<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-31 18:43:09    
موږ او اورېدونكي

cri

عمران – السلام عليكم درنو اورېدونكيو نېكې هيلې او ښې چارې، خداى وكړي روغ، خوشاله او د خپل ژوند په چارو كې بريالي او نېكمرغه وئ. زه امان الله عمران ستاسو سره د موږ او اورېدونكي پروګرام كې ملګرى يم او اورېدو ته مو يې هركلى كوم. نو خبرې به نورې نه اوږدوم، او راځئ چې سمدلاسه پروګرام پيل كړو.

- دا اونۍ د افغانستان په خوست ولايت كې د يوراج كلب اورېدونكيو له خوا خورا زيات ليكونه رارسېدلي دي. د دوى تر منځ لومړى د اصيل الرحمن عرفان دوه ليكونه را اخلم چې لومړى يې په كې د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كړې او بيا يې ليكلي: ستاسې پروګرامونه د ستايلو وړ دي، ډېر ښكلي او په زړه پورې دي، خو بيا زياتوي: په پرګرامونو كې مو د موسيقۍ د كموالي له امله زه او زما ملګري سر ټكوو، تاسو بايد، دى وايي، پښتو موسيقۍ ته زموږ لپاره وخت لږ څه زيات كړئ، نوموړي په خپل ليك كې غوره خبرې او يو شعر هم رالېږلى، او په پاى كې يې ليكلي: كه تاسو زما غوره خبرې او تصوير په (پښتو هېنداره) كې خپور كړ نو دومره زيات به خوشاله شم لكه يو انسان چې، دى ليكي، له ناروغۍ څخه ښه شي. نو موږ به وايو چې خداى دې له ناروغۍ ساته، يو څو غوره خبرې به دې دلته ووايو: (حقيقت تريخ وي، سستي د ناروغيو ريښه ده، په ريښتيا ويلو كې تل برياليتوب وي، خوشالي دوستان زياتوي خو بد حال يې ازمويي، په پوهنه كې اختلاف او توپير قدرتي دى، دنيا فاني ده، د صبر مېوه خوږه وي، او ډېر تلل او راتلل د سړي قدر كموي، كه څه هم بيا نور وايي چې مينه په تلو راتلو زياتېږي، كله به ته او كله به زه راځم مينه).

- له همدغه ځاى څخه د يوراج كلب يو بل غړي رفيع الله رفيع په خپل ليك كې د خپرونې ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: دا زما لومړى ليك دى چې تاسو ته يې در استوم، ما له بي بي سي راډيو سره، دى زياتوي، ډېره مينه درلوده، كله مې چې د چين راډيو واورېده نو ما ته يې ډېر خوند راكړ او دې ته يې وهڅولم چې ليكونه درولېږم. نو دا دى موږ دې هم ليك خپور كړ، هيله ده اورېدلى دې وي، او ستا د نورو ليكونو په هيله يوو.

- دغه راز له خوست څخه د يوراج كلب يو بل غړى اسد الله سنګين په خپل ليك كې ليكلي: زه د چين نړيوالې راډيو همكار امان الله عمران ته لكه د آسيا نفوس او نباتاتو او سپوږمۍ خور ته لكه د خپل سر وېښتانو په شمېر دومره سلامونه وايم. نوموړي بيا زياته كړې: په لومړيو كې مې د ايران له راډيو سره ډېره مينه درلوده، خو كله مې چې، دى ليكي، له چين څخه پښتو خپرونه واورېده ډېر خوشاله شوم، او همدارنګه، اورېدونكى سنګين زياتوي، كله مې چې له راډيو څخه د خوږې خور سپوږمۍ غږ واورېد نو اړ شوم چې دغه ليك در واستوم.

- همداراز له همدغه ځاى څخه د يوراج كلب يو بل غړي عصمت الله سېلاب په خپل ليك كې ليكلي: د چين نړيوالې راډيو ټولو همكارانو ته د ليلى او مجنون د ميني په اندازه سلامونه وايم، بيا سپوږمۍ ته ليكي: كومه شپه چې د چين له نړيوالې راډيو ستا غږ وا نه ورم خوب نه راځي، بيا سپوږمۍ ته وايي: زه په عليشېرو ولسوالۍ كې د نهم ټولګي زده كوونكى يم، او پښتنه كوي: زما ليك ښكلى دى او كه نه؟ كه ښكلى وي، ډېر ښه او كه نه نو زه به، دى وايي، بيا ډېر كوشش وكړم. په پاى كې يې له سپوږمۍ څخه پوښتلي چې د څو كلونو ده، زامن لري او كه نه، او كه يې لري نو لوستي دي او كه نالوستي؟

- د يوراج له كلب څخه يو بل اورېدونكي نجيب ارماني هم ليك را لېږلى، لومړى يې د چين نړيوالې راډيو ټولو همكارانو ته سلامونه او احترامونه وړاندې كړي او بيا يې ليكلي: ماشاء الله ډېر ښه پرمختګ كوئ، زه ستاسو له راډيو څخه ډېر ښكلي او په زړه پورې معلومات ترلاسه كوم، له تاسو څخه، نوموړى وايي، يوه نړۍ مننه كوم. اورېدونكى ارماني زياتوي: ما ته ستاسو له خوا د (پښتو هېنداره) راورسېده، او دومره پرې خوشاله شوم چې په جامو كې نه ځايېدم.

- د يوراج كلب يو بل اورېدونكى عرفان الله عرفان په خپل ليك كې ليكلي: لومړى د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې هكارانو ته د چين د وګړيو د شمېر په اندازه سلامونه وړاندې كوم، بيا ليكي: تاسې ډېر په زړه پورې پروګرامونه وړاندې كوئ، موږ ته ډېر خوند راكوي او تل يې د زړه په غوږونو اورو. نوموړى زياتوي: دا زما لومړى ليك دى چې تاسو ته يې درلېږم، زه ستاسو پروګرامونو ته په ليك استولو خپل دوست اصيل الرحمن عرفان وهڅولم، كه چېرې تاسو، عرفان الله عرفان وايي، زما دغه ليك خپور كړ، نو زه به له تاسو سره خپل اړيكي ټينګ كړم.

- دغه بل ليك را اخلم چې د مانسهرې له اچړيانو څخه قسيم الله همدرد را استولى دى، لومړى يې د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: له ما سره مې ملګري هر يو: فضل الله عمري، لطف الله عمري، حبيب الرحمن، لقمان الله عمري، فدا محمد فدا، رحمت الله خان او محمد شاكر وطنيار هم تاسو ته سلامونه وايي. نوموړى زياتوي: زه د لغمان كلب د مشر مرستيال يم، او ستاسې خپرونې په مينه سره اورم او تل ليكونه در استوم، بيا ليكي: زه د چين له نړيوالې راډيو څخه غوښتنه كوم چې په خپلو خپرونو كې بدلون راولي، يا خو، دى وايي، د موږ او اورېدونكي پروګرام په اونۍ كې دوه يا درې ځله شي او يا هم خپله خپرونه دوه يا درې ساعته كړئ، بيا پوښتنه كوي: د چين نړيواله راډيو د خپلې خپرونې وخت ولې نه اوږدوي؟ اورېدونكى همدرد د خپل ليك په پاى كې شكايت كوي چې نژدې درې مياشتې يې مطبوعات نه دي ترلاسه كړي او بيا غوښتنه كوي چې مطبوعات بايد ورولېږو.

- دغه بل ليك هم له همدغه ځاى مانسهرې څخه يوې اورېدونكې نسيمې شفق را استولى، لومړى يې د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې د خپلو ملګرو هرې يوې: ليلا رحيمي، نازو، ګلالۍ، ګل غوټۍ، نعيمې او زرمينې نومونه هم ليكلي دي. بيا ليكي: زه ډېره خوشاله يم چې د لغمان كلب غړيو زموږ لپاره يو كلب جوړ كړ، زه ستاسو خپرونې اورم، پروګرامونه مو خوښوم، د موږ او اورېدونكي پروګرام مې ډېر خوښ دى. دا زما لومړى ليك دى چې تاسو ته يې دراستوم او ان شاء الله چې، دا ليكي، په راتلونكې كې به ډېر ليكونه درولېږم او يو ښكلى كلب به جوړ كړم. اورېدونكې نسيمه شفق د خپل ليك په پاى كې د مجلو، جنترۍ او پوښتنپاڼو د ور استولو غوښتنه كوي.

- همداراز له همدغه ځاى څخه ليلا رحيمي هم په خپل ليك كې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويليو او بيا يې ليكلي: دا زما لومړى ليك دى چې تاسو ته يې دراستوم، او په راتلونكي كې به ستاسو سره خپل قلمي اړيكي وساتم. دا غواړي چې په راتلونكو مسابقو كې برخه واخلي او وايي د كلب د غړيو شمېر يې نژدې لس تنو ته رسېږي چې په راتلونكي كې به د دې په وينا زيات شي. اورېدونكې ليلا رحيمي هم د خپل ليك په پاى كې د پاكټونو، مجلو، د كاركوونكيو انځورونو او ګلانو د ورلېږلو غوښتنه كوي.

- دغه بل را خلم چې له همدغه ځاى څخه اورېدونكې نازو را استولى دى، لومړى يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: د لومړي ځل لپاره ليك در استوم، هيله ده، دا وايي، چې په پروګرام كې ځاى وركړئ، د ليك پاكټ مې خپلې ملګرې نسيمه شفق راكړ. اورېدونكې نازو زياتوي: ستاسو د نوي كال جنتري مې هم وكتله، پوښتنپاڼې مو ډېرې په زړه پورې وې، هيله لرم، دا ليكي: چې زموږ د كلب غړې په راتلونكي كې زياتې شي او لاډېر پرمختګ وكړي. په پاى كې يې ليكلي: ماته مجلې، پوښتنپاڼې، پاكټونه او ګلان راولېږئ!

- له مانسهرې څخه يو بل اورېدونكي په خپل ليك كې له سلامونو وروسته ليكلي: زه سراج الحق د لغمان كلب غړى يم، او د سي آر آى راډيو دايمي اورېدونكى يم، دا زما درېيم ليك دى چې دراستوم يې، ستاسې خپرونې تل اورم او ډېر شوق ورسره لرم. بيا وايي: زه خپل ملګري فضل الله عمري و هڅولم چې ستاسې خپرونې ته ليك درواستوم، د چين نړيواله راډيو، دى ليكي، ډېره ښه راډيو ده، ښه پروګرامونه لري او ټول پروګرامونه په مينه اورم، د موږ او اورېدونكي پروګرام ډېر په زړه پورې دى، اورېدونكي سراج الحق هم په پاى كې د پاكټونو، مجلو او مطبوعاتو وراستولو غوښتنه كړې ده.

اوس نو درنو اورېدونكيو د پروګرام د پاى شېبې دي او د سندرې وخت دى، نو راځئ چې د ناشناس په غږ دغه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د ناشناس سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدنكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم لوستلى او اورېدلى شئ. د وېبپاڼې پته ده:

https://pushtu.cri.cn

او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.