<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-29 19:09:13    
د لوبويانو له کلي څخه ليدنه

cri

ګرانو اوريدونکو د پروګرام په ننني کړۍ کې به تاسو له مونږ سره د چين د لوبويانو له يوه کلي څخه ليدنه وکړي ٠

د چين په شمال لويديځ د سينجيانګ اويغوري قوم خپلواکې سيمې د لوبو جهيل په شاوخوا سيمه کې د اويغوري قوم د يوې څانګې خلک اوسيږي چې د لوبويانو په نامه بلل کيږي ، په دې سيمه کې د لوبويانو يوکلی دی چې کارچيونای نوميږي او د تکلاماګان صحرا د لوبو جهيل سيمې د ويلي په ولسوالۍ کې پروت دی ، په دغه کلي کې سل کورونه شته ، د دغه کلي يو سپين ږيری صديق عنياز زموږ خبريال ته وويل 

مونږ لوبويان نسل په نسل د کب نيولو له لارې ژوندکوو، مونږ د کوچنيتوب په وخت کې له خپلو نيکونو او پلرونو څخه د کب نيولو زده کړه کړې ، په وروستيو کلونو کې د لوبو جهيل سيمې د صحرايي کيدو حالات ورځ په ورځ سختيږي او د تاليمو سيند اوبه هم په تدريجي توګه کميږي ، د لوبو جهيل ساحه هم ورځ په ورځ کوچنۍ کيږي، نو له دې امله ځيني روبويان مجبورشول چې له کب نيولو څخه ﻻس واخلي او په کرنيزو چارو ﻻس پوري کړي، ددغه کلي يو سړي چې عمودون نوميږي له يوې خوا په کرنيزوچارو بوخت دی او له بلې خوا هم په جهيل کې کبان نيسي ، هغه زموږ خبريال ته وويل   اوس د سيند اوبه ډيرې کمې شوې او د سيند کبان هم کوچني دي ، که اوبه زياتې وي ، کبان لوي وي ، که اوبه نه وي نو کبان هم نه وي ، د کارچيونای په کلي کې لوبويان ورځ په ورځ په دې پوه شوي چې يوازي د کب نيولو او يا د کرنې له لارې نه شتمنيږي ، نو د خپل ژوندانه سويې د لوړوالي لپاره يې په ٢٠٠٠کال کې د دغه کلي خلکو د لوبويانو يوه ځانګړي توريستي سيمه جوړه کړه او د لوبويانو دودونه او د ژوند ځانګړي توکي يې پکې نندارې ته ايښودل او يو شمير نوي جوړشوي کورونه چې د لوبويانو ځانګړي دوديز سبک لري هم ليدل کيږي ، د دغه کلي خلک هيله لري چې د سيلانۍ له لارې د خپل کلي بڼه بدل کړي او د خلکو ژوندښه کړي ،

د سيلانۍ چارو د پيل کيدو له امله د لوبويانو يو لړ فولکلوري هنرونه هم يوځل بيا رامنځته شوي دي ، د زمري په شکل نڅاد لوبويانودوديزه نڅاده چې په دغه کلي کې زر کلن تاريخ لري ،اته اتيا کلن سپين ږيری ياسن سايپي په کلي کې يوازنی سړی دی چې په پوره توګه دا ډول نڅاکولای شي ،هغه زموږ خبريال ته د دغې نڅا په باب يوه کيسه وکړه ، هغه وويل = اواز٦ = پخوا دوو پاچاهانو د تاکلاماګان په صحرا کې يو زمری وليد ، يو پاچا د زمري په شکل يوه نڅاجوړه کړه او دغه نڅا يې خپلووينځو ته ورزده کړه چې بيا دغه نڅا د عامو خلکوترمنځ خپره شوه ، دا د لوبويانو د زمري نڅا په اړه کيسه وه ، بل پاچا هم د زمري يوه بله نڅا جوړه کړه چې وروسته د هان قوم دخلکو ترمنځ هم خپره شوه،

سپين ږيري ياسن سايپي انديښمن دی چې د زمري نڅا په راتلونکي کې له منځه لاړه شي ، دده لمسي ارفان جيانګ په څلور کلنۍ کې له ده څخه د زمري نڅا په زده کړې پيل وکړ او تر اوسه يې په زده کړه کې پنځه کاله تيرکړی دی ،سپين ږيري ياسن سايپي د خپل لمسي له زده کړې څخه ډېره خوښي څرګندوي ، د دغه کلي د زمري له نڅا سره د سيلانيانو د علاقې د زياتوالي له امله اوس د کلي ځيني خلک هم له ده څخه د دغې نڅا زده کړه کوي ٠

د سيلانۍ چارو د پرمختګ له امله د لوبويانو ژوند نسبتأ ښه شوی دی ، دوي هم هيله لري چې د کلي نه بهر له نورو ځايونو څخه ليدنه وکړي ، د کارچيونای کلي سل کلن سپين ږيری صديق عنياز وويل زه تل په صحرا کې ژوندکوم او کوم ځای ته نه يم تللی، خو تيرکال زه د سينجيانګ مرکز وروموچي ښاراو بيا پلازمينې بيجينګ ته لاړم، په بيجينګ کې مې له لوي ديوال ، شاهي ماڼۍ ، د خلکو له لوي تالار او د ليدو وړ نورو ځايونو څخه هم ليدنه وکړه ،په راتلونکي کې به زه د چين نورو ځايونو ته هم ولاړشم ،

د تاليمو سيند روانو اوبو د لوبويانو د اوسيدلو سيمه شنه کړې ده، په دغه شنه سيمه کې لوبويان په هوساينې سره ژوندکوي ، ، خو د انديښنې وړ خبره دا ده چې دغه سيند له وچوالي سره مخامخ کيږي ، د کارچيونای کلي لوبويان هيله لري چې د دوي شنه سيمه د سيند د اوبو د کميدو له امله خرابه نشي او د تل لپاره خپل شينوالی وساتي ،

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدی ځای پاي ته ورسيد ، خوشاله او نيکمرغه اوسۍ -