<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-21 20:11:34    
د نوي کال  په مناسبت ځانګړي پروګرام

cri
درنو اوريدونکيو ، السلام عليکم ، زه امان الله يم . هيله ده نوې کال ستاسو او د ټول افغانستان لپاره د سولې ، سوکالی ارامۍ او پرمختګ زيرۍ له ځان سره ولری ،. نن د نوی لمريز کال لومړی ورځ د ه . لومړی تاسو اوريدونکو ته د نوي کال مبارکي وايم .

د نوي کال لومړی ورځ د پسرلي د پيل نښه ده او د هر چا لپاره د کار او ژوند يو نوی پيل هم دی . هيله ده ټول افغانان په نوي کال کې نيکمرغه ژوند ولری او د هيواد امنيت يي تامين شي .اوس به د نوي کال په مناسبت يوه سندره واورو .

تر هر څه لومړی زه د چين د نړيوالې راډيو د پښتو څانګې د ټولو کاروکوونکو په استازيتوب تاسو ته د نوي کال مبارکي وايم .

د نوي کال لومړی ورځ چې د چينايانو لخوا د پسرلي اختر نوميږي ، په کرنيزه جنتری کې هر کال بدليږي . د چين د پسرلي تازه تير شوی اختر د تيرې فبروری اتلسمه نېټه و . په بله ژبه د پسرلي اختر د پسرلي د هر کلی لپاره ټاکل شوی و . د پسرلي د هر کلي لپاره په چين کې د اورلوبو او معبدي بازارونو په شمول ډول ډول هنری او کلتوري فعاليتونه ترسره کيږي . په تيره خپرونه کې مو تاسو ته په دې هکله معلومات درکړي وو . د پسرلي د هر کلي لپاره د چين په هنری ستيج کې سندرغاړي هم ډيرې ښکلي سندرې نندارچيانو ته وړاندي کوي . د بيلګې په توګه دغه سندره چې نوم يي پسرلی چيری دی ، يوه خوندوره سندره ده . شعر يي دا دی

پسرلی چيری دی ، چيری

پسرلی په شنه ځنګل کې دی

هلته سره ګلان غوړيږی

هلته شنه واښه شته دي

هلته ژيړ بخونې مرغۍ سندرې وايي

دي لي لي دي لي دي لي لي دي لي لي

دي لي لي دي لي لي دي لي دي لي لي دي لي لي

دي لي لي

پسرلی چيری دی چيری

پسرلی د جهيل اوبو په چپه سيوری کې دی

سره ګلان ترې ښکاري

شنه واښه ترې ليدل کيږي

او ژيړ بخونې مرغۍ هم زمزمه کوی

دي لي لي دي لي دي لي لي دي لي لي

پسرلی چيری دی چيری

پسرلی د ماشومانو په سترګو کې دی

سره ګلان او شنه واښه او ژيړ بخونې مرغۍ هم ليدل کيږي

درنو اويدونکو ، د نوروز لپاره ځانګړی پروګرام پای ته ورسيد ، خوشحاله اوسۍ .