<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-24 19:42:05    
مونږ او اورېدونکی

cri

 عمران – سلامونه او نېكې هيلې درنو اورېدونكيو، خداى وكړي روغ، خوشاله او د خپل ژوند په چارو كې بريالي او نېكمرغه وئ. زه امان الله عمران مو يو ځل بيا د موږ او اورېدونكي پروګرام اورېدو ته هركلى كوم. ستاسې او د خپلو ليكونو اورېدو تر منځ خنډ نه كېږم، نو خپلې خبرې رالنډوم او سمدلاسه پروګرام پيل كوم.

- لومړى د قاري نعمت الله او د هغه د مېرمنې فرشتې له خوا په ګډه رالېږل شوى ليك را اخلم چې د پېښور له زرګر آباد څخه يې را استولى دى. لومړى يې د راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې د راډيو له خوا ورلېږل شوى ليك ارزښتناك بللى او په تر لاسه كولو يې خوشالي څرګنده كړې ده او بيا يې ليكلي: ستاسو څخه مننه كوو چې زموږ لپاره دومره ښكلي پروګرامونه چمتو كوئ، سهارنۍ خپرونې مو ډېرې ښې او صفا اورېدل كېږي. اورېدونكي قاري نعمت الله او مېرمنې يې بيا يو څو وړانديزونه كړي اوليكلي يې دي: بايد خپرونه مو په لنډو څپو هم پيل كړئ، چې مطلب يې ښايي منځنۍ څپي وي، ځكه چې زموږ خپرونې همدا اوس د لنډو څپو له لارې خپرېږي، دوى بيا زياتوي: د ليكونو په پروګرام كې د ليكونو شمېر زيات كړئ، په چين كې له مېشتو افغانانو سره مركې وكړئ، خپرونه مو يو ساعته كړئ او له اورېدونكيو سره ټليفوني تماس ولرئ، ښاغلى نعمت الله خپلو وړانديزونو ته دوام وركوي او وايي: په كابل او پېښور كې له خپلو خبريالانو څخه ژوندي راپورونه واخلئ او پر انټرنېټ مو خبرونه تازه او نوي خپروئ، د چيني ژبې لوست ته كتابي بڼه وركړئ او د كلبونو مشرانو ته د سي آر آى له خوا سندونه او د پېژندنې كارډونه هم ور واستوئ، په خبرونو كې، دى وړانديز كوې، د بېجېنګ، كابل او اسلام آباد د هوا حالت هم خپروئ. د قاري نعمت الله مېرمن بيا ليكي: محترمې سپوږمۍ خور! زه فرشته نومېږم، ستاسو د دايمي اورېدونكي قاري نعمت الله مېرمن يم، زه هم غواړم، دا وايي، ستاسو دايمي اورېدونكې شم او غواړم په راتلونكي كې د ښځينه اورېدونكو يو كلب جوړ كړم، ځكه، دا ليكي، تاسو دلته ډېر مينه وال لرئ. نوموړې زياتوي: كه څه هم په سي آر آى راډيو كې يو شمېر كاركوونكې ښځينه دي او هم تاسو د ښځو لپاره د سه شنبې په ورځ د (ښځې او ټولنې) پروګرام هم لرئ، خو له بده مرغه، دا وايي، سي آر آى راډيو د ښځينه اورېدونكيو په راجلبولو كې پاتې راغلې ده، بيا وايي: تاسې بايد له ښځينه اورېدونكو سره پوره مرسته وكړئ، د ارزښتناكو ډاليو په ور استولو يې ونازوئ او چين ته د سفر په ځانګړيو جايزو كې هم ورته برخه وركړي چې له راډيو سره مو قلمي اړيكي ټينګ كړي، دغه اورېدونكې زياتوي: د كور په نورو چارو كې له زياتې بوختيا سره سره زه د سي آر آى راډيو سهارنۍ خپرونه چې يوازې نيم ساعت دوام كوي اورم، بيا وايي زما د خوښې پروګرامونه (ښځه او ټولنه)، موږ او اورېدونكي، ژوند په چين او داسې نور دي. دا ليكي: نهرباني وكړئ (ګټور خوراكونه) پروګرام هم پر راډيو خپور كړئ، د چينايي خوړو لارې چارې هم راته وښيئ.

- د مانسهرې له اچړيان كمپ څخه اورېدونكي عبدالكبير محمدي درې ليكونه را استولي دي، لوموړى يې د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو او په ځانګړي ډول د پښتو هندارې چلوونكيو ته سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كړې، او بيا يې وړاندېز كړى پښتو هنداره د يوې مجلې په توګه چاپ او له نورو معلوماتو سره، دى وايي، اورېدونكيو ته وړاندې كړئ، اورېدونكي محمدي د خپل وړانديز دليل وايي او ليكي: په اوسنۍ بڼه پښتو هېنداره ډېره ګټوره نه ښكاري او نه هم ډېر معلومات په كې ځايېږي، نو كه د مجلې په بڼه چاپ شي نو، دى وايي، ډېره ګټوره به تمامه شي، نوموړي بيا په پاى كې د جيبي كليزې د ور استولو غوښتنه كړې، ځكه چې، دى وايي، هر ځاى ترې ګټه اخيستل كېدى شي.

- د خراسان كلب حضرت محمد خپل ليك كې ځان د سي آر آى دايمي اورېدونكى بللى، بيا يې ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او ليكلي يې دي: ستاسو د راډيو پروګرامونه موږ سم نه شو اورېدلى، غږ مو ګډوډ اورود دوه پروګرامونه يو له بل سره ګډېږي، نو كله چې موږ، دى ليكي، راډيو نيسو نو بل پروګرام ستاسې پر پروګرام پياوړى كېږي او سم يې نه شو اورېدلى. اورېدونكى حضرت محمد زياتوي: دا زما درېيم ليك دى چې د عبيد الله صديق په لارښونه يې تاسو ته درلېږم. په پاى كې ليكي: كه تاسو ماته پاكټونه راولېږل نو زه به هم ستاسو سره قليمي اړيكي ټينګ وساتم.

- دغه بل ليك را اخلم چې د پاكستان د هريپور له شلم شمېره كمپ څخه د باختر كلب مشر سيد الرحمن بهير را استولى دى، لومړى يې د راډيو كاركوونكيو او اورېدونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: پښتو ژبې ته ستاسو خدمت د قدر اوړ او نه هېرېدونكى دى، بيا يې د دغه خدمت او پښتو ژبې ته د لا نور پرمختګ وركولو هيله كړې ده. اورېدونكي سيد الرحمن بهير زياته كړې: زه يو څو وړانديزونه لرم، لومړى دا چې د پرګرام وخت زيات شي، د افغانستان او پښتنو په باره كې بايد پروګرامونه جوړ كړئ، بل ستاسې مطبوعات لكه پښتو هېنداره، انګرېزي مجلې او داسې نور اوس نه راځي، دا ولې، دى پوښتنه كوي او وايي: بايد په دې اړه اړين اقدام وكړئ. بيا ليكي: تاسو ويلي وو چې نوى كال مو يو همكار پاكستان ځي، خو معلومات يې ونه شول، نوموړي د خپل ليك په پاى كې د چين د ولسمشر او هم د نوې سيالۍ په اړه د معلوماتو ور استولو غوښتنه كړې ده.

- له مانسهرې څخه اورېدونكي حيات خان ارماني په خپل رالېږلي ليك كې لومړى د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: له ما سره مې ملګري هر يو توريالى، بريالى، عتيق الله، سميع الله، شفيق الله، فض الله سباوون او نور هم تاسو ته سلامونه وايي. بيا ليكي: دا زما لومړى ليك دى چې تاسو ته يې درلېږم، هيله لرم، دى وايي، په راتلونكي كې ستاسو سره خپل قلمي اړيكي ټينګ كړم، ستاسو ټول پرګرامونه لكه (موږ اواورېدونكي)، (ژوند په چين كې)، (چين ته سفرونه) تو داسې نور هر وخت اورم، دغه اوسنى ليك چې تاسو ته يې در استوم، دى وايي، پاكټ يې فضل الله سباوون راكړ او زه يې وهڅولم چې تاسو ته ليك در واستوم. اورېدونكى ارماني د خپل ليك په پاى كې وايي: تاسې هم ما هېر نه كړئ، مجلې، پاكټونه او مطبوعات راولېږئ!

- د مانسهر له اچړيان كمپ څخه د خراسان كلب غړي عبيد الله صديق له خوا درې ليكونه را رسېدلي دي. لومړى يې د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو او اورېدونكيو ته سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كړې، او بيا يې ليكلي: قدرمنو ستاسو پروګرامونه ډېر په زړه پورې دي، خو چين ته د سفر په پروګرام كې بايد، دى وايي، په دې اړه معلومات وركړئ چې چين ته سفر څنګه كېږي. اورېدونكى عبيد الله صديق زياتوي: چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام پښتو خپرونه په خپلو سندرو ښايسته كوي، نوموړي د پاكستان په لاهور كې د چينايي ژبې د كورسونو يادونه كړې او وايي چې تاسو ته مې يو سل او شپږ څلوېښت ليكونه در استولي دي او بيا يې په پښتو هنداره كې د خپل ليك د خپرولو غوښتنه هم كړې ده. نوموړي په خپلو نورو ليكونو كې په مانسهره كې د چين د نړيوالې راډيو د پنځه شپېتمې كليزې د لمانځنې يادونه كړې او ليكلي يې دي چې د كلب غړي يې په بېلابېلو ځايونو كې دي، كلب يې لا تر اوسه وروسته پاتې دى او دوى يې د پرمختګ كوشش كوي، بيا وايي: زموږ د كلب غړي ډېر په ليك لوست نه پوهېږي، ما په خپله، دى ليكي، دومره ښوونځى نه دى لوستى خو د چين له نړيوالې راډيو سره د قلمي اړيكيو د ساتلو لپاره كوشش كوو.

- اوس به د پروګرام په دې برخه كې هغو اورېدونكيو نومونه واخلم چې ليكونه يې را رسېدلي دي: له مانسهرې څخه د خراسان كلب مشر نثار احمد احمدي، د آريانا كلب مسئول محمد عارف عرفان، د حضرت سلطان كلب مسئول قاري محراب الدين پرېشان او دغه راز په بلوچستان كې د پشين له تراټې كلي څخه عبد الستار شاعر او ملګرو يې ليكونه را استولي دي.

اوس نو درنو اورېدونكيو د پروګرام د پاى شېبې دي او د سندرې وخت دى، نو راځئ چې د هما په غږ دغه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د هما سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدنكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم لوستلى او اورېدلى شئ. د وېبپاڼې پته ده:

https://pushtu.cri.cn

او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.