او عراق ته د زياتو سرتيريو د ليږلو لپاره دری مليارډ او دوه سوه مليونه امريکايی ډالره ولګوي .
اوس په افغانستان کې د امريکايی سرتيريو شمير شاو خوا ٢٧ زره تنو ته رسيږي .