<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-22 20:13:06    
په ووجوموچن څړځاي کې د مالدارانو ژوند ته لنډه کتنه

cri

ګرانو اوريدونکو د پروګرام په ننني کړۍ کې به موږ له تاسو سره په ګډه د چين ووجوموچن څړځای ته لاړشو او د دغه ځای د مالدارانو اوسنی نوي ژوند له نژدې وګورو ،

د چين په شمال کې داخلي مغولستان خپلواکه سيمه پراخ طبيعي څړځايونه لري ، پخوا به د مغولي قوم مالدارانو په دغه سيمه کې په خپلو خيمو او کيږديو کې اوسيدل او مالداري به يې کوله ، خو نن و سبا په دغو سيمو کې د مالدارانو په ژوند کې څه ډول بدلونونه رامنځته شوي دي ؟ راځۍ چې يوځای. د ووجوموچن څړځايونو ته لاړشو او د مغولي مالدارانو د ژوند بدلون له نژدې وګورو

ووجوموچن څړځايونه د چين د داخلي مغولستان په خپلواکه سيمه کې يوه داسي سيمه ده چې د مغولي قوم کلتوري رسمونه او رواجونه پکې په پوره توګه ساتل شوي دي او ښکلې منظرې او پراخ څړځايونه لري ، دغه راز دغه سيمه په چين کې د مالداري چارو لپاره يوه مهمه بنسټيزه سيمه هم ده ، په دغه سيمه کې روزل شوي پسونه لوي دي ، غوښې يې نازکې او خوندورې دې ، دغه پسونه په ځانګړي توګه د منځني ختيځو هېوادونو د خلکوډېر خوښيږي او هرکال زياته اندازه ژوندي پسونه او غوايان او يا غوښې يې د چين نورو ولايتونو او يا هم نورو هېوادونو ته صادريږي ،

پخوا په دغه سيمه کې مالدارانو په دوديز ډول څاروي پوول ، خو اوس دوي د مالدارۍ په چارو کې علمي مېتودونه ورګډ کړی چې له مخې يې نه يوازې د مالدارۍ چارو په چټکی سره پرمختګ کړی بلکې د مالدارانو د ژوندانه سويه هم په

بيړه جګه شوې ده ، د ووجوموچن په ولسوالۍ کې د باينخوبول په کلي کې يو شپون چې بوخبايارنوميږي زموږ خبريال ته وويل په علمي توګه د څارويو پوولو نه يوازې د ده د کورنۍ د ژوندانه سويه لوړه کړې بلکې دوي ته يې لازيات فرصتونه برابرکړي چې په ترڅ کې يې د ژوند له خوشالۍ څخه خوند اخلي ، د کار په فارغ وخت کې هغه په سپورتي لوبو کې هم ګډون کوي ، تيرکال دی په خپلو پيسو کانادا ته ولاړ او د دغه هېواد د مالدارۍ چارو د پرمختګ څخه يې ليدنه وکړه ،ده زموږ خبريال ته وويل  موږ په کانادا کې له لسو فارمونو څخه ليدنه وکړه او ومو ليدل چې لوي فارمونه يې په عصري تجهيزاتو سمبال شوي او طبيعي چاپيريال يې په ښه توګه ساتل کيږي ، دغه راز د څارويو د روزنې ، پلورنې او چمتوکولو په ګډون يو بشپړ سيستم هم جوړشوی دی ، موږ هم بايد خپل پخوانی نظر بدل کړو او له نورو هېوادونو څخه اړوند پرمختللي اداري شکلونه واخلو ،

اوس د بوخبايار په شان مالداران چې د څارويو د روزنې نوې لارې او پرمختللي اداري شکلونه يې د مالدارۍ په چارو کې کارولي دي د ووجوموچن په سترو څړځايونو کې ډېر ليدل کيږي ، د باوليګ کلي مشر ښاغلي تاوګتاوخو زموږ خبريال ته وويل زموږ په کلي کې هرکال څه باندې څلويښت زره څاروي روزل کيږي ، پخوا مالدارانو په خپلو کورونو کې د څارويو پيرودونکيو ته انتظار ايست خو په روان کال کې دوي د خپلو څارويو د پلورلو لپاره له خپلو کورونو څخه بهر ته وتلی او اړوند شرکتونه لټوي چې په پايله کې يې عايدات په چټکۍ سره زياتيږي ،

په ووجوموچن څړځايونو کې علمي اداره او ماشيني توليدورځ په ورځ د

مالدارانو لخوا منل کيږي ، اوس د څارويانو د روزنې د ځايونو د ويشلو شپلونه ، د څارويو د مينځلو ډنډونه او د واښو له منځه وړلو ماشينونه د زياتو کورنيو په شاوخوا کې ليدل کيږي ،

ماندوخوباوليګ د زيات شمير خلک لرونکي کلی دی چې د څه باندې سلو کورنيو مغولي مالداران پکې ژوندکوي ، د دغه کلي مشر سوييلاباتر زمونږ خبريال ته وويل  څرنګه چې مالداران په نوبتي توګه ويشل شويو ځايونو ته څاروي بيايې ،نو ځکه څړځايونه په ښکاره توګه ښه شوي او طبيعي ايکولوژيکي حالت يې هم برابرشوي دي چې له امله يې د مالدارانو عايدات هم زيات شوی دی ، اوس زمونږ په کلي کې په سلو کې اتيا مالدارانو د خپلو څارويو لپاره دايمي طبيلې جوړې کړې او په هرکور کې تيلفون هم درول شوي دي ،

ګرانو اوريدونکو د اوسني ووجوموچن لوي څړځاي واښه ﻻنورهم شنه کيږي او څاروي يې نور هم چاغ او تګړه کيږي ، د مغولي مالدارانو د ژوندانه سويه ﻻ نوره هم لوړيږي ، مونږ باور لرو چې ددوي راتلونکي به ﻻ روښانه شي ،

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، نيکمرغه او خوشاله اوسۍ ٠