<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-17 18:06:53    
مونږ او اوريدونکی

cri
عمران – درنو اورېدونكيو نېكې هيلې او سلامونه مې ومنئ، خداى وكړي روغ، خوشاله او د خپل ژوند په چارو كې بريالي او نېكمرغه وئ. زه امان الله عمران مو يو ځل بيا د موږ او اورېدونكي پروګرام اورېدو ته هركلى كوم. دا چې تاسې به د هر وخت په شان بيا هم د خپلو ليكونو اورېدو ته انتظار كوئ، نو زه خپلې خبرې نه اوږدوم او سمدلاسه پروګرام پيل كوم.

- په پيل كې د آريانا د كلب مسئول محمد عارف عرفان ليك را اخلم چې له مانسهرې څخه يې را استولى دى، لومړى يې د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا ليكلي: محترمو دا ليك د روان كال د جنورۍ په 16 تاسې ته در استوم او له دې ورسته له پاكستان څخه ووځم او كابل ته ځم، هيله كوم، دى زياتوي، چې له دې نېټې وروسته مطبوعات را ونه لېږئ. اورېدونكى محمد عارف عرفان بيا ليكي: هيله كوو چې په افغانستان كې هم ژر تر ژره پوسټ بكس پرانيزئ، زه او زما نور ملګري، دى وايي، په جدي توګه غوښتنه كوو چې په دې اړه ګام پورته كړئ چې په آسانۍ سره تاسو ته ليكونه درواستولى شو، نوموړي د خپل ليك په پاى كې كه څه هم په كابل د آسانتياوو د نشتوالي يادونه كړې خو بيا يې هم له موږ سره د برېښنا ليك يا نورو لارو د اړيكو د ټينګښت ژمنه كړې.

- دغه بل ليك بيا هم له مانسهرې څخه اورېدونكي فدا محمد فدا را استولى دى، لومړى يې د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې د خپلو ملګريو هر يو لطف الله عمري، فضل الله عمري، عبيد الله همدرد او قسيم الله همدرد نومونه ليكلي دي، بيا وايي: زه د سي آر آى راډيو ټولې خپرونې په مينه اورم او تل ترې خوند اخلم، ستاسې ټولې خپرونې او پروګرامونه، دى زياتوي، ډېر ښايسته دي. اورېدونكى فدا محمد بيا ګيله كوي او ليكي: دا زما پنځم ليك دى چې در استوم يې، خو تاسې ماته يوازې يو ليك رالېږلى دى، دا ولې، دى پوښتنه كوي او وايي: زه له تاسې ګيله من يم، ولې ماته مطبوعات نه رالېږئ، كه مو په دې ليك سره را ونه لېږل نو، دى وايي، زه به ډېر خپه شم.

- دغه راز د مانسهرې له اچړيان كمپ څخه د حضرت سلطان كلب مسئول قاري محراب الدين پرېشان په خپل ليك كې لومړى د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه او زما د كلب ټول غړي ستاسې پښتو خپرونه په شوق او مينه سره اورو. نوموړي بيا د يوې كيسۍ پوښتنه كړې او وايي: يو شى دى غوږونه لري، سر نه لري، لاسونه لري پښې نه لري، دا څه شى دى؟ هيله اورېدونكي د نوموړي د دغې پوښتنې ځواب راولېږي. اورېدونكي محراب الدين پرېشان د خپل ليك په پاى كې د نوي كال د كليزې او د پښتو هېندارې د نوې چاپ شوې ګڼې د ور استولو هيله كړې او هم يې د پيمان په سر ليك يو شعر را استولى چې د وخت د لنډوالي له امله يې نه شو لوستلى.

- دغه بل ليك را اخلم چې د پېښور د چارسدې روډ له خزانې كمپ څخه اورېدونكيو عاشق الله او شفيق الله را استولى دى. په پيل كې يې د چين نړيوالې راډيو ټولو همكارانو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسو خپرونه په ډېر شوق سره اورو او زياته مينه او علاقه ورسره لرو، ستاسو هر يو پروګرام د ستاينې او درناوي وړ دى. بيا يې ويلي: موږ له تاسې نه ډېر ګيله من يوو، او هغه دا چې، دوى زياتوي، په 2006 كال كې چې د مسابقې پوښتنې تاسې رالېږلې وې، موږ په كې برخه اخيستې وه، او مكمل درې پاڼې مو ډوكې كړې وې، دا خو لا څه كوې، دوى وايي، چې په لومړيو كې زموږ نوم را نه غى، په دويم او درېيم ځاى كې هم را نه غى، چې بايد راغلى وى، خو، دوى ليكي، تاسو زموږ نوم هېڅ خپور نه كړ او موږ ته مو په سپكه سترګه وكتل، په داسې حال كې چې موږ له 25 كلونو راهيسې ستاسو اورېدونكي يوو. دوى بيا زياتوي: زموږ د كلب شمېر12 تنه و او اوس، دوى وايي، 18 تنو ته رسېدلى دى، چې د كلب هر غړى وايي دا زموږ وروستى ليك دى، ځكه چې تاسې موږ ته سپك وكتل. دوى خپل ليك ته دوام وركوي او ليكي: ستاسو سره كوم همكار چې عمران نومېږي د قاهرې له راډيو چين ته درغى، كله چې دى لاړ نو موږ به، دوى وايي، ستاسې سره اړيكې ساتو، او تر څو چې عمران وي نو موږ به ستاسو سره اړيكې نه ساتو، دوى د خپل ليك په پاى كې د معشوق جان كاموال يادونه كوي چې هغه هم خپه دى او نه غواړي ستاسو سره قلمي اړيكې وساتي. ښه نو درنو اورېدونكيو! نه پوهېږم ما څه كړي چې هسې مې تګ ته سترګې په لار يئ. په هر حال دا چې تاسې په راډيويي مسابقه كې د برخې اخيستنې پر وخت د پوښتنو په ځوابونو كې پاڼې ډكې كړې، هغه ستاسو خپل كار دى، په مسابقه كې يوازې تاسې ګډون نه و كړى، په سل ګونو اورېدونكيو په كې برخه اخيستې وه، موږ په واور وار ويلي چې د سمو ځوابونو اورېدونكيو تر منځ غوراوى د يوې ځانګړې ډلې له خوا د پچې اچونې له لارې شوى او زموږ په كې څه رول نه و، زه فكر كوم چې د دوستانو تر منځ اړيكې د ګټو پر بنسټ نه وي، يعنى كه چېرې سوغات او جايزه وي نو اړيكې به وي او كه څه نه وو، نو بيا به وايئ چې په مخه مو ښه.

- دغه بل ليك را اخلم چې د همېشني اورېدونكي او د خراسان كلب د مشر نثار احمداحمدي له خوا رارسېدلى دى، د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته د خپل ځان پېژندګلوي ليكلې، چې موږ پخوا په يو پروګرام كې د ده ورته ليك خپور كړى و. بيا د پروګرام اورېدولو په اړه يادونه كړې او ليكلي يې دي: په 1995 كې زما پلار يوه زړه راډيو درلوده چر ستاسې پروګرمونه به يې پرې اورېدل، چې زه به هم ورسره كښېناستم، او د شپې مهال به مې ستاسې خپرونه اورېدله. د وخت په تېرېدو، دى ليكي، ما ځان ته هم يوه راډيو واخيسته او بيا به مې ستاسو پروګرامونه اورېدل، خو د ليك لړۍ مې، نثار احمد ليكي، په 2004 كال كې پيل كړه چې په 2006 كې مې جايزه هم وګټله، بيا يې ليكلي، كه ژوند راسره وفا وكړه نو تر پايه به ستاسو اړيكې ساتم. اورېدونكي نثار احمد له هنرمندانو سره د مركو وړانديز كړى او بيا ده هم ګيله كړې او ليكلي يې دي: تاسو زما او زما د كلب د غړيو پر ليكونو ډېرې نيوكې كوئ، په تېره بيا عمران صاحب، دى ليكي، زما پر ليكونو ډېر زيات انتقادونه كوي، د دې لامل څه دى؟ آيا زموږ ليكونه د خپرونې وړ نه دي؟ او يه په ليكونو كې تېروتنې زياتې وي؟ دى پوښتنه كوي. نو نثار احمد خان صاحب، له ليكونو او وړانديزونو دې مننه كوو، پښتو خپرونې ته يوازې ستا يا ستا د كلب له لوري ليكونه نه راځي، ډېر شمېر اورېدونكي ليكونه رالېږي، هغوى هم د خپلو ليكونو د خپرولو غوښتنه كوي، فوتو كاپي شوي ليكونه او يا تكرار خبرې چې په هر ليك كې ليكل شوې وي، موږ يې په پروګرام كې نه شو خپرولى، خو بيا هم د ټولو هغو اورېدونكيو نومونه اخلو چې ليكونه يې رارسېدلي وي. اورېدونكي نثار احمد زياته كړې: زه يو بل وړانديز لرم، هغه دا چې ما څو څو وارې دغه خبره په تكرار سره كړې چې تاسو بايد يوه مجله چاپ كړئ چې د اورېدونكيو د كلبونو نومونه د مسئولينو انځورونه، د هغوى د استوګنې په اړه معلومات او داسې نور خپاره كړئ. نو احمدي صاحب له وړانديز نه دې مننه، هيله ده په راتلونكي كې راته وليكې چې د دغه شان مجلې چاپول به سي آر آى ته څه ګټه ولري، چې د راډيو چارواكي يي ومني.

- د پروګرام په دې برخه كې به د هغو اورېدونكيو نومونه واخلم چې ليكونه يې رارسېدلي دي: له مانسهرې څخه قدرت الله ارماني او ملګرو يې، له همدغه ځاى څخه حامد عمر عمري او ملګرو يې، د خراسان كلب غړيو هر يو عامر تسليم، سيد عمر او ملګرو يې، حضرت محمد او ملګرو يې، زاهد علي خان او محمد ګل فريادي، دغه راز له همدغه ځاى څخه صدام عمر عمري، محمد شاكر شاكر، لطف الله عمري، لقمان الله عمري، رحمت الله، احمد الله احمدي او ملګرو يې، پر دوى سربېره د پشين له تراټې كلي څخه عبد الستار شاعر، عبد القهار مسلميار، عبدالغفار فريادي، محمد عمر باغ والا، سيف الرحمن او نصير احمد حكمتيار ليكونه را استولي دي.

اوس نو درنو اورېدونكيو د پروګرام د پاى شېبې دي او د سندرې وخت دى، نو راځئ كه دا ځل د هارون باچا په غږ دغه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د هارون باچا سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدنكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم لوستلى او اورېدلى شئ. د وېبپاڼې پته ده:

https://pushtu.cri.cn

او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.