د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د شمال ختيځ د هندوکوش په غرنۍ سيمه کې د اپريل د درېيمې نېټې په اتو بجو او پنځو دقيقو د ريکتور شپږ اعشاريه دوه درجې زلزله وشوه چې تر اوسه پوری د سر او مال زيانونو په هکله راپورونه نه دي ورکړي شوی.
د امريکا د زلزلې ادارې د يوې شمېرنې له مخې، د زلزلې مرکز د بدخشان ولايت د مرکز فيض اباد جنوبی لور ته په پنځه شپېته کيلومترۍ کې وچې له کابل څخه دوه سوه او شپېته کيلومتره واتڼ لری. د دغې زلزلې سرچينې ژوروالی تر ځمکې لاندی دوه سوه او لس کيلومتره دی. د زلزلې ټکانونه په پلازمېنه کابل کې هم احساس شوي دي
د بدخشان ولايت د والي مرستيال وويل دغې زلزلې د نوموړي ولايت پر مرکز دومره منفی اغېزه نه ده کړې.